تازه خبرونه
یو افغان کډوال اروپا ته د خپل سفر ستونزې انځوریزې کړې
رویټرز د ختیځې فرانسې د کډوالو له کمپونو یوه وروستۍ ویډیو خپره کړې، چې د افغان کډوالو بد حالت ښيي.
د رویټرز د معلوماتو له مخې؛ له تېرو څلور میاشتو راپدیخوا دغه پناه غوښتونکي بې برخلیکه ژوند تېروي.یو افغان مهاجر او عکاس کډوال عبدالصبور نومی، چې په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی؛ د خپلې کامرې پر مټ غواړي نړۍ ته د هغو افغان کډوالو حال وښيي، چې د بدو شرایطو له کبله یې کډوالۍ ته زړه ښه کړی دی. نوموړی وایي: زما په سفر کې ډېر څه پېښ شوي. زما د سفر پرمهال هیڅوک نه ول، چې عکسونه واخلي او وښیي، چې څه پېښیږي. ما پرېکړه وکړه، چې خپل سفر وګورم او نړۍ ته وښیم، چې دا څومره سخت دی. دا هغه وخت دی، چې تاسې خپل کور پریږدئ.اروپايي هېوادونو ته د يو شمېر افغانانو کډوالو څپې د پخواني رژيم له ړنګېدو وروسته زياتې شوې او د کار نشتوالي، بېوزلۍ او اقتصاد د دغه هېواد پر خلکو اغېز وکړ. هغه زیاتوي: ټول خلک بېوزله دي. دا حالت، چې وینو؛ خلک په تېښته کې دي. ټول غواړي بهر ته ولاړ شي؛ ځکه دلته کار او روزګار نشته. ټول د کار په فکر کې دي؛ خو کار نه پیدا کیږي.
عید محمد نومی د کابل یو بل اوسیدونکی وایي؛ خلک نه پوهیږي، چې خپله د خواړو وړ ډوډۍ له کومه کړي؛ بېوسه ا بې ځواکه دي. اسلامي امارت باید له خلکو څخه په دې برخه کې هم ملاتړ وکړي، چې کډواله نشي.
اسلامي امارت له هېوادوالو څخه غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي او د پردیو هېوادونو په سختو او ذلیلو کارونو کې ښکېل نشي.
د کډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی وایي: اسلامي امارت له خلکو غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي. هغه عزت او ژوند، چې په خپل هېواد کې دی بل ځای به یې ونلري؛ په اوبو کې ډوبېږي یا په پولو کې مری او هغه شمېر، چې رسیږي په کمپونو کې بد حالت لري او دا د خواشینۍ وړ ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې د څلوېښتو زره نورو افغان کډوالو منلو ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
منابع میافزایند که قرار است افراد وابسته به جمعهخان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.
امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.
ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.
تازه خبرونه
په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.
حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بېطرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoفارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
