تازه خبرونه
د کابل په هوايي ډګر کې ورک شوی ماشوم نیکه ته وسپارل شو
سهیل احمدي نومی دوه میاشتنی ماشوم، چې د تېر اګست پر ۱۹ د امریکا په مشرۍ د کابل له هوايي ډګره د وتلو پر مهال له مور او پلار ورک شوی و؛ نن په یو لړ مراسمو کې خپل کابل میشتي نیکه ته وسپارل شو.
د دغه ماشوم نیکه د محمد قاسم رضوي وايي، دا يوه “تاريخي ورځ” ده.
سهیل نومی ماشوم د اګست پر ۱۹ د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ژغورنې او ایستنې په عملیاتو کې امریکايي پوځیانو ته وسپارل شو او بیا له مور و پلاره ورک شو.
سهیل وروسته د کابل په هوايي ډګر کې یوه ټکسي چلوونکي پیدا کړ.
په کابل کې ټکسي چلوونکي حامد ساپي ويلي، چې ( دا ماشوم يې) د کابل د هوايي ډګر په ګڼه ګوڼه کې وموند او د پالنې لپاره يې (خپلې کورودانې ته وسپاره). نه یوازې مو د دې ماشوم پالنه او رزونه پر غاړه واخیسته، بلکې محمد عابد هم ونومول شو.
د ټکسي چلوونکي حامد میرمن فریمه وايي، مونږ له دې ماشوم سره مینه لرو؛ خو هغه باید له مور او پلار سره ژوند وکړي.
د ماشوم پلار میرزا علي احمدي ، چې اوس په مریکا کې دی؛ پخوا یې د امریکا د سفارت د امنیتي ساتونکي دنده درلوده.
د ماشوم نيکه وايي؛ د سهيل مور او پلار د ايستلو او ژغورلو په عملياتو کې له افغانستان څخه وتلي او دی غواړي، چې خپل نمسۍ بېرته د خپلې مور غېږې ته ولیږي.
تازه خبرونه
د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول
تازه خبرونه
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې ازبکستان او پاکستان د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه ډګرنی( ساحوي) کار پیلولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه.
دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.
د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترمذ – نایبآباد–میدانښار– لوګر– خرلاچي له لارې تېرېږي؛ د پاکستان له اوسپنېپټلۍ سره نښلي، کراچۍ بندر او نورو سمندري ټرمینلونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. د دې پروژې اټکلی لګښت ۴.۶ میلیارډ ډالر ښودل شوی دی.
اسلامي امارت هم تل ویلي، چې په سیمهییزو پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.
تازه خبرونه
د یوناما په کوربتوب د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې حضوری او انلاین ناسته تر سره شوه
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د راپور له مخې؛ د کابل په ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه ناسته د یوناما پر کوربتوب پر حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوند ادارو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې، ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او څانګوالو(متخصصینو) په حضوري او انلاین بڼه ګډون کړی و.
ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ د اسلامي امارت د رهبر پر فرمان په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریباً صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې په برخو کې د امارت لاسته راوړنې، ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې.
دغه راز د اسلامي امارت مسوولانو د مصنوعي نشهيي توکو اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړه او وایي، چې د یادو توکو سرچینې د افغانستان له پولو څخه د باندې دي او که مخه یې ونهنیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
بل لوري ته یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو بنسټونو، ګڼو هېوادونو او اړوند څانګوالو له نشهیي توکو سره د اسلامي امارت د مبارزې له هڅو ستاینه کړې او څرګندوي، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانګړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.
همدارنګه ګڼو هېوادونو او بنسټونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د پوره همغږۍ او ښکېلتیا وړاندیزونه وکړل.
د ناستې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو ته د بدیل معیشت زمینه برابره او د معتادینو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمېدا لپاره کار وشي.
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه3 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
