سوداگري
له هېواده د پسونو د وړیو قاچاق به د غالیو صنعت زیانمن کړي
د افغانستان دغالیو تولیدوونکيو سرتاسري ټولنې څرګنده کړې؛ له ماليې وزارت غوښتنه شوې، چې په ګمرکونو کې له هېواده د وړیو د قاچاق مخه ونیول شي.
د افغانستان دغالیو تولیدوونکي وايي؛ د پسونو وړۍ، چې په غزني، زابل، فراه، کندهار او هلمند کې یې مالداران تولیدوي له افغانستان نه ګاونډ هېواد پاکستان او هند ته قاچاق کیږي او کورني تولیدونکي د اومو توکو له کمښت سره مخ دي.
دوی وايي، که د خپلو غالیو لپاره د عراق او سعودي عربستان د وړیو له تارونو کارواخیستل شي، چې هغه ورته څو برابره په لوړ قیمت تمامیږي.
د افغانستان د غالیو تولیدوونکی محمدنعیم ولي زاده وایي؛ زمونږ د هېواد د غالیو وړۍ پاکستان او هندوستان ته قاچاق کیږي؛ خو مونږ بیا د خپلو غالیو د اوبدلو لپاره له عراق او عربستان څخه د تار د راوړلو لپاره اړ کیږو.
د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو ټولنې مشر نور احمد نوري وایي: همدا اوس د یوه مټر مربع غالیو په تولید کې ۶۰۰ افغاني قیمت لوړ شوی؛ ځکه، چې مونږ خپله له نورو هېوادونو تار واردوو خپلې وړۍ مو نورو هېوادونو ته قاچاق کیږي.
د افغانستان د ماليي وزارت ويلي، چې ټولو ګمرکونو ته به خبر ورکړي، چې د وړیو په ګډون بهر ته د ټولو هغو توکو د صادراتو مخه ونیسي، چې په کورنیو تولیداتو کې کارول کیږي.
د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت به صنعت کارانو او صادروونکيو لپاره وخت ته اړتیا ده، چې دا بهیر به لږ وخت ونیسي او مونږه به دا ستونزه ژر حل کړو او قاچاق مخنیوی به هم وکړو.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که حکومت دغالیو سکتور ته جدي پاملرنه ونکړي؛ نو ښايي دا سکتور په هېواد کې له منځه ولاړ شي.
سوداگري
کابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي.
د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې دي.
دغه راز د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې کابل د کانونو د استخراج په برخه کې له مسکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.
هغه وایي؛ اقتصاد د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه برخه ده او حکومت هڅه کوي هېواد د سیمهییز اقتصادي ادغام پر مهمې کړۍ بدل او بهرني پانګهوال راجذب کړي.
د تاس د راپور له مخې؛ ګل حسن حسن ویلي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د صنعتي، معدني او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په کابل کې د اوبو کوچنیو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه هم خبرې روانې دي.
دغه راز نوموړي د ځینو روسي شرکتونو استازو له اړوند ادارو سره هم لیدلي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
افغان چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له روسیې سره د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د ودانیزو بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.
سوداگري
د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.
نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.
د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرلهپسې ثبات نښه ښیي.
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
سوداگري
په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.
پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.
د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو
-
لوبی4 days agoپه آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
