روغتيا
د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د سقوط د مخنیوي غوښتنه وکړه
د روغتیا نړیوالې ټولنې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د روغتیایي سکټور د سقوط د مخنیوي لپاره د تمویل پر میکانیزم غور وکړي.
د افغانستان لپاره روغتیایي پروګرام د روغتیایي سیسټم ملا تیر ګڼل کیږي؛ ځکه، چې دغه پروګرام په ۲۳۳۱ مرکزونو کې میلیونونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د تېر حکومت له ړنګېدو او د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته له دغه پروګرام سره د مرستو ډېره برخه بنده شوې ده.
دا پروګرام پخوا د نړیوال بانک، اروپایي کمیسیون او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا تمویل شوی و.
په تېرو دوه لسیزو کې د افغانانو ژوند بدل شوی او په افغانستان کې د میندو او ماشومانو مړینه په ډراماټیک ډول کمه شوې ده، چې تر ډېره د روغتیایي پروګرام د بریالیتوب له کبله دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې نن د افغانانو روغتیایي سیسټم له جدي ګواښ سره مخ دی او ښايي د روغتیا په برخه کې ټول پرمختګونه له خنډ سره مخ شي.
روغتيا
د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ
عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.
دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوهیمې نېټې روان وي.
عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.
پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ4 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی5 days ago
خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه3 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا