تازه خبرونه
ناهیلي شوي افغانان د خپلو کورنیو د تغذیې لپاره پښتورګي او ماشومان پلوري
د بېوزلۍ او لوږې له پراخېدو سره خلک اړ شوي، چې د خپلې کورنۍ د تغذیې لپاره د وجود غړي او خپل خواږه اولادونه وپلوري.
د هرات د انجیل ولسوالۍ بي بي زنان، چې د پښتورګي له پلورلو وروسته یې پر پیسو اړتیاوې پوره نشوې؛ نو د خپلې وړې لور پلورلو ته اړ شوه.
نوموړې له خپلو څو یتیمانو سره د خپل بېوزله پلار کور کې اوسیږي او بېوزلۍ اړ کړې، چې خپل یو پښتورګی وپلوري او پر پیسو یې د اولادونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره یو څه خواړه واخلي، خو د پښتوګي پر پیسو خپلې موخې ته ونه رسېده او وايي؛ اړ شوه، چې خپله ماشومه لور وپلوري، چې خپل پاتې نور ماشومان ورته ژوندي پاتې او لوی شي.
ډاکټران وايي، د افغانستان په هرات ولایت کې له بل هر ځای ډېر د انسانانو پښتورګي یا بډوډي پلورل کیږي.
د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الله حقاني وايي، چې خلک د بېوزلۍ او بېوسۍ په اړه له مبالغې ډکې څرګندونې کوي.
نوموړی وایي، چې حالات دومره هم ناوړه ندي لکه ځينې یې، چې په اړه راپورونه ورکوي.
په هرات کې د پښتورګو د پيوند مرکز د هېواد یو له معتبرو روغتیایي مرکزونو څخه دی. دلته خلک راځي او خپل پښتورګي پر نورو ناروغانو پلوري.
د یاد روغتون ډاکټر سهیل توپان ويلي، په تېرو څلور کلونو کې دې مرکز ته د بښتورګو تر ۲۰۰ پلورونکي ورغلي دي.
د افغانستان لپاره د بریټانیې پخوانی ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې د افغانانو یوازې پرېښودل به نه یوازې بشري ناورین رامنځته کړي، بلکې دا چاره به ناوړه امنیتي پایلې هم ولري.
د افغانستان لپاره د بریټانیې پخوانی ځانګړی استازی مایکل کی تنګ ویلي: زه فکر کوم د افغانانو یوازې پرېښودل به نه یوازې لوږه رامنځته کړي، بلکې افغانستان، سیمې او نړۍ ته تاوان هم پېښولی شي. دوی به نورې ناقانونه هڅې لکه د نشه يي توکو قاچاق او د بدن د غړیو پير او پلور کې ښکېل شي.
په افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې او د بشري ناورین وېره لیدل کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خواړو نړیوالې ټولنې ويلي؛ په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیون وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
د ملي بس شرکت رییس له چینايي هائیر شرکت سره د عصري بسونو پر پېر او تولید خبرې وکړې
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو له چینايي« هائیر» شرکت سره د عصري بسونو د پېر او تولید په برخه کې د همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د هائیر شرکت مسوولانو هم له افغانستان سره د ښاري او تېزرفتاره بسونو، پر ځانګړي بڼه برښنايي، هایبریډ او ډیزلي بسونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هائیر په چین کې د بسونو له تولیدوونکو شرکتونو څخه دی، چې محصولات یې په یو شمېر هېوادونو کې د مسافرو د لېږد او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم لپاره کارول کېږي.
تازه خبرونه
بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او دا پرېکړه سمه بولي او وایي؛ که ورته شرایط بیا رامنځته شي، یو ځل بیا به همدا پرېکړه وکړي.
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې ډاډ ورکړ شوی و؛ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت لږ تر لږه شپږ میاشتې خپل دوام وساتي؛ خو دغه حکومت یوازې په څو ورځو کې ړنګ شو.
د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د ۲۰۲۰ز. کال په فبرورۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
تازه خبرونه
اروپايي هېوادونو روانډا ته د کډوالو پر لېږدولو هوکړه وکړه
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ پنځه اروپايي هېوادونه( جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ ) رونډا ته د هغو کډوالو د لېږدولو طرحه اعلان کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د دې طرحې له مخې، دغه کسان به په روانډا کې د کډوالو د بېرته ایستلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
دا هڅه د اروپايي ټولنې د هغو نویو مقرراتو له تصویب وروسته کېږي، چې د کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټکوي.
د دغو مقرراتو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.
د دې طرحې ملاتړ کوونکي حکومتونو ویلي، چې بنسټیزه موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د تګ مخه نیول دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو له احتمالي سرغړونې او حسابورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روانډا سره له دې، چې د بشري حقونو د وضعیت او سیاسي آزادیو د محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ ده؛ ځان یې د هغو کډوالو د منلو لپاره وړاندې کړی، چې لویدیځ هېوادونه یې د بېرته ایستلو هوډ لري.
دا طرحه یوازې هغه کډوال رانغاړي، چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا لپاره یې ټولې قانوني لارې کارولي، خو غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تحول5 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
