تازه خبرونه
لویدیځو هېوادونو افغانستان ته ناورین زېږوونکی زیان اړولی – د بریټانیا ملیبینډ
د بریټانیې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ژغورنې نړیوالې کمېټې اوسنی اجرائیوي مشر ویلي؛ لویدیځ د لوږې پر تپل شوې پالیسۍ افغانستان او خپل شهرت ته پوره زیان رسولی دی.
هغه ګارډین ورځپاڼې ته څرګنده کړې: که مونږ غوښتل یو ناکام دولت رامنځته کړو؛ کولی مو شو، چې د اوس پر پرتله ډېر ګټور ترکیب ولرو.
ګارډین څرګنده کړې، چې میلیبینډ نه یوازې د بشري مرستو، بلکې د اقتصادي بیارغونې او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو لپاره د بایډن او نړیوال بانک تر منځ ښه منځګړیتوب کړی دی.
هغه ګارډین ته ویلي؛ روان کړکچ دومره ژور دی، چې ملګرو ملتونو د سږکال لپاره د ۴ میلیارډ ډالرو غوښتنه به راروانه میاشت د ژمنې په کنفرانس کې رایاده شي او شونې ده، چې په راتلونکي کال کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
ګارډین راپور ورکړی؛ د نړیوال بانک بورډ به د مارچ په میاشت کې د یو اعشاریه درې میلیارډ ډالرو د خوشې کولو لپاره غونډه وکړي، چې تر دې دمه یې له خوشې کولو څخه ډډه کړې ده.
ډیویډ ملیبینډ ویلي؛ لویدیځ طالبان ( اسلامي امارت نه، بلکې عام وګړي زیانمنوي او د لوږې رامنځته کولو سیاست رهبري کوي.
هغه ويلي؛ که غرب غواړي دا هېواد د ژمي په پاتې موده کې ژوندي پاتې شي؛ نو باید رامنځته شوې ستونزې ژر حل شي؛ ځکه د معاشونو د ورکولو لپاره پیسې نشته. ځینو وښوونکیو او د روغتونونو کارمندانو ته له اپریل راپدیخوا معاش ندی ورکړ شوی او دا حالت باید بدلون ومومي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا بندیزونه سوداګریزې هڅې اغېزمنې کړي او ان سوداګر وېره لرئ، چې شتمنۍ یې زیانمنې نشي.
دغه راز د نغدو پیسو بحران هم شته او د بانکدارۍ سیسټم هیڅ راز ملاتړ نلري او هیڅوک نشي کولی د وارداتو لپاره پور یا پیسې ورکړي. سره له دې، چې له د افغانستان بانک څخه څانګوال وتلي؛ خو دا هر څه شونې ده، چې د طالبانو ( اسلامي امارت ) له رسمیت پېژندلو پرته تر سره شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په دې غمجنو شرایطو کې تاسې کولی شئ ډېرې مرستې ورکړئ؛ خو دا به بیخبنایي ستونزې حل نکړي. زه د یوې مرستندویه ادارې په ښه حالت کې نه یم؛ خو ویلی شم، چې یوازې بشري مرستې مه ورکوئ؛ اقتصاد او بیخبناوې پیاوړی کړئ.
همدارنګه اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه د بندیزونو او اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعا اللهسمنګاني ټینګار کړی، چې د بشري مرستو بهیر باید له سیاسي مسایلو سره و نه تړل شي او پر اسلامي امارت ترې د فشار په توګه کار واخیستل شي.
د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او څه ناڅه افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې لومړی ودرولې او بیا یې د قطر له لارې پیلولو ته اړ شوه؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
تازه خبرونه
روسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال مارات خوسنولین ويلي، هېواد به یې د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ د یوې لارې د جوړولو امکان وڅېړي.
خوسنولین له ټاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي؛ د دې لارې موخه دا ده، چې د هرمز او باسفور تنګیو لپاره بدیله لاره رامنځته شي او روسیه پر دغو تنګیو خپله تکیه راکمه کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، د هرمز او باسفور تنګیو د امنیتي ګواښونو له کبله د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې د نوي اوسپنېپټلۍ او ټرانزیټي لارې د جوړولو طرحه هم څېړل کېدی شي.
نوموړي ویلي؛ هره هغه لاره، چې هند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د مسکو لپاره د منلو وړ ده.
دا وړاندیز په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د هرمز تنګي له لارې د سمندري لېږد د امنیت او باوري تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د پام وړ برخه یې له لارې لېږدول کېږي.
تازه خبرونه
روسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو ويلي؛ د روسیې یو شمېر لوی شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د دغه شرکت مسوولانو زیاته کړي، افغانستان د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.
د دوی د څرګندونو له مخې، د برښنا شرکت ډېره برخه اړین وسایل له ګاونډ او نورو هېوادونو څخه پېرودل کېږي او د کورني تولید زیاتېدا کولی شي تر یوه بریده پر وارداتو تکیه راکمه کړي.
د خصوصي سکټور غړيو هم ويلي، د برښنايي وسایلو د تولید په برخه کې پانګونه یوه جدي اړتیا ده.
دوی ټینګار کړی؛ په هېواد کې د برښنايي وسایلو د پراختیا او تولید په برخه کې د پانګونې بهیر باید چټک شي، چې د دغو وسایلو واردات کم او کورنی تولید زیات شي.
د خصوصي سکټور د څرګندونو له مخې؛ دا کار به د وارداتو پر کچه تکیه راکمه او د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.
اقتصادي شنونکو ويلي؛ د برښنا د تولید ترڅنګ باید د برښنا د تولید او لېږد لپاره د کارېدونکو وسایلو د تولید په برخه کې د پانګونې کچه لوړه شي، چې په هېواد کې تولید شوي برښنايي وسایل د هېواد بازارونو ته وړاندې او د بهرنیو محصولاتو د واردولو مخه ونیول شي.
د یادونې ده، چې اوسمهال له چین، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته برښنايي وسایل واردېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
