نړۍ
پوتین د اوکراین په دونباس سیمه کې د ځانګړیو پوځي عملیاتو سپارښتنه وکړه
رویټرز په ډاګه کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه سهار وختي د اوکراین په دونباس سیمه کې ځانګړي پوځي عملیاتو پیل کړل او اوکرایني پوځ ته یې کورونو ته د ستنېدو سپارښتنه وکړه.
پوتین په دولتي ټلویزیون کې د ځانګړې وینا پر مهال ویلي، چې روسیې ته د عصري اوکراین له لوري ګواښونه رامنځ ته شوي او مونږ له دفاع کولو پرته بله چاره نلرو.
د روسیې د پوځي عملیاتو اړوند سیمې تر دې دمه په ډاګه شوي ندي؛ خو رویټرز د اوکرایین په پلازمېنه کیف کې له چاودنو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د توپونو د ډزو غږ له لرې واټن څخه اورېدل شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې پوتین ویلي؛ که کوم بهرنی ځواک د دوی په کړنو کې د مداخلې هڅه وکړي روسیه به یې سمدستي ځواب ورکړي. مسکو هڅه کوي، چې اوکراین بې وسلې او د ګواښونو مخه ونیسي.
پوتین دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې، چې امریکا د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې له ۱۵۰ زره پوځیانو له ځای پر ځای کولو خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ملاتړيو بېلتون غوښتونکیو د اوکراین د ګواښونو پر وړاندې له روسیې د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې کیف دا ادعا رد کړې او په ټول هېواد کې یې بېړني حالت ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.
پوتین خپل دولتي تلویزیون ته څرګنده کړې: د وینې تویولو ټول مسوولیت به د اوکراین د واکمن رژیم پر غاړه وي.
نړۍ
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
د نیویارک ښار پولیسو تېره شپه په کلمبیا پوهنتون کې د همیلټونهال ودانۍ ته ننوتل او د فلسطینیانو ملاتړي ۱۰۰ لاریونکوونکي يې ونیول.
د نیویارک پولیس پر سیمهییز وخت د شپې نهه بجې کلمبیا پوهنتون ته دننه شول او د شپې له ۱۱ بجو وروسته یې اعلان وکړ، چې د پوهنتون انګړ له لاریونکوونکیو پاک شوی دی.
د پوهنتون چارواکو له پولیسو غوښتي، چې دوی دې لږ تر لږه د مې تر اووهلسمې ( د غویی اتهویشتمې) پورې په پوهنتون کې پاتې شي.
په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطین پلوه ډلو یوه بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې پوهنتون دې د هغو شرکتونو له پانګوونې پاک شي، چې پر غزه د اسرائیلو له بریدونو ګټه پورته کوي.
د کلمبیا پوهنتون د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې د زدهکوونکیو د مشرانو او د پوهنتون چارواکو ترمنځ رغنده بحثونه وشول؛ خو له بده مرغه کومې هوکړې ته ونه رسیدل.
د دوشنبې پر ورځ پر سیمهییز وخت د امریکا ولسي جرګې ۲۱ ډیموکراټو استازو په نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون بورډ ته ولیکل: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې پوهنتون پرېکنده عمل وکړي؛ د لاریونکوونکیو کېږدۍ راټولې او د خپلو ټولو محصلینو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.
د امریکا د نیویارک کلمبیا پوهنتون، چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د غورځنګ پر مرکز بدل شوی دی؛ د فلسطینیانو له ملاتړو زدهکړیالانو غوښتي، چې سیمه خوشې کړي او پوهنتون به له اسرائیلو سره هیکله اړیکې پرې نکړي.
نړۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د غویی لسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن سعودي عربستان ته رسېدلی، چې د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.
بلینکن د دوشنبې پر ورځ ریاض ته ورسېد او تمه ده، چې عربي هېوادونه له اروپايي هغو سره راټول کړي او پدې خبرې وکړي، چې اروپا څنګه کولی شي د سپږ میاشتني بمبارډ او ویجاړیو وروسته د دغې کوچنۍ سیمې د بیارغونې په هڅو کې ونډه.
امریکا د اسرائیلو له دې هدف سره همغږې ده، چې حماس باید له منځه یوړل شي او نور ونشي کولی د غزې په راتلونکي کې رول ولوبوي؛ خو واشنګټن نه غواړي، چې اسرائیل دې د غزې تړانګه بېرته ونیسي او پرځای یې د داسې یو جوړښت په لټه کې دي، چې په کې د عربي هېوادونو پر ملاتړ یو اصلاح شوی فلسطیني دولت جوړ شي.
بلینکن به له سعودي چارواکو سره د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې داسې معاملې د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړي، چې واشنګټن له متقابلې دفاع او امنیتي ژمنو سره ریاض ته د اټومي همکارۍ تړونونه هم راونغاړي.
لوړ پوړیو امریکایي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اسرائیلو له هڅو هرکلی کړی؛ خو په وار وار یې ویلي، چې نور ډېر کار ته اړتیا لري.
نړۍ
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
د چارشنبې پر ورځ (د غویی پېنځمه) د غزې د شمالي سیمو بمبارډ څو اوونیزه نسبي چوپتیا پای ته ورسوله او اسرائیلي حکومت اعلان وکړ، چې د رفح پر اړوند سیمه به پراخ ځمکنی برید ترسره کړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه ویاند ویلي؛ اسرائیل په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره د خپل پلان د پلي کولو پړاوونه وهي، خو د برید ټڼاکلی مهالوېش یې وړاندې نکړ.
د امريکا په ګډون لویديځو هېوادونو، چې د اسرائيلو تر ټولو نږدې متحدین دي له دغه هېواده پر رفح، چې د غزې له نيمايي د ډېرو وګړيو دوه ميليون او درې سوه زره خلکوته یې پناه ورګړې؛ له بريده ډډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن اوس هم د رفح په اړه له اسرائیلو سره پر خبرو بوخت دی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به ډېر ژر پر دې موضوع یو ځل بیا مخامخ خبرې وکړي.
د اسرائیلو یوه لوپوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې اسرائیل د رفح له حملې مخکې د ملکي وګړو د ایستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.
هغه زیاته کړې: یوازې یو شی پاتې دی، چې نتانیاهو د برید امر وکړي.
د غزې په تړانګه کې، چې د حماس تر کنټرول لاندې ده؛ د روغتیايي چارواکو ویلي؛ تر اوسه په دې جګړه کې، چې اوومه میاشت یې روانه ده له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت هم ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ فلسطینیان وژل شوي او ۸۶ نور دي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
لوبی4 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
تازه خبرونه5 days ago
روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي
-
لوبی4 days ago
خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه
-
نړۍ3 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی2 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه2 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور