نړۍ
د اوکراین ولسمشر د نړۍ له مشرانو سره خپلې ټویټري اړیکې پرې کړې
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ناټو او نړۍ له سیاسي مشرانو سره خپلې ټویټري اړیکې ېرې کړې او هغه یې غولوونکې یادې کړې دي.
زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې د ناټو او نړۍ مشران پر بې پرېتوب تورن کړل.
هغه په یوه ټلویزیوني وینا کې د نړۍ پر مشرانو نیوکه وکړه، چې د روسیې پر وړاندې یې له پرېکنده هڅو ډډه کړې ده.
هغه له پوتین څخه د نړۍ د مشرانو له بې پروايۍ مخکې د سولې په اړه خبرې غوښتې دي.
د کرملین یوه ویاند د خبرو لپاره د زیلینسکي د غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې که اوکراین خپله بې پریتوب اعلان او وسلې پر ځمکه کېدي؛ خبرې به هم ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ مشرانو په ځانګړې توګه د نړۍ سترو قدرتونو پر روسیې سخت بندیزونه لګولي دي؛ خو روسي ځواکونه د دغو هڅو پر وړاندې د کیف ښار څنډو ته رسېدلي دي.
نړۍ
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
رویټرز د یوه اسرائیلي چارواکي او د الجزیرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د یګشنبې پر ورځ د قطري ټلویزیون الجزیرې د تړلو له ګواښ وروسته د بیت المقدس په یوه هوټل د دې خپرونې پر دفتر برید وکړ.
د پېښې له ځایه آنلاین خپره شوې ویډیو ښیي، چې پر شخصي جامو سمبال ځواکونه د ختیځ بیت المقدس د یوه هوټل په خونه کې د دې رسنۍ د کمرې تجهیزات له منځه وړي.
د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینې د غزې د جګړې تر پای تهرسېدو دا شبکه وتړله او څرګندوي، چې خپرونې یې د دوی ملي امنیت ته ګواښ دی.
الجزیرې ویلي: د اسرائیلي ځواکونو دا کار یوه وحشیانه هڅه ده او دا تور، چې شبکې د اسرائیلو امنیت ته ګواښ رامنځته کړی؛ خطرناک او خندوونکي درواغ دي، چې خبریالان یې له خطر سره مخ کړي دي. دوی حق لري، چې په دې اړه قانوني ګامونه پورته کړي.
دغې شبکې په غزه کې د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو نیوکه کړې، چې د دې جګړې په بهیر کې یې راپورونه وړاندې کړي دي.
نتانیاهو د کابینې له ګډې رایې وروسته ټولنیزو رسنیو ته وسپارل، چې د الجزیرې هڅوونکې هڅې به په اسرائیلو کې وتړل شي.
د حکومت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو د مخابراتو وزیر د “سمدستي عمل کولو” امرونه لاسلیک کړي؛ خو لږ تر لږه یو وکیل، چې د بندیدو ملاتړ یې څرګند کړ ویلي، چې الجزیره اوس هم هڅه کولی شي په محکمه کې یې د بندېدا مخه ونیسي.
د اسرائیلو په دې هڅه کې د الجزیرې د دفترونو تړل، د نشراتي وسایلو ضبطول، د کیبل او سپوږمکۍ شرکتونو څخه د خپرونو پرېکېدا او د اوبپاڼو بندول شامل دي. په دې کې د الجزیرې د غزې له خپرونو یادونه نده شوې.
د اسرائیلو د سپوږمکۍ او کیبل ټلویزیون چمتو کوونکیو د حکومت له پرېکړې وروسته د الجزیرې خپرونې وځنډولې.
په دې اړه د قطر حکومت کومه رسمي تبصره نده کړې.
دې شبکې تېره میاشت نیوکه وکړه، چې په اسرائیلو کې د الجزیرې د تړلو لپاره سیستماتیکې هڅې روانې دي.
قطر په ۱۹۹۶ز. کال کې الجزیره جوړه کړه او دا د خپل نړیوال پروفایل پیاوړي کولو لپاره خپله تګلاره بولي.
دې خپرونې څرګنده کړې: د الجزیرې رسنۍ دغه جنایتکارانه عمل، چې بشري حقونو او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حق تر پښو لاندې کوي پر کلکو ټکو غندي او خپلو نړیوالو لیدونکیو ته د خبرونو او معلوماتو چمتو کولو روان ساتل خپل حق بولي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د الجزیرې پر بندولو نیوکه کړی ده.
دې سر چینې په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ په اسرائیلو کې د الجزیرې د بندولو لپاره د اړوند کابینې پر پرېکړه خواشینی یوو. یوه آزاده او خپلواکه رسنۍ د شفافیت او حساب ورکوولو د تضمین لپاره اړینه ده. اوس له غزې څخه د راپور ورکولو په اړه نور هم بندیزونه سخت شوي. د بیان ازادي یو اساسي بشري حق دی. مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې لګېدلي بندیزونه لغو کړي.
د اسرائیلو پارلمان تېره میاشت یو قانون تصویب کړ، چې په اسرائیلو کې د ملي امنیت د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ خپرونې لنډمهاله تړل کیږي.
دا قانون نتانیاهو او د هغه امنیتي کابینې ته اجازه ورکوي، چې په اسرائیلو کې د خپرونو دفترونه د ۴۵ ورځو لپاره وتړي او شونې ده، چې د جولای تر پایه یا په غزه کې د لویو پوځي عملیاتو تر پایه پورې وغځول شي.
قطر، چې د حماس څو سیاسي مشران په کې میشت دي؛ هڅه کوي په غزه کې د جګړې د درولو لپاره د اوربند او د یرغمل خوشې کولو د تړون منځګړیتوب وکړي.
نړۍ
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
د نیویارک ښار پولیسو تېره شپه په کلمبیا پوهنتون کې د همیلټونهال ودانۍ ته ننوتل او د فلسطینیانو ملاتړي ۱۰۰ لاریونکوونکي يې ونیول.
د نیویارک پولیس پر سیمهییز وخت د شپې نهه بجې کلمبیا پوهنتون ته دننه شول او د شپې له ۱۱ بجو وروسته یې اعلان وکړ، چې د پوهنتون انګړ له لاریونکوونکیو پاک شوی دی.
د پوهنتون چارواکو له پولیسو غوښتي، چې دوی دې لږ تر لږه د مې تر اووهلسمې ( د غویی اتهویشتمې) پورې په پوهنتون کې پاتې شي.
په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطین پلوه ډلو یوه بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې پوهنتون دې د هغو شرکتونو له پانګوونې پاک شي، چې پر غزه د اسرائیلو له بریدونو ګټه پورته کوي.
د کلمبیا پوهنتون د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې د زدهکوونکیو د مشرانو او د پوهنتون چارواکو ترمنځ رغنده بحثونه وشول؛ خو له بده مرغه کومې هوکړې ته ونه رسیدل.
د دوشنبې پر ورځ پر سیمهییز وخت د امریکا ولسي جرګې ۲۱ ډیموکراټو استازو په نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون بورډ ته ولیکل: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې پوهنتون پرېکنده عمل وکړي؛ د لاریونکوونکیو کېږدۍ راټولې او د خپلو ټولو محصلینو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.
د امریکا د نیویارک کلمبیا پوهنتون، چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د غورځنګ پر مرکز بدل شوی دی؛ د فلسطینیانو له ملاتړو زدهکړیالانو غوښتي، چې سیمه خوشې کړي او پوهنتون به له اسرائیلو سره هیکله اړیکې پرې نکړي.
نړۍ
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د غزې او اسرائیلو د اړیکو عادي کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی
رویټرز د دوشنبې پر ورځ (د غویی لسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلینکن سعودي عربستان ته رسېدلی، چې د غزې له جګړې وروسته د اسرائیلو او غزې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړي.
بلینکن د دوشنبې پر ورځ ریاض ته ورسېد او تمه ده، چې عربي هېوادونه له اروپايي هغو سره راټول کړي او پدې خبرې وکړي، چې اروپا څنګه کولی شي د سپږ میاشتني بمبارډ او ویجاړیو وروسته د دغې کوچنۍ سیمې د بیارغونې په هڅو کې ونډه.
امریکا د اسرائیلو له دې هدف سره همغږې ده، چې حماس باید له منځه یوړل شي او نور ونشي کولی د غزې په راتلونکي کې رول ولوبوي؛ خو واشنګټن نه غواړي، چې اسرائیل دې د غزې تړانګه بېرته ونیسي او پرځای یې د داسې یو جوړښت په لټه کې دي، چې په کې د عربي هېوادونو پر ملاتړ یو اصلاح شوی فلسطیني دولت جوړ شي.
بلینکن به له سعودي چارواکو سره د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې داسې معاملې د منځګړیتوب په اړه خبرې وکړي، چې واشنګټن له متقابلې دفاع او امنیتي ژمنو سره ریاض ته د اټومي همکارۍ تړونونه هم راونغاړي.
لوړ پوړیو امریکایي چارواکو په وروستیو اوونیو کې د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د اسرائیلو له هڅو هرکلی کړی؛ خو په وار وار یې ویلي، چې نور ډېر کار ته اړتیا لري.
-
تازه خبرونه1 day ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه23 hours ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
لوبی4 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه1 day ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه4 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
سوداگري1 day ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
نړۍ8 hours ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
تازه خبرونه5 days ago
ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي