سیمه ییز خبرونه
د جاپان په مرسته د غور د ولایتي روغتون د جوړولو بنسټ كېښودل شو
په غور ولايت كي په داسي حال كي د جاپان په مرسته ولايتي روغتون جوړېږي، چي دغه ولايت د روغتيايي آسانتياوو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ كېږي. د غور ولايت چارواكي وايي، چي دوى روغتون، درمل، ډاكترانو او په ځانګړي توګه ښځينه ډاكترانو د نه شتوالي له امله له ډېرو كړاونو سره مخ او ډېر وخت ميندې د زېږون پر وخت خپل ژوند له لاس وركوي.
غور د افغانستان هغه ليرې پروت ولايت دى، چي خلك يي په ډېرو برخو او په ځانګړي توګه د روغتيايي آسانتياوو په برخه كي له ډېرو ستونزو او كړاونو سره مخ دي.
دوى وايي، په دي ولايت كي يوه ښځينه ډاكتره هم نشته، چي مېرمنې ورته مراجعه وكړي.
په ولسي جرګه كي د غور ولايت غړې سیما جوینده وايي:
كه څه هم يو شمېر قابله ګانې روزل شوي، خو دا كافي نه دي.
نوموړې وايي، د ښځينه ډاكټرانو د نشتوالي له امله خلك خپلو مېرمنو ته اجازه نه وركوي چې نارينه ډاكټر ته ورشي ، نو ډېرې يې مړې كېږي.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل هم ياد ستونزي مني او وايي، كه څه هم په تېر يوولسو كلونو كي په دغه ولايت كې ۵۶ روغتيايي مركزونه او كلینيكونه جوړ شوي او ۲۶ قابله ګانو ته روزنه وركړل شوې خو په پام كي لري، چي د دغه ولايت دېرش مېرمنې د روغتيا پالو په توګه وروزي.
په غور كې يو روغتون دى، چې له نيمګړتياوو سره سره خلك په خپلو سيمو كي د نه امكاناتو له امله ورته مراجعه كوي.
دوى وايي، چې له ډېرو لرې پرته ولسواليو دلته راځي، خو د درمل د نشتوالي له امله يې درملنه نه كېږي.
په همدې وخت كې د عامي روغتيا وزيرې د غورو ولايت د روغتيايي ستونزو د ارزونې پر مهال د غور ولايتي روغتون د جوړولو بنسټ كېښوده، چي د چاپان په څلور ميليون ډالرو مرسته جوړېږي او تر يو نيم كال پورې به يې چارې بشپړې شي.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
تحول5 days ago
تحول: له نړۍ سره د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو هڅې
-
نړۍ1 day ago
په برازیل کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۱۴۳ کسانو ته پورته شو