Connect with us

نړۍ

پر اوکراین د پوتین برید د نړۍ اقتصاد زیانمنوي – بایډن

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۱)

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د انفلاسیون لوی لامل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پر اوکرایین یې برید دی.

بایډن ویلي، چې دغه برید په ټوله نړۍ کې د ګازو او خوراکي توکو بیې لوړوي.

رویټرز راپور ورکړی؛ نوموړي د انرژۍ پر بیو د اوکراین د جګړې اغېزې ته په هغوته کې ویلي، چې هغه به د بیو د راټیټولو لپاره هره وسیله وکاروي.

هغه زیاته کړې؛ په اوکراین کې جګړه به د نړۍ اقتصاد زیانمن کړي؛ دا به د نړۍ انرژي او خوراکي توکي اغېزمن کړي.

هغه دا څرګندونې د پورټسموت د نیو هیمپشایر په غونډه کې، چې د دوه اړخیزو بېخبناوو په قانون کې یې د بې سارې پانګونې په اړه وینا کوله کړي، چې په کې د هېواد بندرونو او اوبو لارو ته پر وده ورکولو ټینګار شوی دی.

بایډن دا هم روښانه کړې، چې دا پانګه اچونه به د اکمالاتو ځنځیرونه پیاوړي کړي، د کارګرو کورنیو ته به له ټیټې بیې سره د توکو دوران روان وساتي او امریکا ته وس ورکوي، چې په نړیواله کچه سیالي وکړي.

نړۍ

په غزه کې د اوربند ناڅرګند برخلیک او پر رفح د عملیاتو د غځېدا غوښتنه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

حماس د دوشنبې پر ورځ په غزه کې د منځګړیتوب له لارې د اوربند له وړاندیز سره هوکړه وکړه؛ خو اسرائیلو ویلي، چې شرطونه یې د دوی غوښتنې نه پوره کوي او په رفح کې به تر هوکړې پورې پوځي عملیات روان وساتل شي.

په تېرو اووه مياشتو کې پر غزې د اسرائيلو په بريدونو کې له ۳۴ زره ډېر کسان وژل شوي او دا دی اسرائيلو اوس د غزې په سویل کې پر رفح ، چې له يو ميليون ډېرو فلسطينيانو پناه وروړې؛بريدونه پيل کړي دي.

حماس په یوه لنډه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د دوی مشر اسماعیل هنیه قطري او مصري منځګړیو ته خبر ورکړی، چې دوی د اوربند وړاندیز منلی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر څرګنده کړې، چې د اوربند وړاندیز د اسرائیلو له غوښتنو سره سم ندی؛ خو اسرائیل به د خبرو اترو لپاره یو پلاوی واستوي، چې یوې هوکړې ته د رسیدو هڅه وکړي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د دوی پلاوی به د سې شنبې پر ورځ قاهرې ته ولاړ شي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ نامستقیمې خبرې بیا پیل کړي.

د نتانیاهو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې جنګي کابینې پر رفح د عملیاتو تر سره کېدا منلې ده.

د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نتانیاهو د رفح پر بمبارولو اوربند زیانمنوي.

یوه اسرائیلي چارواکي رویټرز ته ویلي؛ هغه وړاندیز، چې حماس منلی د مصر د وړاندیز یوه کمزورې نسخه ده او داسې عناصر لري، چې اسرائیل یې منلی نشي.

دې اسرائیلي چارواکي ویلي: دا یوه دسیسه ښکاري، چې اسرائیل د یوه داسې ړخ په توګه ړښیي، چې دا تړون ردوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر ویلي؛ واشنګټن به په راتلونکیو ساعتونو کې له خپلو متحدینو سره د حماس پر غبرګون خبرې وکړي او هوکړه په بشپړه توګه د لاس‌رسي وړ ده.

د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو په بریدونو کې له ۳۴ زره او ۶۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې په سیمه کې قحطي راروانه ده.

دا جګړه هغه مهال پیل شوې، چې حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۲ نور یې ونیول، چې د اسرئیلو د څرګندونو له مخې ۱۳۳ کسان اوس هم په غزه کې بندیان دي.

Continue Reading

نړۍ

د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس د دوشنبې پر ورځ ( غویی اووه‌لسمه) څرګنده کړې، چې حماس وايي؛ د غزې په جګړه کې یې د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی دی.

حماس په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د حماس مشر اسماعیل هنیه د قطر لومړي وزیر او د مصر د استخباراتو مشر ته د دوی د وړاندیز له منلو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دغه تړون په اړه نور جزئیات ورکړ شوي ندي.

Continue Reading

نړۍ

اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

رویټرز د یوه اسرائیلي چارواکي او د الجزیرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د یګشنبې پر ورځ د قطري ټلویزیون الجزیرې د تړلو له ګواښ وروسته د بیت المقدس په یوه هوټل د دې خپرونې پر دفتر برید وکړ.

د پېښې له ځایه آنلاین خپره شوې ویډیو ښیي، چې پر شخصي جامو سمبال ځواکونه د ختیځ بیت المقدس د یوه هوټل په خونه کې د دې رسنۍ د کمرې تجهیزات له منځه وړي.

د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینې د غزې د جګړې تر پای تهرسېدو دا شبکه وتړله او څرګندوي، چې خپرونې یې د دوی ملي امنیت ته ګواښ دی.

الجزیرې ویلي: د اسرائیلي ځواکونو دا کار یوه وحشیانه هڅه ده او دا تور، چې شبکې د اسرائیلو امنیت ته ګواښ رامنځته کړی؛ خطرناک او خندوونکي درواغ دي، چې خبریالان یې له خطر سره مخ کړي دي. دوی حق لري، چې په دې اړه قانوني ګامونه پورته کړي.

دغې شبکې په غزه کې د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو نیوکه کړې، چې د دې جګړې په بهیر کې یې راپورونه وړاندې کړي دي.

نتانیاهو د کابینې له ګډې رایې وروسته ټولنیزو رسنیو ته وسپارل، چې د الجزیرې هڅوونکې هڅې به په اسرائیلو کې وتړل شي.

د حکومت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو د مخابراتو وزیر د “سمدستي عمل کولو” امرونه لاسلیک کړي؛ خو لږ تر لږه یو وکیل، چې د بندیدو ملاتړ یې څرګند کړ ویلي، چې الجزیره اوس هم هڅه کولی شي په محکمه کې یې د بندېدا مخه ونیسي.

د اسرائیلو په دې هڅه کې د الجزیرې د دفترونو تړل، د نشراتي وسایلو ضبطول، د کیبل او سپوږمکۍ شرکتونو څخه د خپرونو پرې‌کېدا او د اوبپاڼو بندول شامل دي. په دې کې د الجزیرې د غزې له خپرونو یادونه نده شوې.

د اسرائیلو د سپوږمکۍ او کیبل ټلویزیون چمتو کوونکیو د حکومت له پرېکړې وروسته د الجزیرې خپرونې وځنډولې.

په دې اړه د قطر حکومت کومه رسمي تبصره نده کړې.

دې شبکې تېره میاشت نیوکه وکړه، چې په اسرائیلو کې د الجزیرې د تړلو لپاره سیستماتیکې هڅې روانې دي.

قطر په ۱۹۹۶ز. کال کې الجزیره جوړه کړه او دا د خپل نړیوال پروفایل پیاوړي کولو لپاره خپله تګلاره بولي.

دې خپرونې څرګنده کړې: د الجزیرې رسنۍ دغه جنایتکارانه عمل، چې بشري حقونو او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حق تر پښو لاندې کوي پر کلکو ټکو غندي او خپلو نړیوالو لیدونکیو ته د خبرونو او معلوماتو چمتو کولو روان ساتل خپل حق بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د الجزیرې پر بندولو نیوکه کړی ده.

دې سر چینې په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ په اسرائیلو کې د الجزیرې د بندولو لپاره د اړوند کابینې پر پرېکړه خواشینی یوو. یوه آزاده او خپلواکه رسنۍ د شفافیت او حساب ورکوولو د تضمین لپاره اړینه ده. اوس له غزې څخه د راپور ورکولو په اړه نور هم بندیزونه سخت شوي. د بیان ازادي یو اساسي بشري حق دی. مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې لګېدلي بندیزونه لغو کړي.

د اسرائیلو پارلمان تېره میاشت یو قانون تصویب کړ، چې په اسرائیلو کې د ملي امنیت د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ خپرونې لنډمهاله تړل کیږي.

دا قانون نتانیاهو او د هغه امنیتي کابینې ته اجازه ورکوي، چې په اسرائیلو کې د خپرونو دفترونه د ۴۵ ورځو لپاره وتړي او شونې ده، چې د جولای تر پایه یا په غزه کې د لویو پوځي عملیاتو تر پایه پورې وغځول شي.

قطر، چې د حماس څو سیاسي مشران په کې میشت دي؛ هڅه کوي په غزه کې د جګړې د درولو لپاره د اوربند او د یرغمل خوشې کولو د تړون منځګړیتوب وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!