Connect with us

تازه خبرونه

بیات بنیاد افغان ماشومانو ته د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې اپلیکیشن رامنځته کړ

خپور شوی

د

 بیات بنسټ (www.bayatfoundation.org) په افغانستان کې د یوه ستر خیریه بنست په توګه، چې د بیات ګروپ (www.bayat-group.com) غړیتوب هم لري؛ نه یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره ډاډمنې هڅې کوي، بلکې د افغان ماشومانو د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې او پراختیا لپاره یې یو نوی نوښت هم رامنځته کړی دی.

د دې پروګرام موخه د ماشومانو د لومړنیو کلونو د اړتیاوو په اړه د پوهاوي لوړول او همدارنګه د میندو او پلرونو ځواکمن کول او هڅول دي، چې خپلو ماشومانو ته په ژوندانه کې غوره پیل رامنځته کړي.

دا له نوښته ډک اپلیکیشن “زه او ماشوم مې” نومیږي؛ میندې او پلرونه هڅوي، چې له خپلو ماشومانو سره ډېر ښه چلند او غوره اړیکې ولري او د یو لړ لوبو پر تر سره کولو یې کړنې سمې او ډادمنې کړي. لکه:  وینم دې، چې اغېز یې د علم له مخې هم د ماشوم په وده کې پوره روښانه دی.

د بیات بنیاد اجرائیوي مشره فاطمه لیا بیات څرګندوي: ماشومان د ژوندانه له پیله لومړی مینې، بیا پالنې، پاملرنې او څارنې ته اړتیا لري، چې مغزي وده یې رامنځته او وړتیاوې یې لوړې شي. “زه او ماشوم مې” نومی اپلیکیشن د والدینو لپاره معلومات چمتو کوي، چې ماشومان ورته د ژوندانه په لومړنیو او له ارزښتونو ډکو کلونو کې ډېره اړتیا لري. علم او پوهه ښیي، چې همدا د اړیکو او خبرو اترو کوچنۍ شېبې دي، چې په ځانګړي توګه په خورا سختو شرایطو کې بدلون را منځته کوي.

دا اپلیکیشن په آی‌اواس(iOS) او انډرایډ (Android) عاملو سیسټمونو کې پر دري او پښتو دواړو ژبو وړیا شتون لري او حتا په پخواني او ټیټ ګرځند کې د کارولو وړ دی. دغه راز ډېري بنسټیز معلومات په ټولنیزو رسنیو، ایس ایم ایس، راډیو، ټلویزیون، چاپي او ډیجیټلي رسنیو کې هم د لاسرسي وړ دی.

د بیات بنیاد له بنسټ ایښودونکیو مشرانو څخه یو هم ډاکټر احسان بیات دی، چې وایي؛ هر افغان ماشوم پرته له دې، چې په کوم ځای کې اوسیږي؛ حق لري، چې په ژوندانه کې یو غوره پیل، پیل کړي.

هغه زیاته کړې: ښوونه او روزنه له ډېر وخت راپدیخوا د بیات بنیاد لپاره لومړیتوب لري او د “زه او ماشوم مې”  میندې او پلرونه ځواکمنوي، چې له خپلو ماشومانو سره د دوی بشپړو وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وکړي. په ځانګړي توګه په هغو ټولنو کې، چې د پوهاوی کچه په کې راټیټه او یا معلوماتو ته لاسرسی ورته محدودیت ولري؛ دا اپلیکیشن د لاسرسي وړ آسانه معلومات چمتو کوي، چې د افغانانو له ژوندانه سره بشپړ مطابقت هم لري.

د “زه او ماشوم مې” اپلیکیشن منځپانګه د ټولنې، نړیوالو نورمونو، جندر او والدینو د رول او همدارنګه په افغانستان کې د ځانګړیو دیني، فرهنګي او چاپېریالي عواملو د ژورې بشرپوهنې د شننو پر بنسټ ولاړه ده. بیات بنیاد د آسترالیا د سیډني پوهنتون د دماغ او دماغي مرکز په همکارۍ د آسترالیا له مینډرو فاونډیشن سره ملګرتیا لري او ډاډ ترلاسه کوي، چې د عصبي علومو او والدینو عصري کړنې له افغان دودونو سره یوځای داسې چاپېریال رامنځته کوي، چې له هر ماشوم سره عالي، ادراکي او احساساتي وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وشي.

د بیات بنیاد په اړه معلومات:

بیات بنیاد، چې په امریکا کې میشت خیریه بنسټ دی؛ له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راپدیخوا د افغانانو د ودې، پرمختګ او هوساینې لپاره کار کوي. د دغه بنسټ بنسټوال احسان الله بیات او فاطمه لیا بیات دي او دغه بنسټ په افغانستان کې د ځوانانو، ښځو، بېوزلو او بوډاګانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰۰ پروژې تر سره کړي دي. په دې پروژو کې د ١٤ زېږنتونونو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه پورې يې د درې ميليون ميندو او ماشومانو درملنه کړې ده.

دا پروژې په اړمنو سیمو کې پلې شوي او د بېخبناوو پر جوړولو سربېره یې د روغتیا، پوهنې، اقتصاد، سپورټ او فرهنګ په وده کې داډمن ګامونه پورته کړي دي.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان‌الله بیات په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د افغان بېسیم شرکت جوړ کړ. دا په افغانستان کې لومړنی بیسیم مخابراتي شرکت دی، چې جی‌اس‌ام (GSM) او انټرنیټی مخابراتي خدمات وړاندې کوي. څه موده وروسته په ۲۰۰۵ کال کې يې د آريانا راډيو او ټلوېزيون نړیواله شبکه، آريانا راډيو (۹۳.۵اف‌ام)، ۲۰۱۴ کې آریانا نیوز، ټولنیزې شبکې او بیا یې د بیات رسنیز مرکز جوړ او رامنځته کړ.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!