تازه خبرونه
اسلامي امارت هند ته د دیپلوماتیک حضور امنیتي ډاډ څرګند کړ
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي هند ته ډاډ څرګند کړ، چې د دیپلوماتیک حضور په صورت کې به یې د د دیپلوماتانو امنیت خوندي شي او دې مسلې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
اسلامي امارت له هیڅ هېواد سره دښمني نه غواړي او له ټولو هېوادونو سره مثبت چلند د ځان حق بولي.
مولوي متقي یوې هندي رسنۍ سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې؛ که د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې خپل ډيپلوماتيک تاسيسات بېرته پرانيزي، د ديپلوماتانو او د هغوى د سفارتونو لپاره به ډاډمن امنيت برابر کړي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان متقي ډيلي ته ډاډ څرګند کړ، چې هند کولی شي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې او سوداګریزې الوتنې تنظیم کړي. مونږ هم غواړو، چې له هند سره خپلې د لوړې کچې سوداګریزې اړیکې پراخې او پالنه یې وکړو.
دغه راز مولوي متقي هند ته دا ډاډ ورکړ؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان د هند پر ضد وکارول شي او هند کولی شي، چې خپل دیپلوماتیک حضور پیل او له افغانانو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا اسلامي امارت به هند ته ډاډ ورکړي، چې پاکستان به د لشکرطیبه او جیش محمد په څیر ډلې د هند پر خلاف ونکاروي؛ ویلي: افغانستان به د پاکستان په نیابت د هند او ډیلي پر ضد ونکارول شي؛ ځکه، نو نوی ډيلي په افغانستان کې دیپلوماتیکي چارې له سره پیلولی شي.
مولوي امیرخان متقي په ډاګه کړې؛ تر هغه ځایه، چې د افغانستان خبره ده؛ مونږ نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به کومه ډله د بل هېواد پر ضد ونکاروي او په راتلونکي کې به هیچا ته اجازه ورنکړ شي، چې د نورو خاوره د افغانستان پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی له هغو ناراضه سیاسي شخصیتونو څخه، چې اوس یې په بهر کې ژوند کول غوره کړي؛ غواړي، چې خپل هر راز ملاحظات له اسلامي امارت سره شریک کړي او په افغانستان کې د بهرنیانو د لاسوهنې لپاره زمینه برابره نکړي.
هغه وایي: مونږ په دې وروستیو کې یو کمیسیون جوړ کړی، چې افغانستان ته د سیاسي شخصیتونو د راستنیدو شرایط برابر کړي. خپل ژوند او کار ته دې بیا راستانه شي. که څوک ملاحظه لري له اسلامي امارت سره یې باید شریکه کړي نه دا،چې په افغانستان کې د بهرنیانو لاسوهنې ته زمینه برابره کړي.
مولوي متقي وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له بشري حقونو څخه سرغړونې د اکثرو امارت ضد رسنیو له لوري خپرې شوې اوازې دي.
امیر خان متقي څرګنده کړې؛ اوسمهال د افغانستان په زندانونو کې هیڅ ښځه د سیاسي دلایلو او د اسلامي امارت پر ضد د غږ پورته کولو په خاطر د زندان شپې نه سبا کوي.
هغه وایي: مونږ له اروپايي ټولنې، امریکا او قطري هېوادونو سره خبرې وکړې، د دغو هېوادونو سفیرانو او استازو هم په کابل کې سره وکتل، ستونزې شته چې حل شي، خو موږ نه غواړو چې په افغانستان کې د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او بشري حقونو وضعیت د رسنیو د رپوټونو په بنسټ و ارزول شي. هیڅ ښځینه د سیاسي دلایلو او د اسلامي امارت پر ضد د غږ پورته کولو له امله زندان ته نه ده اچول شوې. اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته په پوره درناوي ژمن دی.”
که څه هم په تېرو لس میاشتو کې شاوخوا شل هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه او سیاسي ماموریتونه بېرته پرانیستي او د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راپدیخوا د سیمې په ګڼو هېوادونو کې دیپلوماتیکې استازولۍ لري؛ خو هېڅ هېواد په رسمي توګه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه پېژني او مشروعیت یې ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ لخوا اسلامي امارت ته د ټولګډونه حکومت جوړول، بشري حقونه، د ښځو حقونه او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو بیا پرانستل د شرطونو په توګه وړندې شوي دي.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
لوبی5 days agoافغانستان له ایرلنډ سره په ۵۰آوریز لوبلړۍ کې د خپلې نړیوالې درجې د پیاوړتیا په لټه کې دی
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
