Connect with us

تازه خبرونه

پنټاګون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جګړې په اړه مسوده رد کړه

خپور شوی

د

د امریکا د دفاع وزارت ځینو چارواکو تائید کړې، چې د افغانستان په جګړه کې د پوځي هڅو په اړه د دغه وزارت د راپور مسوده د پنټاګون د لوړپوړیو چارواکو لخوا د محدودیتونو له کبله رد شوې ده.

د پنټاګون دغو چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په جګړه کې د دغه هېواد د پوځ د کړنو په اړه څېړنه کوي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د پنټاګون د اړوند راپور مسوده د دغه وزارت د لوړپوړیو چارواکو لخوا د محدودیتونو له کبله رد شوه.

د دغه راپور له مخې، په دې مسوده کې یوازې د تېرو ۱۸ میاشتو افغان جګړې ته پام راګرزول شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې، لوړ پوړیو چارواکو د راپور د بیاکتنې غوښتنه وکړه، چې نور معلومات او توضیحات هم راونغاړي؛ د لومړنۍ ارزونې راپور هر اړخیز او نور هعم پراخه کړي.

په دې وروستیو ورځو کې یوه نوې مسوده بیا خپره شوه؛ خو چارواکو ویلي، چې تر دې دمه د راپور د  بشپړېدو په اړه څه ویل شوي ندي.

د پنټاګون چارواکو دا ونه ویل، چې د راپور له مسودې څخه څه پاتې دي؛ خو وایي هغه څه، چې چمتو شوي محدود دي.

د ولسمشر د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز لوړ پوړی مرستیال سیت جونز، چې په واشنګټن کې د فکر کولو خونه ده ویلي، هیله من دی؛ هغه څه، چې د ټینګار وړ ګرزي عامه نشي.

په افغانستان کې پخواني پوځي سلاکار جونز ویلي: که حکومت محرم مواد خپاره کړي؛ دا به له سیاسي پلوه زیانمن کړي او دا به یوه لویه ستونزه ښي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د خپل رول په اړه داخلي بیاکتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ اوس یې په اړه څه ویلی نشي؛ خو هیله من دی، چې وروستی راپور به څومره، چې ممکنه وي روښانه شي.

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

په بانکونو کې د خلکو سپماوې زیاتې شوې – د افغانستان بانک

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

Published

on

د افغانستان بانک ويلي، سږ کال په بانکونو کې د خلکو د سپماوو کچه لوړه شوې او د هېواد په بانکي سکټور کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د دغه بانک د عالي شورا په غونډه کې ویلي، چې د سپماوو زیاتوالی د بانکي سکټور د ثبات د پیاوړتیا او د هېواد پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتېدا ښکارندوي کوي.

په دې غونډه کې د هېواد د پولي سیاستونو، د بانکي سکټور د وضعیت، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا، د برښنايي بانکدارۍ د پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتېدا په اړه بحث او څېړنه شوې ده.

دغه راز خالد د اغېزمنو پولي سیاستونو پر پلي کولو، د بانکي سکټور د اوسني وضعیت پر ارزونه، د اسلامي بانکدارۍ د پراختیا لپاره د هڅو پر دوام او مالي خدمتونو ته د خلکو د پراخ لاسرسي د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.

هغه د افغانیو د ارزښت او ثبات په اړه ویلي؛ افغانۍ په تېر یوه کال کې سره له دې، چې د نړۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ وه، د سیمې او نړۍ د ډېرو اسعارو پر پرتله خپل ثبات ساتلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا وضعیت د افغانستان بانک د سنجول شویو او موخو لرونکو پولي سیاستونو د پلي کولو پایله ده.

#آریانانیوز #افغانستان #دافغانستان‌بانک #بانکي‌سکټور #افغانۍ #بانکداري

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!