تازه خبرونه
افغانستان او امریکا د کنګل شوې پانګې د آزادېدو لپاره غونډه کړې
د افغانستان او امریکا استازیو په تاشکند کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، اقتصادي ثبات، بشري مرستو او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو په اړه غونډه کړې.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره سم د افغانستان بانک څه باندي نهه میلیارد دالر پانګه د امریکا لخوا د کنګل کېدو ترڅنګ د هېواد بانکي او اقتصادي نظام په وړاندي د سیمي او نړۍ په مارکیټونو کې ګڼې ننګونې رامنځته شوې دي.
که څه هم د اسلامي امارت مسوولینو تل د دې ستونزو د هواري خبرې کړي، خو اوس هم دا ستونزه پخپل ځای ده .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د تاشکند د ناستې په څنډه کې د دې وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي پر مشرۍ یوه پلاوي له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو، اقتصادي ثبات او د بشري مرستو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تویت کړی، چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت چارسمبالي، د دغه وزارت مرستیال، د افغانستان بانک مرستیال او د افغانستان بانک تخنیکي ډلې ګډون کړی و.
د افغانستان بانک تخنیکي ډلې د امریکا د خزانې وزارت د مرستیال پر مشرۍ له تخنیکي ډلې سره هم ځانګړې بحثونه او خبرې کړې دي.
د خصوصي سکتور غړيو ويلي، که د افغانستان بانک کنګل شوې پانګه آزاده شي د هېواد په اقتصادي وضیعت به خورا مثبته اغېزه ولري.
د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالجبار ساپی وایي: د پیسو له آزدېدو سره د افغانستان اوسنی بانکي بحران حل او د هېواد سوداګریز نظام پخپلو پښو دریږي. هیله لرو، چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا د دې ستونزې په اوارۍ کې سره هوکړې ته ورسیږي.
اقتصادي کار پوهان د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د آزادېدو لپاره د تاشکنډ غونډه تر ټولو مناسب فرصت و او زیاتوي، چې اسلامي امارت د خپل هېواد مالي او اقتصادي ستونزو د اوارۍ لپاره باید د امریکا سره خبرې وکړي، چې د افغانستان میلياردونه دالر پانګه بېرته د هېواد اقتصادي بهیر ته دننه شي.
دوی زیاتوي، چې د دې پانګې له آزادېدو سره د افغانستان بانکي اعتماد په نړیواله کچه بېرته ښه کیدای شي.
اقتصادي شنونکي عبدالقادر جېلاني ویلي: د افغانستان اسلامي امارت ته د هېواد د کنګل شويو نهه نیم میلیارد دالرو پانګې د آزادېدو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا اوس دی؛ له دې سره د هېواد بانکي اعتبار هم لوړیدا شي او نړی باید د افغانانو د دې پانکې د آزادولو په برخه کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه په ځلونو له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شوې پانګې بېرته آزادول غوښتي، چې هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغورل شي.
د کار پوهانو په باور د افغانستان د پانګې له آزدېدو سره د افغانستان اقتصادي نړیوال تعاملات عادي حالت ته راتللی شي.
تازه خبرونه
د کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د دې وزارت د چارواکو او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت د مسوولانو ترمنځ په لیدنه کې د تړون د ټولو ژمنو د پلي کېدو ترڅنګ د دې پروژې د کاري بهیر پر چټکتیا هم ټینګار شوی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په کابل کې د چین له سفیر، د MCCT شرکت له عمومي رییس، د مس عینک د پروژې د قراردادي شرکت MJAM له رییس او د هغوی له مل پلاوي سره بحث او خبرې کړې دي.
دواړو لوریو د دې کان د قرارداد د ځینو ژمنو د نهپلي کېدو او د دې پروژې د پرمختګ د بهیر په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د MCCT شرکت مسوولانو په دې ناسته کې ژمنه کړې، چې پاتې چارې به د قرارداد له مادو سره سم بشپړې کړي او د پروژې د کار بهیر به چټک کړي.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر ټینګار کړی، چې قراردادي شرکت باید د قرارداد ټولې ژمنې او مکلفیتونه بشپړ پلي کړي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي.
د یادونې ده، چې د مس عینک پروژه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګهونې یوه ستره پروژو ده، چې قرارداد یې له یوې چینایي کمپنۍ سره لاسلیک شوی دی.
تازه خبرونه
تحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
تازه خبرونه
د اوبو او انرژي وزیر د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له چارو لیدنه وکړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
د اوبو او انرژي وزیر محمد یونس آخوندزاده او مرستیال یې مجیبالرحمن عمر آخوندزاده تخار ولایت ته په سفر کې د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي ریيس اسدالله حامد پر ملتیا؛ د تخار ولایت په ینګيکلا ولسوالي کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر لیدنه وکړه او اړوند مسوولانو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت ته په خپل دې سفر کې د دشتکلا ولسوالي له آیخانم بندر څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسوولانو ته ویلي، چې په دې برخه کې دې هم د تحکیماتو پروژې چارې پیل شي.
دغه راز د اوبو او انرژي وزیر د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د کښتنۍ کوکچې د اوبو ګرځولو بند له سیمې څخه هم لیدنه کړې او د سپینزر شرکت د مسوولانو هغه طرحه یې وارزوله، چې له کوکچې څخه دې اوبه د کندوز ولایت ابدان دښتې ته ولېږدول شي.
-
سوداگري2 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
تحول4 days agoتحول: د ایران په اړه د ټرمپ متضادې څرګندونې
-
تازه خبرونه4 days agoد کورنیو چارو او کار وزیرانو د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري3 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
تازه خبرونه3 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
تازه خبرونه3 days agoد مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ رسنۍ دې د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې فعالیت وکړي ـ اسلامي امارت
