Connect with us

تازه خبرونه

د شانګهای غړیو هېوادونو له افغانستان سره پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۹, ۱۴۰۱

په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو ټولنې د غړیو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیران له افغانستان سره  پر بشري، سیاسي وضعیت او سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ راوڅرخېدل.

د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د جمعې پر ورځ د جولای پر نهه ویشتمه په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو د چارسمبالي  وزیر ولادیمیر ناروف په کوربتوب او د روسیې، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د دې ټولنې د سرمنشي جانګ مینګ په ګډون جوړه او تر سره شوه.

دا په افغانستان کې له سیاسي بدلونونو وروسته د شانګهای لومړۍ غونډه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، هغه لویې ستونزې، چې اسلامي امارت په تېرو ۱۱ میاشتو کې ورسره مخ و، مخ پر کمېدو او له ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې مخ پر ښه کېدو دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او له پاکستان او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه د خبرو لپاره ښه فرصت راغلی دی.

نوموړي ویلي: په افغانستان کې له نویو سیاسي تحولاتو سره د افغانستان ټولو ګاونډ او د سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره په ګډه کار وکړي. مونږ د افغانستان د ریل پټلۍ په برخه کې په ګډه کار کوو او هغه فرصتونه، چې د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره شته باید ګټه ترې واخیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو په ګډون د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای غونډې په څنډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي سره هم غږیدلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ويلي، د هېواد دریځ یې د شانګهای له نورو غړیو سره ډېر نږدې دی او مسکو په افغانستان کې د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ د دغه هېواد له نوي مشرتابه سره کار کوي.

هغه څرګنده کړې؛ مونږ له خپلو ازبک ملګرو سره د افغانستان پر اوسنیو واقعیتونو د پوهېدو په برخه کې ډېر نږدې دریځ لرو او د همدغو واقعیتونو پر بنسټ له اوسني مشرتابه سره کار کوو.

د شانګهای همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د نورو غړیو هېوادونو د نښلولو پر مسلو سربېره له امریکا څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده کړي او د افغانستان بانک ته یې وسپاري.

 د شانګهای ټولنې غړیو همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت، د ښځو د کار او زدکړې او اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د ټولو اتباعو حقونو درناوي ته ځان ژمن ګڼي او تل یې په حکومت کې د اصلاحاتو په راوستلو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، چې د شانګهای همکارۍ ټولنې نهه دايمي غړي او پېنځه څارونکي هېوادونه لري، چې په خپلو غونډو کې د غړیو هېوادونو د همکاريو د پياوړتيا او پرمختګونو په اړه خبرې اترې کوي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!