تازه خبرونه
په کابل کې د امریکا پر هوايي برید د القاعده مشر الظواهري ووژل شو – د جوبایدن ادعا
د امریکا ولسمشر جوبایدن د دوشنبې پر ورځ ویلي، امریکا په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنه د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې لپاره تر ټولو لوی ګوزار وباله.
د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ هغه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په همغږي کولو کې مرسته کړې وه، چې شاوخوا درې زره کسان یې ووژل.
الظواهري یو مصری جراح و، چې پر سر یې ۲۵ میلیون امریکایي دالر انعام ایښودل شوی و.
امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي، الظواهري د یکشنبې پر ورځ سهار ۶:۱۸ بجې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر بایدن په یوه ویدیو څرګندونه کې وایي: د شنبې پر ورځ د امریکا پوځ زما د سپارښتنې له مخې په افغانستان – کابل کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ، چې په دغه برید کې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو.
بایدن دا هم ویلي، چې له دقیقو پلټنو او د القاعدې د مشر د دریځ له معلومولو وروسته یې له برید یوه اوونۍ مخکې د الظواهري د پر نښه کولو په اړه وروستۍ پرېکړه کړې وه.
د امریکا ولسمشر بایدن د امریکا په هوايي برید کې د الظواهري د وژل کېدو په اړه وایي: عدالت پر ځای شو! که هر څومره وخت تېر شي او که په هر ځای کې پټ شئ، که زمونږ خلکو ته خطر پېښ کړئ، امریکا به مو پیدا او له منځه یوسي… مونږ هیڅکله پر شا تګ نکوو.
د بایدن د څرګندونو له مخې؛ په دغه برید کې د الظواهري د کورنۍ غړي ندي وژل شوي او ملکي زیان هم نلري.
بایدن ټینګار کړی؛ امریکا به هیڅکله اجازه ورنکړي، چې افغانستان د ترهګرو پر پټنځي بدل شي.
نوموړي په ډاګه کړې: هغه د څو لسیزو لپاره د امریکا پر ضد د بریدونو طراح پاتې شوی او د امریکا د د ګټو خلاف یې د امریکا د وګړيو، کارکوونکيو او دیپلوماتانو د وژلو هڅه کړې وه.
بایډن ویلي، چې الظواهري په کینیا او تانزانیا کې پر امریکايي موخو او سفارتونو هم بریدونه کړي وه.
د امریکا استخباراتو د ډېرو استخباراتي جریانونو له لارې په پوره باور په ډاګه کړې، چې وژل شوی سړی الظواهري و. د یادې ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي؛ هغه په کابل کې د یوه “خوندي کور” په برنډه یا بالکون کې ووژل شو، چې نور ځاني زیان نلري.
رویترز راپور ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې څو ځلې د الظواهري د مړینې اوازې خپرې شوې وې او له ډېر وخت راپدیخوا د هغه د ناروغۍ په اړه راپوونه ورکړ شوي وه.
دا څارګر برید د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشت راپدیخوا، چې له دغه هېواده د امریکا پر مشرۍ بهرنيو پوځیانو او دیپلوماتانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکا لومړنی ښکاره برید دی.
رویترز څرګنده کړې، چې د هغه مړینې پوښتنې راپورته کړي، چې آیا الظواهري د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له نیولو وروسته دا پټنځی ترلاسه کړی او که پخوانی دی.
د امریکا د ولسي جرګې د دایمي انتخابي کمېټې مشر آدم شیف ویلي: طالبان باید په کابل کې د الظواهري د حضور ځواب ورکړي؛ ځکه دوی نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې دوی به القاعده ترهګرو ته خوندي پټنځي نه ورکوي.
د ولسمشر جو بایډن له دې څرګندونو څو ګړۍ مخکې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړه، چې د کابل د شېرپور د اړوند سیمې پر استوکنځي د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې برید کړی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې د دې برید بڼه په لومړیو کې ناڅرګنده وه؛ خو امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو لومړنیو څېړنو کې يې دا وموندله، چې یاد برید د امریکا څارګرې یا بې پیلوته الوتکې ترسره کړی دی.
هغه دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا د دوحي له تړون او نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
مجاهد په ډاګه کړې؛ دا ډول کړنې د تېرو شل کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی، چې د دا ډول کړنو تکرار به دواړو لوریو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي او ناوړه پایلې به ولري.
د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه د امریکا د ولسمشر جوبایدن د دې ادعا په اړه، چې په دې برید کې ایمن الظواهري وېل شوی او کنه؛ جزئیات ندی ورکړي؛ خو له برید وروسته کورنیو چارو وزارت د خپلو لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي وه، چې د کابل ښار د شېرپور د اړوند سیمې پر یو تش کور توغندی لګېدلی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور په کابل کې یوې غونډې ته د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو د استازو په حضور کې د ۱۵۱.۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت لسګونه سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیبالرحمن شېرزاد د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
دغه راز د ازبکستان د صادروونکو ټولنې مشر یارقین ملکوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه، چې پخوا ۸۰ میلیون ډالره وه؛ اوس له یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.
همدارنګه نوموړي په افغانستان کې پانګونې او د ګډو شرکتونو جوړولو ته د ازبکستاني سوداګرو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغو هوکړهلیکونو لاسلیک په داسې حال کې کېږي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم ازبکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره د کرنې او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنې دفاع ته چمتو دي – فصیحالدین فطرت
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پرمختللیو وسلو په کارولو کې روزنه او عصري پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی د وسلهوالو ځواکونو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
هغه ویلي؛ د پیاوړي پوځ د جوړولو موخه پر نورو هېوادونو تېری نه، بلکې د احتمالي تېري او زور زیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.
فطرت د پاکستان لهخوا د سرحدي لارو د تړل کېدا په اړه ویلي، چې دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر مهال یې پرانیزي؛ خو اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی.
نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځه کلونو کې له امنیت او آرامۍ برخمن پاتې دی او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی دی؛ خو ځینې هېوادونه دا وضعیت نهشي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، د اسلامي امارت دروازې د مخالفانو پر مخ پرانیستې دي او هغوی کولای شي هېواد ته راستانه شي؛« آرام او له عزته ډک» ژوند غوره کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه کسان یو ځل بیا د بهرنیانو پر لارښوونه د پاڅون هڅې وکړي؛ له مجهزو وسلهوالو ځواکونو سره به مخ شي.
فطرت د پاکستان د چترال د غرونو د هغو ویډیوګانو په اړه هم غبرګون ښودلی، چې د بدخشان د سیمو پر نوم خپرې شوې دي.
هغه ویلي، د بدخشان په غرونو کې هیڅوک شتون نهلري؛ امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.
نوموړي مخالفې جبهې نمایشي بللي او څرګندوي، چې غړي یې د بهرنیانو پر لارښوونه په پاکستان کې میشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا نهلري.
هغه ډاډ ورکړی، چې وسلهوال ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د آزاد ژوند مخه ونیسي.
تازه خبرونه
آلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه د شنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه) په برلین کې یوې غونډې ته له اسلامي امارت سره د« بشري او تخنیکي تعامل» غوښتنه کړې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه باید د خلکو وضعیت د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
ټوبیاس کراوزه په دې غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د بشري اړتیاوو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
دې آلماني چارواکي د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره له اسلامي امارت سره د «بشري او تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې روانې وساتل شي.
دا غونډه د« افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې جوړه شوې وه.
ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر راتلونکي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
-
نړۍ5 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ5 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه11 hours agoد افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه5 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
