تازه خبرونه
بیات پاور د هېوادنۍ برښنا د تولید کچه پراخول غواړي
بیات پاور په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید یوازنی شرکت دی، چې غواړي د هېوادنۍ برښنا د تولید کچه پراخه او لوړه کړي.
د بیات پاور استازي لطف الله ستانکزي په کابل کې د انرژۍ په اړه په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې؛ دغه شرکت په پام کې لري، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولیدي سکتور د پراختیا لپاره نور توربینونه هم فعال کړي.
هغه ویلي؛ دغه شرکت ژمن دی، چې له حکومت سره د انرژۍ د خوندیتوب په برخه کې کار وکړي او په افغانستان کې د انرژۍ سکتور پر ځان بسیا کېدو ته لار اواره کړي.
دغه یوه ورځنۍ غونډه، چې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو، د بهرنیو هېوادونو استازیو او د خصوصي سکتور غړیو په کې برخه اخیستې وه؛ د انرژۍ او اوبو په اړوند بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جلبولو لپاره جوړه شوې وه.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اسلامي امارت د هېواد پرمختګ او پر ځان بسیاینې ته ژمن دی؛ خو له خلکو يې وغوښتل، چې زغم او صبر ولري؛ ځکه دا هېواد باید مونږ پخپله جوړکړو.
هغه په ډاګه کړې، چې افغانستان یو بډایه هېواد دی او د پانګونې ښه فرصتونه لري.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اوبو د اغېزمن مدیریت او د خلکو لپاره د کافي انرژۍ تولید ته پوره ژمن دی.
هغه ویلي؛ دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې، چې پانګوالو ته د انرژۍ او اوبو په برخو کې شته فرصتونه په ډاګه شي او اسلامي امارت په دې برخه کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال او آسانتیاوې رامنځته کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد خپلواکي وساتل شي او له طبیعي زېرمو ګټه واخیستل شي.
هغه ویلي؛ بیات پاور اوسمهال ۴۰ میګاواته برښنا تولیدوي او هیله من دی، چې تولیدات یې زیات شي.
شهاب الدین دلاور وایي: مونږ د شرکت له دې پرېکړې هرکلی کوو.
د بیات پاور شرکت استازی لطف الله ستانکزي وایي؛ دغه شرکت د کانونو او پترولیم وزارت، افغان ګاز شرکت او برښنا شرکت په ګډون د دولتي ادارو د مشارکت ډاډمنه پایله ده.
لطف الله ستانکزي له اسلامي امارت وغوښتل، چې له اوسنیو پانګوالو سره د دغه شرکت د فعالیتونو د دوام او د لا زیاتو پانګونو د جلبولو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه له مسوولینو وغوښتل، چې د بیات پاور په ګډون خصوصي بنسټونو ته د برښنا شرکت لخوا پر وخت آسانتیاوې برابرې کړي، چې د پانګونې لپاره ښه چاپېریال رامنځته شي. له غوره مالیاتي پالیسیو سره پانګونې ته وده ورکول؛ د عملیاتي لګښتونو کمول او په دولتي ادارو کې د روڼتیا زیاتوالي ته پام راواړول شي.
همدارنګه یې له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې دولت دې د افغان ګاز د تصدۍ له لارې د بشپړ ملاتړ ډاډ ملاتړ ورکړي، چې دغه اداره فعاله پاتې شي او پاک ګاز برابر کړي.
په دې غونډه کې د بیات پاور د پوره ډاډ لپاره دا ځای کېکاږئ.
تازه خبرونه
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۱۵۱ میلیون ډالرو سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان او ازبکستان خصوصي سکټور په کابل کې یوې غونډې ته د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو د استازو په حضور کې د ۱۵۱.۱۶ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت لسګونه سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو برخو په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال مجیبالرحمن شېرزاد د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه بللې او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
دغه راز د ازبکستان د صادروونکو ټولنې مشر یارقین ملکوف ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه، چې پخوا ۸۰ میلیون ډالره وه؛ اوس له یو میلیارډ او ۸۰۰ میلیون ډالرو اوښتې ده.
همدارنګه نوموړي په افغانستان کې پانګونې او د ګډو شرکتونو جوړولو ته د ازبکستاني سوداګرو لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغو هوکړهلیکونو لاسلیک په داسې حال کې کېږي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د افغانستان یو پلاوی هم ازبکستان ته تللی او د هغه هېواد له چارواکو سره د کرنې او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنې دفاع ته چمتو دي – فصیحالدین فطرت
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د دفاعي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، وسلهوال ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
فطرت زیاته کړی، چې افغانستان د مجاهدینو د مبارزې او سرښندنو په پایله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د دې خپلواکۍ د ساتنې لپاره مجهز، مسلکي او خپلواک پوځ ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پرمختللیو وسلو په کارولو کې روزنه او عصري پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی د وسلهوالو ځواکونو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.
هغه ویلي؛ د پیاوړي پوځ د جوړولو موخه پر نورو هېوادونو تېری نه، بلکې د احتمالي تېري او زور زیاتي پر وړاندې د افغانستان دفاع ده.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د پوځ او اقتصاد په برخو کې پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ خو هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان اقتصاد او چارې تر خپلې څارنې لاندې راولي.
فطرت د پاکستان لهخوا د سرحدي لارو د تړل کېدا په اړه ویلي، چې دغه هېواد د صادراتو پر مهال لارې تړي او د وارداتو پر مهال یې پرانیزي؛ خو اسلامي امارت د دې ډول پرېکړو پر وړاندې اقدام کړی دی.
نوموړي ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځه کلونو کې له امنیت او آرامۍ برخمن پاتې دی او په بېلابېلو برخو کې یې پرمختګ کړی دی؛ خو ځینې هېوادونه دا وضعیت نهشي زغملی او د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کوي.
د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، د اسلامي امارت دروازې د مخالفانو پر مخ پرانیستې دي او هغوی کولای شي هېواد ته راستانه شي؛« آرام او له عزته ډک» ژوند غوره کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که دغه کسان یو ځل بیا د بهرنیانو پر لارښوونه د پاڅون هڅې وکړي؛ له مجهزو وسلهوالو ځواکونو سره به مخ شي.
فطرت د پاکستان د چترال د غرونو د هغو ویډیوګانو په اړه هم غبرګون ښودلی، چې د بدخشان د سیمو پر نوم خپرې شوې دي.
هغه ویلي، د بدخشان په غرونو کې هیڅوک شتون نهلري؛ امنیتي او استخباراتي ځواکونه د هېواد په ټولو سیمو کې فعال دي.
نوموړي مخالفې جبهې نمایشي بللي او څرګندوي، چې غړي یې د بهرنیانو پر لارښوونه په پاکستان کې میشت دي او په افغانستان کې د ناامنۍ رامنځته کولو وړتیا نهلري.
هغه ډاډ ورکړی، چې وسلهوال ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د هغوی د آزاد ژوند مخه ونیسي.
تازه خبرونه
آلمان له اسلامي امارت سره د بشري او تخنیکي مرستو پر تعامل ټینګار وکړ
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي ټوبیاس کراوزه د شنبې پر ورځ( د لړم شپاړلسمه) په برلین کې یوې غونډې ته له اسلامي امارت سره د« بشري او تخنیکي تعامل» غوښتنه کړې او څرګندوي، چې نړیواله ټولنه باید د خلکو وضعیت د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
د افغانستان په اړه دا غونډه، چې یو شمېر افغان او آلماني سیاستوالو او کارپوهانو په کې ګډون کړی و؛ د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې ترسره شوې ده.
ټوبیاس کراوزه په دې غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د بشري اړتیاوو ترڅنګ د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت هم د خپلې پاملرنې په لومړیتوب کې وساتي.
دې آلماني چارواکي د بشري مرستو د پروګرامونو د پرمخ وړلو او د افغانستان د وګړو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره له اسلامي امارت سره د «بشري او تخنیکي اړیکو» پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له خلکو سره باید مرستې روانې وساتل شي.
دا غونډه د« افغانستان؛ د یوه پړاو پای؟ د اسلامي امارت له پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید څه وشي؟» تر سرلیک لاندې د جمعې او شنبې پر ورځو په برلین کې جوړه شوې وه.
ګډونوالو په دې غونډه کې د افغانستان پر سیاسي بدلونونو، د بشري حقونو وضعیت، بشري ناورین، د ښځو او نجونو حقونو او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر راتلونکي بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
-
نړۍ4 days agoډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
-
نړۍ4 days agoډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد مسکو فارمټ د افغانستان د ستونزې د حل لپاره تر ټولو مهم سیمهییز جوړښت دی
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان په اړه د ایران د څلور اړخیزو خبرو کوربهتوب
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان کړکېچ د منځنۍ او سویلي آسیا د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي
-
تحول4 days agoتحول: په مسکو فرمټ کې د افغانستان د ستونزو پر حل د روسیې ټینګار
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ډیپلوماسۍ او اسلامي همکاریو ټولنې د هڅو په اړه علمي ناسته تر سره شوه
-
تازه خبرونه4 days agoامریکايي محکمې پاکستان او افغانستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو بهیر ودراوه
