Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د اسلامي امارت د دوه یمې واکمنۍ یو کال پوره شو

خپور شوی

د

یو کال مخکې د زمري د میاشتې پر څلیریشتمه اسلامي امارت له شل کلنې مبارزې وروسته د دوه یم ځل لپاره واک ته ورسېد او جمهوري نظام ړنګ شو.

اسلامي امارت په داسې حال کې، چې له بیا واکمنېدو یې یوازې ۲۰ ورځې تېرې وې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وږي د میاشتې پر ۱۶شپاړسمه نېټه یې خپله چارسمبالې کابینه اعلان کړه؛ خو  په هېواد کې دننه او بهر یې له کبله ګڼ غبرګونونه راوپارول، چې ګواکې ټولګډونه نده.

د چارسمبالي حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني ویلي: تېر کال پدې ورځ د ګوډاګي نظام له سقوط سره سم اسلامي امارت په ناڅاپه توګه د چارو واګې په لاس کې واخیستې، چې الحمدلله اوس له ټولو بندیزونو او مشکلاتو سره سره ډېرې لاسته راوړنې لري.

په هېواد کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو سره ډېری سیاسي مشران، د تېر حکومت لوړ پوړي چارواکي، د ولسي جرګې استازي، د بشري حقونو مدافعین او یو شمېر مدني فعالان له هېواده ووتل او له افغانستان څخه بهر یې پناه واخیسته؛ په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت مشرتابه د وضعیت د کنټرول لپاره د عمومي بخښنې حکم صادر کړی و.

د افغانستان نوی حکومت څلور میاشتنی و، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره پر اسلامي امارت نړیوال فشارونه، سیاسي او اقتصادي بندیزونه پراخه کېدل.

له څلورو میاشتو وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي د لومړي ځل لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره د لیدنې پر مهال له پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان او د ملي مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود سره وکتل او هېواد ته یې ترې د راستنېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان نوی حکومت له ټولو ستونزو سره سره خپل حاکمیت ټینګ کړ او له نهه میاشتو وروسته د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بلنې تر سرلیک لاندې یو کمیسیون جوړ شو او د تېر حکومت یو شمېر لوړپوړيو چارواکو په ګډون لسګونه کسانو ته یې کابل ته د راستنېدو زمینه برابره کړه.

په تېر یو کال کې د ټولګډونه حکومت جوړول، پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول او له بشري حقونو څخه سرغړونه د اسلامي امارت پر وړاندې له مهمو نیوکو څخه شمېرل کېږي.

له افغانستان څخه بهر یو شمېر میشتو سیاسي شخصیتونو هم د یادو مواردو عملي کېدل او د اسلامي امارت مشروعیت هېواد ته د بېرته راستنېدو شرطونه وبلل.

د اسلامي امارت له واکمنۍ لس میاشتې وروسته په کابل کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د شاوخوا درې زره دیني عالمانو په ګډون د دیني عالمانو ستره غونډه جوړه شوه، چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله آخوندزاده د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی او پدې غونډه کې یې وینا وکړه او د افغانستان له ملي رادیو او تلویزیون څخه په غږیزه بڼه خپره شوه. د اسلامی امارت مشرتابه ټینګار وکړ، چې دوی له نړۍ سره تعامل ته چمتو دي؛ خو اسلامی قوانین یې سره کرښه ده.

اسلامي امارت په تېر کال کې په وار وار د افغانستان په کورنیو چارو کې پر بهرنۍ لاسوهنې نیوکه وکړه او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد ستانکزی وايي، چې د افغانستان نوی حکومت اوس خپلواک دی او نور حکومتونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

په افغانستان کي د اسلامي امارت  له بیا واکمنېدو سره سم  د هېواد اقتصادي سکتور د نړیوالو له بندیزونو سره مخ شو او ترڅنګ يې د سیمې او ګاونډ هېوادونو هم د افغانستان له بانکي نظام سره خپلې اړیکې پرې کړې، چې له دې سره په هېواد کې د اقتصادي بهیر د ودرېدو ترڅنګ د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه هم لوړه شوه؛ خو د کابو یوه کال له تېرېدو سره، اسلامي امارت د هېواد اقتصادي ثبات لپاره د ځینو بنسټیزو پروژو د کارونو لړۍ پیل کړه.

له یو کال وروسته د افغانستان نوی حکومت اوس هم د نړیوال مشروعیت له بحران سره مخ دی او تر اوسه پدې ندی توانېدلی، چې په ملګرو ملتونو کې د یوه حکومت په توګه خپل رسمي مقام ترلاسه کړي.

د خصوصي سکتورغړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې په هېواد کې بنسټیزو پروژو ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

دا، چې دا کړکیچ به څومره دوام وکړي؛ وخت به یې ځواب ووايي.

تازه خبرونه

د افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرله‌پسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما

یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوي پلاوي( یوناما) ویلي، په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو اوس هم لویې ستونزې شته، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه نیسي.

یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندیز هم د اسلامي امارت له مثبتو اقداماتو څخه بللی دی.

د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، چې افغانان له کلونو جګړو وروسته سولې او امنیت ته ډېر ارزښت ورکوي؛ خو د ښه راتلونکي لپاره یوازې د جګړې پای ته رسول بسنه نه‌کوي.

د یوناما په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، امنیتي ستونزې او ترهګریزې اندېښنې اوس هم د افغانستان له مهمو ستونزو څخه دي.

هغې ویلي، افغانستان داسې یوې ټولنې ته اړتیا لري، چې د ټولو خلکو حقونه په کې خوندي وي او ټول افغانان وکولی شي په ټولنیز، اقتصادي او عامه ژوند کې ونډه واخلي.

یوناما له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه راکم کړي او هغوی ته د زده‌کړې، کار او په ټولنه کې د ګډون زمینه برابره کړي.

دې بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د خلکو له بنسټیزو حقونو او آزادیو ساتنه وکړي او د ترهګرۍ او امنیت په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

ملګرو ملتونو ویلي، پر ښځو او نجونو محدودیتونو، پر ټولنیزو زیانونو سربېره د افغانستان اقتصاد ته هم زیان رسولی او په هېواد کې یې نړیوالې همکارۍ او پانګونې له ستونزو سره مخ کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان پر آزادۍ، مدني فعالیتونو، بشري مرستندویه ادارو او د ښځو پر کار محدودیتونو هم له افغانستان سره د مرستو رسولو او همکاریو بهیر ستونزمن کړی دی.

یوناما ټینګار کړی، چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا له افغانانو سره خپلې همکارۍ روانې ساتلي او د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو، سیاسي چارو او بشري حقونو په برخو کې یې فعالیت کړی دی.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل او همکاري روانه وساتي او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له افغانانو ملاتړ وکړي.

یوناما وايي، وروستی هدف دا دی، چې افغانستان په یوه سوله‌ییز او باثباته هېواد بدل شي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او بېرته په بشپړه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې د یوناما دوه افغان کارکوونکي نیول شوي ملګري ملتونه

هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نه‌ده، چې له هغو سره وګوري.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي، چې د یکشنبې پر ورځ د اګست پر نهمه د اسلامي امارت له‌خوا په هرات ښار کې د افغانستان د مرستندویه پلاوي(یوناما) دوه افغان کارکوونکي نیول شوي دي.

هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نه‌دي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نه‌ده، چې له هغو سره وګوري.

فرحان حق ویلي: “یوناما له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او د هغو د چارواکو د امتیازاتو او معافیتونو اطاعت ډاډمن کړي.”

هغه زیاته کړې؛ یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د واضح حکم لاندې کار کوي او د توقیفونو په اړه له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دی.

 د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د وضعیت په اړه تبصره نه‌ده کړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړ شوه

دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.

Published

on

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې، چې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کابل او اسلام‌‌آباد اړیکې اوس هم له تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ دي. دواړو لوریو د دوه‌اړخیزې همکارۍ د پراختیا او د شته کړکېچونو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

شکیب او فضل الرحمن د سیمې پر امنیت د اغېز لرونکو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان سفیر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې شرایطو کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې له پرله‌پسې کړکېچونو سره مخ دي؛ د اړیکو د لارو د پرانیستې ساتلو او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو د لارو چارو پر بحث راوڅرخېدل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117