Connect with us

سوداگري

امریکا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ آزادول بیا وځنډول

خپور شوی

د

 د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې په کابل کې یې پر الظواهري برید وکړ، نو دې مسئلې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو منفي اغېز وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، چې د دوحې له هوکړې څخه د  سرغړونې له کبله یې د افغانستان د شتمنیو د آزادولو پرېکړه ځنډولې او د مګړی به پر دې مسئله بحث نکیږي.

د امریکا حکومت له دې مخکې ویلي وه، چې د دې شتمنیو د نیمایي برخې پر خوشې کولو غور کوي، چې له افغان ولس سره د مرستې لپاره کار ترې واخیستل شي.

امریکایي چارواکي زیاتوي، سپینې ماڼۍ پدې کار کاوه، چې دا ۳.۵ میلیارد دالر د اعتماد وړ ځانګړې وجهي صندوق ته واچول شي، څو له یوې خوا افغانستان ته د بشري مرستو لپاره پیسې ورکړ شي او له بلې خوا یو شمېر یې د افغانستان بانک ته ورسېږي؛ خو پدې شرط، چې اسلامي امارت ډاډ ورکړي؛ چې دا پیسې په کومه برخه کې لګوي.

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په یوه  تازه  راپور کې ویلي، چې د اوس لپاره دا دواړه انتخابونه په لومړیتوب کې ندي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د وال ستریت ژورنال په ورځپاڼې کې دې راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو لپاره د ځانګړي وجهي صندوق د جوړېدو په برخې کې له نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کولو کې ډېر پرمختګ وشو؛ خو د اسلامي امارت لخوا د دوحې له تړونه د ښکاره سرغړونې څرګندېدنه له دې ډلې ( اسلامي امارت) سره زمونږ تعامل له خنډ سره مخ شو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم، چې څو ځله یې د دغو کنګل شویو پیسو او نورو موضوعاتو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره مخامخ خبرې کړي؛ د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې ته یې څرګنده کړې؛ امریکا د اوس لپاره د افغانستان بانک ته د دې شتمنې ورسپارل لومړيتوب نه بولي.

بل لوري ته بیا د اسلامي امارت مشرتابه له نړیوالې ټولنې څخه د متوازنو اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ اسلامي امارت ټولې هغه ژمنې عملي کړي، چې د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره یې کړې وې. اسلامي امارت له نړیوالو غواړي، چې په افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې او له اسلامي امارت سره د اړیکو پر پراختیا راوڅرخي.

اسلامي امارت  له نړیوالي ټولني غوښتنه کړې، چې پر دوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي او د دوه اړخیز اړیکو پر بنسټ دې ګامونه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي: مونږ د سیمې او ګاونډ هېوادونو په ګډون ټولې نړي ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد نه استعما لیږي. له سیمې او ګاونډ هېوادونو سره مو سوداګریزې اړیکې او اقتصادي بهیر روان ساتلی او نړۍ دې هم له افغانستان سره د تقابل پر ځای له تعامل کار واخلي؛ تحریمونه دې لرې کړي، ستونزې دې نه جوړوي او منفي نشرات دې نکوي. که ستونزې پراخه شي نه یوازې به د نړۍ رنګه بده شي، بلکې کرکه به ترې رامنځته شي. دوی باید له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا هڅه وکړي.

د خصوصي سکتور غړي هم  له امریکا غواړي، چې د افغانستان بانک پانګه دې آزاده کړي.

دوی وايي، د دې پانګې بندول افغانستان نور هم د اقتصادي بحران خواته بیايي او دا به په افغانستان کې اقتصادي ناورین نور هم ژور کړي. دوی له نړۍ او امریکا غواړي، چې له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعاملي سیاست لاره غوره کړي.

د صنایعو او کانونو خونې عمومي مشر شېرباز کمین زاده وایي: مونږ ګورو، چې دلته اوس هم نړۍ بېلا بېل رقابتونه او منفي فعالیتونه کوي. دوی دې له افغانستان سره له تعامل کار واخلي او د افغانستان بندې شوې پیسې دې آزادې کړي، چې د افغانانو ستونزې اوارې شي او اقتصادي نظام  منظم شي.

بل لور ته اقتصادي کارپوهان هم د امریکا پر وروستي اقدام اندېښنه څرګندوي او زیاتوي، چې که د افغانستان کنګل شوې پانګه آزاده نشي؛ نو ښايي افغانستان نور هم له ژورو اقتصادي کړکېچونو سره مخ شي. د دوی په خبره امریکا باید د افغانستان اقتصادي ستونزو د حل لپاره کنګل شوې پانګه آزاده کړي.

اقتصادي شنونکی سید مسعود وایي: د افغانستان اسلامي امارت په ګډون د افغانستان د ګنګل شويو پیسو د آزدولو لپاره چین، روس او د سیمي یو شمېر نورو هېوادونو هم له امریکا څخه د دې پیسو د آزادولو غوښتنه کړې ده؛ خو فکر کوم، چې د امریکا حکومت د دې پیسو د آزادولو لپاره کوم جدي پروګرام نلري. په داسې حال کې، چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دا، چې د دې پیسو له نه خوشې کېدو سره به د افغانستان ولس او د افغانستان بانک له کومو ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان بانک مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

سوداگري

د منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

Published

on

ازبکستان اعلان کړی، چې د منځنۍ آسیا له لارې یې د چین او افغانستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه نوې څو اړخیزه لاره پرانیستې ده.

د راپورونو له مخې، په دې لاره کې له چین څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې کانټینرونه د قزاقستان آلتین‌کول تمځای او بیا ازبکستان ته لېږدول کیږي. له هغې وروسته اړوند توکي د بخارا لوژستیک مرکز ته او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته لېږدول کیږي.

له دې مخې د توکو لېږد  په دې مسیر کې زیاتره د سمندر له لارې د ایران بندرعباس ته انتقالېدل او بیا له هغه ځایه د ځمکنۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

چارواکي وايي، دا نوې لاره، چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري د لېږد وخت تر نږدې ۳۰ ورځو راکموي او د ټرانزیټ بهیر اغېزمنتیا هم لوړوي.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې د سوداګریزو لارو او دهلېزونو د پراختیا او د سیمې ترمنځ د نښلونې د پیاوړتیا هڅې مخ پر زیاتېدا دي.

Continue Reading

سوداگري

له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

Published

on

د نړیوال خبري آژانس «کازاینفورم» د راپور له مخې؛ له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو صادرات د ۲۰۲۶ ز.کال په لومړیو درې میاشتو کې د پام وړ زیات شوي او له څلور چنده څخه یې ډېر وده کړې ده.

د یاد راپور له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو کچه ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

دغه راز د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم له ۱۸ سلنه زیاتوالي سره ۳.۲ میلیون ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دغه هېواد دننه د غنمو صادرات ۸ سلنه زیات شوي او ۰.۹ میلیون ټنو ته رسېدلي دي.

قزاقي چارواکو ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس ظرفیت د پراخولو پلان لري او تمه ده، چې تر ۲۰۲۸ز.کال پورې به د غلې‌دانې نوي تاسیسات په کال کې ۵.۸ میلیون ټنو محصولاتو د مدیریت وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

د ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون په وروستۍ غونډه کې د بېلابېلو سکټورونو لپاره ۱۲ اړینې پروژې منظورې شوي او د پلي کولو لپاره اړوند ادارو ته سپارل شوې دي.

د اقتصادي مرستیالۍ پر وینا؛ په منظور شویو پروژو کې پکتیکا ولایت ته د وارداتي برښنا لېږد، له غزني څخه د دوه ګوني سرکټ مزي لېږدول، د پاتې سب‌سټیشنونو بشپړول او برښناکوټونو پراخول شامل دي.

دغه راز اړینې پروژې لکه د نور الجهاد سب‌سټیشن څخه هرات، فراه او نیمروز ولایتونو ته د برښنا مزو غځول، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ سیدان کلي ته د برښنا رسول او په نورو ولایتونو کې برښناکوټونه پراخول هم دا پروژې رانغاړي.

د ودانیزو بنسټونو په سکټور کې د کندهار له ختیځ سب‌سټیشن څخه د ترینکوټ نوي مرکز ته د برښنا اتصال او همدارنګه له کجکي بند څخه نوي ترینکوټ ته د برښنا رسولو پروژه هم تصویب شوې ده.

پردې سربېره په فاریاب ولایت کې د اوبو لګولو پروژې، په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز عینو مېنې روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د نیمروز ولایت په مرکز کې د ۴۰زره عبادت‌کوونکو ظرفیت لرونکي جومات جوړول او د تورغونډۍ-هرات او اندخوی- شبرغان- مزار شریف د اوسپنې‌پټلیو پراختیا هم په دې پروژو کې دپاملرنې وړ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!