Connect with us

نړۍ

په ترکیه کې له بېلابېلو ترافیکي پېښو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

رویترز څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ په ترکیه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان هغه وخت مړه شول، چې له لومړۍ ترافیکي پېښې وروسته راټول شوي خلک له دوه یم ټکر مخ  شول.

د ترکیې د سویل ختیځ ولایت غازیانتپ والي داوود ګل ویلي؛ د بېړنيو مرستو د کارمندانو او ژورنالیستانو په ګډون شپاړس کسان هغه مهال مړه شول، چې یو بس د رامنځته شوې ترافیکې پېښې له چپه شوې لارۍ سره ټکر شو او په کې ۲۰ نور کسان ټپیان شول، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

داوود ګل زیاته کړې: د شنبې پر سهار شاوخوا ۱۰:۴۵ بجې يو مسافر وړونکی بس ټکر شو. په داسې حال کې، چې د اور وژنې ډلې، طبي کارکوونکي او نور مرستندویان، چې دې پېښې ته راټول شوي وه؛ د یو بل بس، چې څه نا څه ۲۰۰ متره شاته چپه شو او د لومړي بس راټول شوي خلکو یې لاندې کړل او یاده مرګ و ژوبله یې رامنځته کړه.

دغه راز دې ته ورته د یوې بلې ترافیکې پېښه څخه، چې ختیځ لوري ته د ماردین په دریک ولسوالۍ کې رامنځته شوې؛ یوه بله لارې ورسره ولګېده او د پېښې راټولو شویو خلکو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوکا ویلي، په ماردین کې د پېښې په پایله کې ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي، چې د اته ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!