Connect with us

لوبی

په آسیایي فوتبال لوبو کې افغانستان د عمان پر وړاندې بریالی شو

خپور شوی

د

د افغانستان د فوتبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د آسیایي ملتونو د غوراوي جام د لوبو په لړ کې د جمعې پر ورځ په خپله دوه یمه ګروپي سیالۍ کې عمان ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان ۲۰ کلنو ځوانانو د ملي لوبډلې اړوند لوبغاړي امید رجبي په اته ویشتمه دقیقه کې د عمان لوبډلې پر وړاندې خپل زړه راکښونکی ګول ترسره او افغان لوبډله بریالۍ شوه، چې تر پایه د عمان د ګول وهنې مخه ونیسي.

له دې دوه یمې ګروپي لوبې مخکې په لومړۍ سیالۍ کې، چې د چارشنبې پر ورځ د وږي پر درویشتمه ترسره شوې ده؛ تایلند افغانستان ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

د افغان ځوانانو درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه به د یکشنبې پر ورځ د وږي اووه ویشتمه د فلیپین د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

افغانستان له یوې بریا او یوې ماتې سره درې نمري لري او په دوه یم ځای کې تایلند د یوې لوبې له پر ترسره کولو درې نمرې لري؛ خو د دې ګروپ په سر کې دی او عمان له یوې ماتې او یوې بریا سره د درېیم مقام لرونکی دی.

د یادونې ده، چې افغانستان د دغو سیالیو بل پړاو ته د رسیدو لپاره باید د عمان پر کوربتوب له تایلند او فیلیپین څخه لوبې وګټي.

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوه‌یمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي

د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.

Published

on

 

د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو دوه‌یمه برخه به په کابل کې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدا وروسته د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیل شي او سیالۍ به د نومبر تر شپاړلسمې روانې وي؛ هغه ورځ به د روان فصل اتله لوبډله هم معلومه شي.

د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.

د شپږم پړاو په لومړۍ برخه کې لوبډلو د لښتیلیک د غوره ځای خپلولو لپاره په زړهراکښونکې لوبې وکړې.

سرخ‌پوشان خوافي له غوره لوبډلو څخه وه؛ خو د تېر فصل اتله ابومسلم فراه، عمر ځواک او نورې لوبډلې هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.

د لیګ د لښتیلیک د وروستي حالت په ټاکلو کې به پاتې لوبډلې مهم رول ولوبوي او د لوبډلو دوامداره ښه لوبه او د امتیازونو ترلاسه کول به د اتلولۍ په ګټلو کې پرېکنده وي.

د نهه لوبو له ترسره کېدا وروسته سرخ‌پوشان خوافي د نهه بریاوو او ۲۷ امتیازونو پر لرلو د لښتیلیک په سر کې ده. ابومسلم فراه او عمر ځواک بیا هره یوه ۱۹ امتیازونه لري.

د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه(ATN)  به د افغانستان اتلانو لیګ د لوبو خپرول روان وساتي او د ټلویزیون، راډیو او ډیجیټلي خپرونو له لارې به مېنه‌والو ته د لوبو او سیالیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.

له مینه‌والو غوښتل شوي، چې د لوبو د مهالوېش، پایلو، لښتیلیک او نورو تازه معلوماتو لپاره د ATN خواله رسنۍ وڅاري.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ټسټ لوبې په دوه‌یمه ورځ کې له بنګله‌دېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی

دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۱۹, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ټسټ لوبې د دوه‌یمې ورځې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې کړې دي.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ د شیخ زاید په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د بنګله‌دېش لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۹۲.۳آورونو کې ۳۴۶ منډې کړې دي. دې لوبډلې د لوبې دوه‌یمه ورځ د اته لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۱۷ منډو پر لرلو پیل کړې وه.

افغانستان د دوه‌یمې ورځې په پای کې د څلورو لوبغاړو پر سوځېدا ۲۱۱ منډې وکړې او اوس یې هم شپږ لوبغاړي پاتې دي؛ په دې توګه له بنګله‌دېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی.

د بنګله‌دېش په لومړۍ پاڼۍ کې تنزید حسن ۸۳ او شادمان اسلام ۶۷ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې د لوړې منډې جوړونې مهم لوبغاړي وه.

د افغانستان پر توپ‌اچونه محمد سلیم د ۸۲ منډو په بدل کې څلور او یمین احمدزي پر ۷۹ منډو درې لوبغاړي وسوځول.

عبدالمالک او رحمت‌شاه هم د افغانستان په پاڼۍ کې مهم رول لوبولی او د څلور لوبغاړو تر سوځېدا وروسته یې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې مرسته کړې ده.

افغانستان هڅه کوي، چې د لوبې په درېیمه ورځ د بنګله‌دېش د منډو واټن راکم کړي؛ خو بنګله‌دېش هڅه کوي، چې ژر د افغان لوبډلې نور لوبغاړي وسوځوي او خپله برلاسي زیاته کړي.

د یادونې ده، چې آریانا راډیو ټلوېزیون دغه ټسټ لوبه په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌والو ته پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب پرته له ‌ګول مساوي شول

Published

on

Last Updated on: تله ۱۵, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو یوڅلوېښتمه لوبه د سرسبز یاشلر او خراسان فاریاب لوبډلو ۰-۰ مساوي پای ته ورسوله.

دا لوبه نن( سې‌شنبه) د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه. دواړو لوبډلو په ۹۰ دقیقو لوبې او اضافي وخت کې خپلې رامنځته شوې هڅې پر ګولونو بدلې نه‌کړې او په پای کې یې پر یوه امتیاز بسنه وکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ او په ځانګړي بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!