ساینس او ټیکنالوژي
د اپل آیفون – ۱۵ به له نوې مادل سره بازار ته وړاندې شي
که څه هم د آیفون – ۱۴ “پرو” سمارت ګرځندونو له رامنځته کېدو یوازې دوه میاشتې تېرې شوي؛ راپورونو په ډاګه کړې، چې آیفون – ۱۵ به له بېلابېلو بڼو سره بازار ته وړاندې شي.
د آیفون د بڼې د بدلونو لپاره ډېرو کاروونکیو پرلپسې ډېرې غوښتنې کړي؛ خو بیل هم ډېره موده کیږي، چې اپل د آی فون ګرځند په مادل کې کوم ځانګړی بدلون راوستی ندی.
د راپورونو له مخې، د Apple iPhone 15 مادل به ډېر ګرد وي. اوسمهال د آیفون مادل غزېدلی دی.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د تایتانیوم مواد به د آیفون راتلونکي مادلونو په بڼه کې وکارول شي، چې روښانه یې وساتي. دا بدلون به یوازې په “پرو” مادلونو کې پلي شي او المونیم به په نورمالو مادلونو کې وکارول شي.
په آیفون ۱۵ کې د نورو بدلونونو تر منځ مونږ کولی شو د پرو مادلونو لپاره 3nm چپ او د ټولو مادلونو لپاره USB-C پورت ذکر کړو.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
لوبی4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
نړۍ3 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
-
روغتيا3 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
-
تازه خبرونه1 day ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي راغورځېدلې چورلکه وموندل شوه – د ایران سره صلیب اداره