Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

هر کال لږ تر لږه ۳.۶ میلیارد خلک د یوې میاشتې لپاره پوره اوبه نلري

خپور شوی

د

د هوا پېژندنې نړیوالې ټولنې په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې، چې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له کبله دا مهال په نړۍ کې ۳.۶ میلیارد خلک په کال کې لږ تر لږه د یوې میاشتې لپاره اوبو ته له پوره لاسرسۍ بې برخې دي.

په دې راپور کې راغلي، چې دا شمېر به تر ۲۰۵۰ ز. کال پورې ۵ میلیارد کسانو ته پورته شي.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې ویلي، چې دا د ځمکې د اوبو پر سرچینو د اقلیم، چاپېریال او ټولنیزو بدلونونو د اغېزو د ارزولو لپاره د دوی لومړنی راپور دی.

دغه سازمان ویلي، چې په راپور کې د سیندونه، سیلابونه، خوړونه او د وچکالیو څېړنه ترسره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۷۴ سلنه طبیعي پېښې د اوبو اړوند وې.

د هوا حالاتو بدلونونه

د امریکا منځنی لویدیځه برخه مرګونو توپانونو او بې‌سارو سېلابونو وځپله

اینډیانا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

Published

on

د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د سختې هوا او پیاوړې اوږدې څپې درانده بارانونه، بې‌ساري سېلابونه، ‌بړبړوکۍ او ویجاړوونکي بادونه رامنځته کړي، چې له کبله یې د منځنۍ لویدیځې برخې او اوهایو درې د اړوند سیمو څو کسان مړه شوي او پراخ زیانونه اوښتي دي.

اینډیانا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی دی.

چارواکو ويلي، د شنبې تر ورځې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه شوي دي. دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د څو ورځو درندو بارانونو سیندونه بې‌ساري کچې ته لوړ کړل. په ځینو سیمو کې یوازې په دوه ورځو کې له ۲۸ سانتي‌مټرو ډېر باران ورېدلی، چې د مرکزي اینډیانا په ځینو برخو کې یې د «ویټ» سیند کچه له اووه مټرو لوړه کړې او د ۱۹۱۳ز.کال راپدېخوا یې د اوبو پخواني ریکارډونه مات کړي دي.

د اینډیاناپولیس ښار له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا له تر ټولو سخت سېلاب سره مخ شوی، چې له کبله یې سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي. د ژغورنې ډلو او اور وژونکو د کښتیو پر مټ هغه کسان ژغورلي، چې د اوبو د لوړېدا له کبله بند پاتې ول. د شنبې تر غرمې پورې په دې ښار کې لږ تر لږه ۹۵ کسان او ۴۵ کورني څاروي ژغورل شوي دي. د ایالت په څه باندې لسګونو ولسوالیو کې سیمه‌ییز بېړنی حالت اعلان شوی او په نورو سیمو کې هم سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي دي.

سېلابونه د یوې سترې توپاني څپې له تېرېدا وروسته رامنځته شوي، چې د اوونۍ په پیل کې یې د ایلینوی، اینډیانا، اوهایو، کینټکي او لویدیځې ویرجینیا ایالتونه ځپلي وه. دغې توپاني څپې سخت بادونه، ‌بړبړوکۍ او درانده بارانونه له ځان سره لرل. د اینډیانا په ګیري ښار کې د باد چټکتیا شاوخوا ۱۵۹ کیلومټره په ساعت کې ثبت شوې او د شیکاګو په شاوخوا سیمو کې د بړبړوکو راپورونه ورکړ شوي دي.

دغو توپانونو د برښنا پراخې پرېکېدنې هم رامنځته کړې دي.

د توپانونو د شدت پر مهال د منځنيو لویدیځو برخو په ځینو سیمو کې له ۶۰۰ زره ډېر پېرېدونکي له برښنا بې‌برخې شوي وه. تړل شوې لارې، راغورځېدلې ونې او زیانمنې بېخبناوې د ژغورنې او پاک‌کارۍ چارې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

اوهایو هم سخته زیانمنه شوې ده؛ سېلابونو بیړني خدمات ګډوډ کړي او د یوه اصلاحي مرکز ۱۶ بندیان د برښنا د تندر له لګېدا ټپیان شوي دي.

چارواکو خبرداری ورکړی، چې د نورو سېلابونو او سختو توپانونو شونتیا لیدل کیږي؛ ځکه سیمه د خرابې هوا د پرله‌پسې څپو له ګواښ سره مخ ده.

ایلینوی سږ کال د بړبړوکو له ګڼو پېښو سره مخ شوې ده. د روان کال له پیل راپدېخوا په دې ایالت کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو ‌بړبړوکو راپور ورکړ شوی، چې د دې ایالت د تېر کلني ریکارډ څخه ډېر دی او ایلینوی په یوه کال کې د ‌بړبړوکو د ثبت له ملي ریکارډ سره نږدې کوي.

د هوا وروستۍ پېښې په ۲۰۲۶ز.کال کې د امریکا د سختې هوا د پرله‌پسې څپو د پراخې لړۍ یوه برخه ده. د کال په لومړیو کې مرکزي او منځني لویدیځ ایالتونه د ‌بړبړوکو له سترو څپو سره مخ شول او له دښتو او جنوبي سیمو څخه تر منځني لویدیځ پورې پرله‌پسې سېلابونو او سختو تندرونو ګڼې سیمې زیانمنې کړې دي.

بېړنیو چارو چارواکو له خلکو غوښتي، چې له سېلاب‌ځپلو لارو او اوبو څخه ډډه وکړي، د تخلیې امرونه عملي کړي او د نورو خبرداریو په اړه هوښیار واوسي. په ډېرو سیمو کې اوسنی ګواښ یوازې توپانونه نه‌دي، بلکې د سیندونو د اوبو لوړېدل، ناثابتې ودانۍ، د برېښنا پرې شوي مزي او د برښنا اوږدمهاله پرېکېدا هم جدي خطرونه دي.

ویل کیږي، چې د منځني لویدیځ په ځینو سیمو کې د نورو بارانونو د شونتیا له کبله ښايي په تر ټولو سختو زیانمنو سیمو کې د بیارغونې چارې څو ورځې او یا ان څو اوونۍ وخت ونیسي.

 

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

ښايي «اِل‌نینو» د نړۍ په زیانمنو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې لوږې سره مخ کړي

د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِل‌نینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي؛ د اِل‌نینو زوروره اقلیمي پدیده ښايي د راتلونکي کال تر پایه د نړۍ په ځینو زیان‌منو سیمو کې نږدې ۴۹ میلیون نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ کړي.

اِل‌نینو( یوه طبیعي پدیده ده، چې د آرام سمندر په استوایي برخو کې د اوبو د ناعادي تودوخې له کبله رامنځته کېږي او د نړۍ په ډېرو برخو کې اقلیمي بڼې بدلوي. دا پدیده کولی شي د تودوخې زیاتوالی، وچکالي، سېلابونه او د هوا اړوند بېلابېلې پېښې رامنځته کړي.) یا اِل‌نینو د آرام سمندر د اوبو د سطحې د تودوخې یوه دوره‌ییزه زیاتېدنه ده، چې د نړۍ د هوا بڼه بدلوي او ډېری وخت په سویلي افریقا کې وچکالۍ، د آسیا په ځینو برخو کې د موسمي بارانونو ځنډ او په نورو سیمو کې د اورښتونو ګډوډي رامنځته کوي.

د چارشنبې پر ورځ د دې بنسټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ډېرې زورورې اِل‌نینو د رامنځته کېدا احتمال ۸۱ سلنه دی.

د راپور له مخې، د سمندر د سطحې تودوخه لږ تر لږه له ۱۹۸۲ز.کال راپدېخوا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او ښایي دا د ۱۹۵۰ز.کال راپدېخوا تر ټولو پیاوړې اِل‌نینو وي.

د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو د خوندیتوب او تغذیې د شننې د څانګې مشر ژان مارټین باور ویلي:« په تېرو وختونو کې دغو پدیدو د لوږې پراخ بحرانونه رامنځته کړي دي.»

د راپور له مخې، د هغو ۴۵ هېوادونو د ارزونې پر بنسټ، چې د اِل‌نینو د ناوړه اغېزو پر وړاندې ډېر زیان‌من بلل شوي؛ اټکل کېږي د سختې خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر نږدې ۴۹ میلیون زیات شي او ټولټال ۲۷۴ میلیونو ته ورسېږي، چې د اوسني شمېر پر پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، مرکزي امریکا او سویلي افریقا به تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې وي. اټکل شوی، چې په مرکزي امریکا کې به د خوراکي ناامنۍ له ګواښ سره د مخ کسانو شمېر ۸۳ سلنه او په سویلي افریقا کې نږدې ۷۵ سلنه زیات شي.

همداراز اټکل کېږي، چې په سویلي افریقا، سویلي امریکا او کارابین کې به هره سیمه له ۱۲ میلیونو څخه ډېر نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

باور ویلي، د ۲۰۲۵ز.کال د ښو حاصلاتو له کبله نړیوال خوراکي بازارونه د اِل‌نینو دورې ته په نسبتاً ښه وضعیت کې ننوتي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې په منځني ختیځ کې شخړې او د هوا له کبله د کرنیزو حاصلاتو احتمالي زیانونه ښایي د خوراکي توکو بیې نورې هم لوړې کړي.

د هغه په وینا، که څه هم پخوانیو اِل‌نینو پدیدو په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو سترې لوړېدنې نه‌دي رامنځته کړي؛ خو سیمه‌ییز کمښت او لوړې بیې به د زیان‌منو کورنیو لپاره خوړو ته لاسرسی لا ستونزمن کړي.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۵ز.کال کې د امریکا او اروپایي مرستندویانو د مالي مرستو کمېدا د رامنځته کېدونکي بحران د څار بهیر هم اغېزمن کړی دی.

د باور د څرګندونو له مخې، د خوراکي خوندیتوب اړوند معلوماتو راټولول هم کم شوي، چې د اِل‌نینو د اغېزو ارزونه ستونزمنوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۴ز.کال کې د شاوخوا ۱.۱ میلیون کورنیو سروې کړې وې؛ خو دا شمېر په ۲۰۲۵ز.کال کې نږدې ۸۰۰ زرو ته راکم شو او روان کال د مالي محدودیتونو له کبله نور هم کم شوی دی.

باور ټینګار کړی، چې د اِل‌نینو د ګواښ پر مهال د پرله‌پسې معلوماتو راټولول ډېر مهم دي؛ ځکه د څار کمزوري کېدل ښایي د راټوکېدونکو خوراکي بحرانونو پر وخت پېژندنه ستونزمنه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، اوسني اټکلونه د ختیځې افریقا، ساحل، مرکزي امریکا او کارابین په ځینو برخو کې د اورښتونو د کموالي ښودنه کوي. په داسې حال کې، چې په سومالیا او ګاونډ سیمو کې د سېلابونو ګواښ زیاتېدلی شي.

د راپور له مخې؛ په سویلي او سویل‌ختیځه آسیا کې هم وچکالي، د موسمي بارانونو ګډوډي او سیمه‌ییز سېلابونه ښایي کرنیز تولید اغېزمن کړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې اټکلونه اوس هم بدلېدونکي دي او اغېزې به له یوې سیمې تر بلې توپیر ولري؛ خو حکومتونه او مرستندویه ادارې باید له وړاندې چمتووالی ونیسي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیم او بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي څانګې مشر ریچارډ چولارټن ویلي، دغه بنسټ په ۱۸ هېوادونو کې د مخکېني چمتووالي پروګرامونه پراخ کړي او یوازې روان کال یې تر اوسه له ۱.۳ میلیون ډېرو کسانو ته نغدي او نورې مرستې رسولې، چې د سختو اقلیمي پېښو پر مهال ورسره مرسته وشي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

په فرانسه او اسپانیه کې ځنګلي اور‌لګېدنو سلګونه زره کسان بې‌ځایه کړي

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

Published

on

د فرانسې او اسپانیې په بېلابېلو سیمو کې پراخ ځنګلي او ویجاړوونکي اورونه بل دي، چې له کبله یې سلګونه زره کسان کورونو پرېښودو ته اړ شوي او چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی او نړیواله مرسته یې غوښتې ده.

چارواکي وايي، د لوړې تودوخې، سختو بادونو او وچې هوا له کبله د چټک خپرېدونکي اور له کبله تر اوسه له ۲۶۷ زره ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په فرانسه کې چارواکو د اطلس سمندر پر غاړه د «کپ فیرې» ټاپووزمې د تخلیې امر کړی؛ ځکه اورونو له لس زره هکټاره زیاته ځنګلي سیمه سوځولې ده. زرګونو اوسېدونکو او سېلانیانو ته سپارښتنه شوې، چې د سړک او کښتیو له لارې سیمه پرېږدي؛ ځکه اورونه د اور وژنې له پراخو هڅو سره – سره مخ بل پاتې دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وضعیت«ډېر سخت» بللی او حکومت د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب میکانېزم فعال کړی، چې له مخې یې د اور وژنې اضافي الوتکې د اروپايي ټولنې له نورو غړو هېوادونو څخه د مرستې لپاره ورغوښتل شوې دي.

په ګاونډ اسپانیه کې حکومت له هغې وروسته ملي بېړنی حالت اعلان کړ، چې اورلګېدنې د مادریډ لویدیځ او د اویلا ولایت ځینې میشت ځایونه ګواښلي دي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي څو بېلابېل اورونه په یوه لوی اور بدل شي، چې د مهارولو چارې به نورې هم ستونزمنې کړي.

د اور وژنې ځواکونه، پوځي پرسونل او د بېړنیو پېښو کارکوونکي اغېزمنو سیمو ته استول شوي؛ خو اوس هم زرګونه کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

ساینس‌پوهانو څو ځله خبرداری ورکړی، چې د اقلیم بدلون په سویلي اروپا کې د سختو ګرمو څپو او د ځنګلي اورونو د رامنځته کېدا کچه او شدت زیاتوي. د دوی د څرګندونو له مخې، اوږدمهاله وچکالي او لوړې تودوخې د اورونو د خپرېدا لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.

تر اوسه د اوښتو زیانونو وروستۍ ارزونه نه‌ده خپره شوې او چارواکي وايي، چې خطرناک موسمي شرایط روان دی. له همدې کبله اندېښنه شته، چې اورونه به په راتلونکو ورځو کې نور هم پراخ شي.

د بېړنیو خدمتونو ادارې بشپړ چمتووالی لری او له خلکو غواړي، چې د تخلیې لارښوونې جدي ونیسي او د اور لګېدلو سیمو ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!