Connect with us

تازه خبرونه

انس حقاني او محمد یعقوب مجاهد په اماراتو کې له افغانانو سره وکتل

خپور شوی

د

د یکشنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې د ملي دفاع وزیر او د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیت، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او بشري مسایلو په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډې همکارۍ خبرې وکړې.

تېره ورځ ناوخته ملا محمد یعقوب مجاهد، انس حقاني او ورسره مل پلاوي یې په عربي متحده  اماراتو کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره وکتل او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

مجاهد له افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د عربي متحده اماراتو له لوړپوړیو چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو او د افغانانو پر وړاندې د شته ننګونو د اواري په اړه خبرې وکړي.

هغه وایي: که د ویزې ستونزه وي، د الوتنو ستونزې وي او یا د بندیانو ستونزه وي؛ مونږ به له اړوند چارواکو سره ووینو. حتا که په افغانستان کې دننه ستونزې وي. د بېلګې په توګه د پاسپورت ستونزې او یا نورې ستونزې. زه به هڅه وکړم، چې له ځنډ پرته دې ستونزو ته له خپل وس سره سم چلند وکړم.

هغه څرګنده کړې؛ مونږ باید له خپل ذهن څخه تبعیض لرې کړو؛ د نوي نسل په ذهنونو کې مونږ باید په یاد ولرو، چې ټول توکمونه د افغانستان اتباع دي او په افغانستان کې حقوق لري.

د مجاهد په وینا، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دا، چې افغانان باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او مونږ ټول باید د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلو.

د افغانستان د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني، چې په عربي متحده اماراتو کې دی؛ په دوبۍ کې مېشتو افغانانو ته ویلي، چې د اسلامي امارت د سفر موخه د دوی د ستونزو اوارول دي.

هغه وویل: اسلامي امارت پر اوږدمهاله پلانونو کار کوي؛ مونږ د الله په فضل او ملاتړ افغانستان جوړوو.

د هغه په ​​وينا، افغانستان اوس له جګړې راوتلى او په هېواد کې امنيت دى.

په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ویلي چې دغه پلاوی به د اماراتو له مشرتابه سره په یو لړ مسایلو خبرې وکړي.

متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر سره هممهاله پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم اماراتو ته تللی او ابوظبي ته د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي توماس ویست د اته ورځني سفر راپورونه هم خپاره شوي دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوه‌یمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.

Published

on

 

د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمه‌ییزو تعاملاتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوه‌یمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.

دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکاریو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان په ګډون یې د سیمه‌ییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو هڅې روانې ساتلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل

سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمه‌ییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.

Published

on

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د هرات اوسیدونکي سید سجاد سادات په شپږ میاشتو کې د موټرسایکل پر مټ د هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو لیدنه کړې ده.

سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمه‌ییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.

هغه ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې ټینګ امنیت د دې سراسري سفر د ترسره کېدا تر ټولو مهم لامل و.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان اسلامیار د نوموړي هڅې ستایلې او څرګندوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی؛ کورني او بهرني ګرځندویان کولی شي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو، طبیعي ښکلاوو، تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو څخه ډاډمنه لیدنه وکړي.

Continue Reading

International Sports

۲۰۲۶ نړیوال جام؛ د لوبڅارو د سخت دریځ له کبله د سرو کارتونو شمېر ډېر شو

په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.

Published

on

 

په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام کې د سرو کارتونو شمېر بې‌ساری زیات شو؛ ځکه د دې پړاو لوبڅاران قوانین کلک پلي کوي.

د سیالیو له ۲۷ لوبو وروسته لوبڅارانو ۱۲ مستقیم سره کارتونه ورکړي، چې دا شمېر د قطر ۲۰۲۲ او روسیه ۲۰۱۸ د نړیوالو جامونو د ټولو سرو کارتونو له مجموعې هم زیات دی. په دغو دواړو نړیوالو جامونو کې ټولټال اته سره کارتونه ورکړ شوي وه.

په سیالیو کې د لوبغاړو د شړلو شمېر د آلمان ۲۰۰۶ نړیوال جام د ۲۸ سرو کارتونو ریکارډ ته نږدې کېږي.

د فیفا پخواني لوبڅار او د «فاکس سپورټ» د قوانینو شنونکي مارک کلاټنبرګ ویلي؛ د سرو کارتونو د زیاتوالي لامل د لوبغاړو هغه ناسمې پرېکړې دي، چې د جزا ساحې دننه او شاوخوا یې د فشار پر مهال ترسره کوي.

هغه زیاته کړې:« د لوبغاړو چلند کومه ځانګړې ستونزه نه‌لري؛ خو تر فشار لاندې ناسمې پرېکړې کوي. له بلې‌خوا، د لوبډلو په نوملړ کې د ۲۶ لوبغاړو له شاملېدا سره ځینې مدافعان آسانه تاکتیکي خطاوې کوي؛ ځکه پوهېږي، چې پر څوکیو ناست نور بدیلونه هم لري.»

په دې نړیوال جام کې یو شمېر سرو کارتونو د لوبو پر پایلو هم مستقیم اغېز کړی دی. د امریکا د ملي لوبډلې بریدګر فولارین بالوګون د بوسنیا او هرزګوینا پر وړاندې هم ګول وواهه او هم له لوبې وشړل شو. دا پېښه د ۲۰۰۶ نړیوال جام تر پایلوبې، چې زین‌الدین زیدان په کې شړل شوی و؛ د لومړي ځل لپاره په حذفي پړاو کې تکرار شوې ده.

د پاراګوای میګل آلمیرون، د اکواډور پیرو اینکاپیه او د یوروګوای اګوسټین کانوبیو هم هغه لوبغاړي وه، چې د ویډیويي مرستیال لوبڅار (VAR) له ارزونې وروسته یا د ناسپورټي چلند له کبله سره کارتونه ورکړ شول.

د سویلي افریقا او مکسیکو د پرانیستونکې لوبې پر مهال هم درې لوبغاړي وشړل شول. د سویلي افریقا هافبک تمبا زوانه، چې فیفا یې حرکت تاوتریخجن وباله؛ د سور کارت ترڅنګ د درېیو لوبو بندیز هم ترلاسه کړ.

د عراق مدافع ربین سولاکا هم د سینیګال پر وړاندې د ګول د یوه څرګند فرصت د مخنیوي له کبله د نړیوال جام د تاریخ له چټکو سره کارتونو څخه یو ترلاسه کړ. همدارنګه د بلجیم مدافع ناټان انګوي د ایران پر بریدګر مهدي طارمي د خطرناک ټکر له کبله له لوبې وشړل شو.

د سرو کارتونو زیاتوالي د سیالیو پر بهیر څرګند اغېز کړی او ګڼې لوبډلې یې اړ کړي، چې د لوبې یوه برخه پر یوه لوبغاړي ترسره کړي؛ داسې څه، چې د څو لوبو پر پایلو یې هم مستقیم اغېز کړی دی.

په وروستیو نړیوالو جامونو کې د سرو کارتونو شمېر:

۲۰۲۶: ۱۲ سره کارتونه (ټول مستقیم)

۲۰۲۲: ۴ سره کارتونه (یو مستقیم)

۲۰۱۸: ۴ سره کارتونه (دوه مستقیم)

۲۰۱۴: ۱۰ سره کارتونه (اووه مستقیم)

۲۰۱۰: ۱۷ سره کارتونه (۹ مستقیم)

۲۰۰۶: ۲۸ سره کارتونه (۹ مستقیم)

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117