Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت په هېواد کې معیاري ښوونیزو خدمتونو ته ژمن دی

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۶, ۱۴۰۱

پرون د پوهنې وزارت د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې زده‌کړه د هر افغان لپاره لازمه ده او دا وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې زده‌کړه د هر افغان لپاره لارمه ده او اسلامي امارت ژمن دی، چې معیاري تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې نړۍ باید دغه وزارت د معیاري تعلیمي خدمتونو په وړاندې کولو کې یوازې پرې نږدي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي: د پوهنې وزارت خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعلیم او زده‌کړه د هر افغان لپاره اړینه ګڼي، له اقتصادي محدودیتونو سره سره یې ۱۹۰۰۰ ښوونځي او ۱۳۰۰۰ دیني مدرسې پرانیستي دي او دوه نیم میلیون نجونې هم ښوونځیو ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو تعلیمي او فرهنګي ټولنې یا یونسکو دواړو ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د زده‌کړو له حقه بې برخې دي.

د یونیسکو عمومي منشي آډري ازولي وایي: یونسکو غواړي سږکال دا ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړي، مونږ غواړو، چې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې حقونه پرته له ځنډه دوی ته ورکړ شي. د ښځو د کار او زده‌کړې پر وړاندې جګړه باید ودرول شي؛ ځکه هره نجلۍ او هلک د زده‌کړې حق لري.

ځینې محصلینې او زده‌کوونکې  له اسلامي امارته غواړي، چې تعلیمي او تحصیلي بندیزونه لرې کړي او دوی ته درسونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې زده‌کړو ته لاسرسی د ټولنې د هر غړي اساسي او بشري حق دی او باید دا حق له هیچا وانه خیستل شي.

اسلامي امارت پر نجونو د ثانوي او پوهنتوني زده‌کړو محدویتونه دایمي نه بولي؛ خو تمې دادي، چې په را روان پسرلي کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!