تازه خبرونه
په افغانستان کې دننه دې خپلمنځي خبرې پيل شي – اروپایي ټولنه
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې دننه د خپلمنځي خبرو پر پيلولو ټینګار څرګند کړ او وایي؛ باید ټول افغانان د خپلو سیاسي، قومی او سیمهییزو ګټو په اړه پرېکړه وکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، چې تازه کابل ته راغلی نن په یوه خبري غونډه کې د شته ستونزو د حل لپاره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې ضروري ګڼي.
توماس نیکلاسون ویلي؛ هغه افغانان، چې له هېواده بهر اوسیږي باید له دې خبرو اترو بې برخې پاتې نشي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون وایي: خبري اترې کیدای شي په د اخل کې ترسره شي؛ فکر نه کوم، چې له هېواده بهر اوسیدونکي افغانان دې له دې خبرو اترو وویستل شي. زما تجربه داده، چې د معنا لرونکیو خبرو لپاره تاسې مخامخ خبرو ته اړتیا لری او یو له بل سره تعامل وکړی. دا تر دې ډېره اسانه ده، چې په یو مشخص ځای کې ترسره شي؛ خو باید یو ګرد میز ولرو. نیکلاسون وايي؛ په داسې حال کې، چې څه باندې ۲۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د اسلامي امارت له لوري په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د میرمنو د کار ځنډول اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي څرګنده کړې؛ په نادولتي بنستوټو کې د میرمنو د کار ځنډول د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی او دغه اتحادیه هڅه کوي د دې ستونزې پر اوارولو افغانستان ته د بشري مرستو د پراخولو لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي؛ د دسمبر پر ۲۴ نیټه، چې د اسلامي امارت له لوري په نادولتي بنسټونو کې د میرمنو د کار ځنډول اعلان شول، د بشري مرستو رسولو ستونزې یې ډېرې کړي، که څه هم په افغانستان کې سخت ژمی د پای ته رسیدو په حال کې دی؛ خو بشري حالت مخ پر خرابېدو دی، څه باندې ۲۸ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چی ډېری برخه یې له ۸ کلونو کم عمرماشومان دي، اروپايي ټولنې په تېرو ۱۸ میاشتو کې له دغه هېواد سره ۴۱۷ میلیون دالربشري مرسته کړې ده.
د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړی دیپلومات که څه هم د میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره هلې ځلې کوي؛ خو ټینګار کوي، چې دا ستونزه دې د راتلونکي وري تر میاشتې حل شي.
هغه وایي: ما د میرمنو د زدهکړې موضوع په څو ناستو کې د سرپرست حکومت له وزیرانو سره شریکه کړې، هغو د نجونو د زدهکړو حق تائیدوي، خو زمونږ له لوري له پرلپسې هڅو سره سره باوري نه یم، چې ووایم په راتلونکي نوي کال کې دې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص شي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، که اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان د خلکو خوښه ترلاسه کړي؛ دغه ټولنه چمتو ده، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
تازه خبرونه
په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
۴۰ کلن نجیبالله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړهراکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
