Connect with us

تازه خبرونه

په کابل کې یو کس له ۶ کړۍ نښلېدونکیو ماینونو سره ونیول شو

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د دوشنبې پر ورځ په کابل کې یو تن له شپږ نښلېدونکیو یا مقناطیسي ماینونو سره نیولی دی.

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ دغه کس د  ۳۱۳ مرکزي قول اردو د کشف مدیریت ځواکونو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د کابل د دهمزنګ په اړوند سیمه کې له شپږ ۶ کړۍ نښلېدونکیو ماینونو او دوه تومانچو سره ونیول شو.

دوی ویلي، دا کس به له څېړنو وروسته اړوند څانګو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.

دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سوله‌ییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.

دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.

عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د پاکستان پر سیاستونو نیوکې

Published

on

Last Updated on: وری ۵, ۱۴۰۵

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!