سوداگري
افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز کال کې نږدې دوه میلیارد دالره صادرات کړي
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ډاګه کړې، چې افغانستان په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې د یو اشاریه ۹ میلیارد امریکايي دالرو پر ارزښت توکي بهرته صادر کړي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ افغانستان په روان کال کې بهرنیو هېوادونو ته په صادر شویو توکو کې ۶۳ سلنه وچه او تازه میوه، سابه، مالوچ د ډبرو سکاره او ۳۷ سلنه نور توکي شامل دي.
په روان کال کې له افغانستان څخه هند، ترکمنستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین، ایران، پاکستان، عربي متحده امارت، قزاقستان او ترکیې ته ډېري برخه صادارت شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم څرګنده کړې، چې د تېرو کلونو پر پرتله په صادراتو کې د پام وړزیاتوالی راغلی او هڅه کوي، چې د هېواد صادارتې بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیالۍ خپره شوې خبرپاڼي تائید کړې او څرګندوي، چې د هېواد په تاریخ کې پر لومړي ځل په لوړه کچه صادرات تر سره شوي او دا وزارت هڅه کوي، چې د هېواد صادارتي بهیر نور هم پراخ کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده وایي: مونږ هڅه کوو، چې د هېواد د صادارتو بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړو او هغه ارقام، چې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ خپاره شوي ټول د قیق دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم څرګندوي، چې د تېرو کالونو پر پرتله مو د هېواد په صادارتو کې څوبرابره زیاتوالی راغلي او مني، چې د روان کال له پیله تر دې دمه نږدې دوه میلیارد دالرو ته مو صادارتي حجم رسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي ویلي: دا یو حقیقت دی، چې په روان کال کې مو دهېواد په کچه په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلي او داا، چي کوم ارقام د ریاست الوزرا لخوا نشر شوي دقیق او مونږ ورسره موافق یوو.
د پاکستان نیشن ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۲-۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات له ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۵۸ میلیون دالرو ته ۳۲ سلنه زیات شوي دي.
د دغه راپور له مخې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۲۴ سلنه زیات شوي او له ۵۴۴.۱۷ میلیون څخه ۶۷۵ میلیونو ته رسېدلي دي.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
سوداگري
د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهملیکونه لاسلیک شول
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړهلیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.
سوداگري
د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه10 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه11 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
