Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د اوبو کلنۍ کچه ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې

خپور شوی

د

د اوبو او انرژۍ وزارت څرګنده کړې؛ په هېواد کې د پخوانۍ سروې له مخي د افغانستان د اوبو کلنۍ کچه ۷۵ میلیارد مترمکعب ټاکل شوې وه، چې اوس ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې ده.

د دې وزارت مسوولینو ويلي؛ له ایران سره د اوبو په برخه کې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د حقابې پر بنسټ عمل کوي. که کوم بل ګاونډ هېواد هم د افغانستان سرحدي اوبو په اړه اندیښنه لري؛ نو د اوبو د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ورسره هر راز پرېکړې ته چمتو دي.

د دې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په هېواد کې د انرژۍ د تولید په برخه کې له کورنیو بېلابېلو منابعو څخه يي د تولیدي بهیر هڅې پیل کړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر آخوندزاده ویلي: مونږ د ټول هېواد پر کچه د اوبو او د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره تدا بیر پراخ کړي او په وروستیو نړیوال اقلیمي ستونزو کې زمونږ د هېواد داوبو کچه هم له ۷۵ میلیارد متر مکعب څخه ۶۹ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوې ده.

د دې وزارت مسوولینو په ډاګه کړې: له ایران سره د اوبو په برخه کې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د حقابې پر بنسټ عمل کوي. که کوم بل ګاونډ هېواد هم د افغانستان د سرحدي اوبو په اړه اندېښنه لري؛ نو د اوبو نړیوالو قوانینو پر بنسټ ورسره هر راز پرېکړې ته چمتو يوو.

دغه راز دوی د انرژۍ د تولید لپاره له بېلا بېلو سرچینو تولیدي هڅې رواني ساتلي دي.

افغانستان یوازې د اوبو له منابعو څخه ۲۳ زره میګاواته د انرژۍ تولیدي وړتیا لري.

د دې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د راتلونکي کال لپاره ۴۱۱ بېلا بېلې پروژې دیزاین کړي، چې ۱۰ اعشاریه ۲ میلیارد افغانۍ مالي ګښت لري، چې د عملي چارو بهیر به یې د ماليي وزارت لخوا د بودجې له توشیح وروسته  پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر آخوندزاده وایي: د انرژۍ د تولید په برخه کې مو د اوبو پر پروژو سربېره له خصوصي سکتور او بهرنیو پانګوالو سره د پانکونې د جذب او همداراز د هېواد پر بېلا بېلو پروژو د ګاز د انرژي د تولید په اړه  فعالیتونه تر سره کړي او په اړه یې هڅې روانې دي.

افغانستان په هېر کې د اوبو د مدیریت له اړخه کمزوی هېواد و، چې د هېوادوالو له نیوکو سره هم مخ شوی دی؛ ځکه، چې هرکال مو میلیاردونه متره مکعب اوبه بېلا بېلو هېوادونو ته وړیا روانې دي.

تازه خبرونه

افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د قطر د رأس لفان په صنعتي ښار کې د مایع طبیعي ګاز د پروسس په مرکز کې د شوې چاودنې له کبله، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ او ‌ژوبله اوښتې، له قطر سره خواخوږي ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د قطر له دولت او ولس او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Published

on

 

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.

د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

Published

on

 

بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربه‌توب کوي.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.

رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سې‌شنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.

ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري.

د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.

د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه‌لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!