Connect with us

تازه خبرونه

کانګو حیواني ناروغۍ په پاکستان کې د یوې افغان میرمنې په ګډون دوه کسان مړه کړل

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۹, ۱۴۰۲

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د کانګو تبې د پاکستان په کراچۍ او کویټه ښارونو کې د یوې امیدوارې افغان میرمنې په ګډون دوه کسان مړه کړي دي.

په تېرو څلور میاشتو کې دا دلته د کانګو تبې له کبله څلورمه مړینه ده.

د پاکستان د دان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ګل ناز د کوهاټ له کچلاک سیمې څخه د کانګو ویروس له نښو نښانو سره د کویټې په فاطمه جناح روغتون کې بستر شوې وه.

د هغې له خولې او پوزې څخه وینه بهیدله؛ د وینې ازموینې یې تائید کړه، چې پر کانګو ناروغۍ اخته وه.

د دغه روغتون داکتر زبیر احمد دان ورځپاڼې ته ویلي؛ هغه ونهژغورل شوه او د یکشنبې پر سهار مړه شوه.

د دغه داکتر د څرګندونو له مخې؛ دا په تېرو لس ورځو کې د دغه ویروس له کبله درېیمه مړینه ده.

د پاکستان د سند ایالت د روغتیا ریاست هم په کراچۍ کې د یوه ۲۸ کلن سړي مړینه تائید کړې ده.

محمد عادل د کراچۍ د لیاقت‌آباد اوسیدونکی او د غوښې پلورونکی و.

د پاکستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي: د لیاقت‌آباد د اړوند سیمې اوسیدونکی محمد عادل د اپریل پر ۳۰ سر درد، تبه او د پوزې وینه درلوده، چې دوه ورځې وروسته خراب شو. هغه یو شخصي روغتون ته وړل شوی و او یوه ورځ تر درملنې لاندې و.

د هغه د څرګندونو له مخې، د دغه ناروغ د ازموينې پايلې هم مثبتې وې او هغه د شمال زون په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه.

په تېرو څلورو میاشتو کې څلور کسان د کانګو تبې یا ویروس له کبله مړه شوي دي.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!