Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا د ولسي جرګې دوه غړیو له افغانستان څخه د وتلو محرمو اسنادو ته د لاسرسي اجازه ترلاسه کړه

خپور شوی

د

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د غوایی ۲۷ ) په ډاګه کړه، چې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې دوه لوړ پوړي غړي کولی شي د کابل د سقوط په وروستیو اوونیو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو محرمانه مکتوبونه وګوري.

دا پرېکړه د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیتې د مشر مایکل مک‌کال له فشارونو او ګواښونو وروسته شوې ده.

مک‌کال څوـ څو ځلې د بهرنیو چارو وزارت تورن کړ، چې دې کمیتې ته یې په کابل کې د امریکا سفارت مکتوبونه نه‌دي سپارلي.

هغه او په جرګه کې نور جمهوري غوښتونکي په دې باور دي؛ مکتوب د کابل د سقوط په اړه خبرداری ورکړ شوی و او د بایدن اداره تورنوي، چې د امریکايي اتباعو، کارمندانو او سیمه‌ییزو شریکانو ایستل یې ځنډولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت هوکړه کړې، چې مایکل مک‌کال او د جرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دیموکرات غړی ګریګوري میکس هغه مکتوبونه وګوري، چې د افرادو ناپېژندل په کې پټ ساتل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ويدانت پتل هيله څرګنده کړې، چې دغه همکاري به د کميتې ریيس قانع کړي.

پتل وایي: نن به مونږ د کمیتې رییس مک‌کال او د کمیتې غړیو ته بلنه ورکړو، چې د کابل چینل د محرمو معلوماتو یوه برخه دلته د بهرنیو چارو په وزارت کې وګوري. مونږ هیله من یوو، چې دوی به قانع شي.

مک‌ کال ګواښ کړی و، چې که د بهرنیو چارو وزارت کمیتې ته دا اسناد وړاندې نه‌شي؛ نو د ولسي جرګې په ناسته کې به انتوني بلینکن له خپلې غوښتنې څخه پر سرغړونه تورن او پرضد به یې رایې واچول شي.

د یادونې ده، چې د کانګرس له حکمه سرغړونه په امریکا کې جرم دی او د جریمې او بند سزا لري.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading

تازه خبرونه

یو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

Published

on

 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ۳۲ کلن افغان محمد داوود الکوزي د اوکټوبر پر شپږمه د ټکزاس ایالت په فورت‌ورټ فډرالي محکمه کې د ځانمرګي برید د ترسره کولو په اړه د انلاین ګواښیز پیغام د لېږلو پر تور پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا ګواښ د ۲۰۲۵ز. کال په نومبر کې د خواله رسنۍ د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال کړی و او د دغې وینا ځینې برخې وروسته په ټک‌ټاک او نورو خواله رسنیو کې خپرې شوې. امریکايي چارواکو د خلکو له راپورونو وروسته هغه وپېژاند او ویې نیوه. په داسې حال کې، چې د الکوزي د کور او ګرځنده ټیلیفون له پلټنې وروسته هېڅ ډول چاودېدونکي توکي یا د بم جوړولو وسایل موندل شوي نه‌دي.

چارواکو ویلي، داسې شواهد یې هم  موندلي نه‌دي، چې نوموړي په رښتیا د برید د ترسره کولو نیت درلود.

الکوزی اوس د پېنځه کلونو له فډرالي بند، ۲۵۰ زره ډالرو جریمې او تر درې کلونو پورې قضايي څارنې سره مخ دی. د نوموړي د سزا د اعلان نېټه تر دې دمه ټاکل شوې نه‌ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

Published

on

د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنې «سي‌اس‌ټي‌او» څرګنده کړې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه به په مسکو کې د دې ټولنې، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو او د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د منځنۍ آسیا او افغانستان امنیتي مسایل وڅېړل شي.

دغه راز د ډله‌ییز امنیت تړون ټولنه د ګډ امنیت شورا غونډه به د نومبر پر لسمه او یوولسمه په مسکو کې جوړه شي، چې په کې به د ډله‌ییز امنیت د نظام پیاوړتیا او د غړیو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا وڅېړل شي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې به د ډله‌ییز امنیت نظام د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره هم پرېکړې وشي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!