Connect with us

تازه خبرونه

افغان او ایراني چارواکو د سرحدي نښتو پر بیا نه‌رامنځته کېدو ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲

د ایرانيو چارواکو او اسلامي امارت تر منځ د دواړو هېوادونو د ځواکونو له نښتې وروسته پر پخلاینې او روغې جوړې خبرې وکړې.

تهران او کابل ویلي؛ په پوله کې سوله بېرته راګرزېدلې او دواړو غاړیو ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به شخړه نه‌کیږي.

اسلامي امارت ویلي؛ افغانستان له خپلو ګاونډ هېوادونو سره جګړه نه‌غواړي او له ایران سره دوستانه اړیکو ته لیواله دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت د هرې مسئلې په اړه، چې له پیل څخه پېښیږي پر خبرو اترو او همغږۍ باور لري او دا غوره کار بولي. مونږ غواړو، چې ټول مسایل یوازې پر خبرو اترو او همغږۍ وڅېړل شي.

د ایران کورنیو چارو وزیر هم پرونۍ نښتې بې اهمیته وبللې او ویې ویل، چې پر پوله د ورېښمو دروازه بېرته پرانیستل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه بیا پیل شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: یوه لنډه شخړه وه او حل شوه. له طالبانو (اسلامي امارت) سره هم خبرې اترې وشوې. اوس مونږ کومه ستونزه نه‌لرو. سرحد خلاص او سوله‌ییز دی.

د ایران دوه لوړپوړیو پوځي قومندانانو په راتلونکي کې د هر ډول جګړې تکرار د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز جنرال قاسم رضايي وايي: لیدنه ترسره شوه. اوس مونږ ګورو، چې دواړه لوري باید څه وکړي، چې دا ډول ناوړه پېښه رامنځته نه‌شي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري وايي: مونږ ښه ګاونډیتوب څارو؛ خو که رښتیا هم دا احساس شي، چې بل لوري نه‌غواړي مقررات مراعات کړي؛ نو بیا به له بل ډول چلند سره مخ شي.

په ورته وخت کې د سیستان او بلوچستان یو شمېر ایراني سني دیني عالمان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون د ایراني چارواکو پر سختو او له ګواښونو ډکو ویناوو نیوکه کوي او په راتلونکي کې د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه ډول سختو څرګندونو تکرار د ایران په ګټه نه‌بولي.

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د اهل سنتو مذهب یو عالم عبدالرحمن عمرزرهي وايي: ستاسې دیپلوماتیک ادبیات سم نه ول؛ ستاسې د تبصرې معنی دا وه، چې زما خبرې جدي ونیسئ او وروسته به ګیله نه‌کوئ. آیا دا ادبیات دیپلواتیک دي؟ څه ځواب مو ترلاسه کړ؟! تاسې د دې ملت سرونه کښته کړل.

که څه هم ایران له اسلامي امارت سره دیپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو تهران هم لکه د نورې نړۍ په څیر تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی. دواړو هېوادونو په تېرو دوه کلونو کې د پام وړ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري؛ خو دا اړیکې په وروستیو اوونیو کې د هلمند سیند د اوبو پر حق ناندریزې شوې دي.

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف

خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

Published

on

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سېشنبې پر ورځ هغه هڅې رد کړل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات؛ له هغه څه سره پرتله کوي، چې هغه یې “پر جوماتونو او مذهبي مدرسو د هند ناقانونه بریدونه” بولي.

خواجه آصف په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان عملیات د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د تائید شویو مرکزونو پر نښه کولو راڅرخي، چې پر وینا یې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې عملیاتو پرتله کول له هغو بریدونو سره، چې هند د بهاولپور او مریدکې پر دیني ځایونو کړي؛ « بشپړ ناسم او د منلو وړ ندي».

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان ناامني د دوی کورنۍ مسئله ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر وړاندې فعالیت وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!