روغتيا
په کندهار کې د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه
د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په شتون کې د پنځوس میلیون دالرو پر ارزښت د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه.
دولتي چارواکو د درملو له واردوونکیو سوداګرو وغوښتل؛ هغه درمل، چې په هېواد کې دننه توليديږي له واردولو څخه يې باید ډډه وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي وایي: په ۱۵ قلمه کې مونږ خود کفا یوو؛ خو هغه دوباره قاچاق کيږي راوړل کيږي. مونږ له دې څخه متاثر يو. آخر ما داسې يو برنامه شروع کړه، چې کوم کسان وارد کوونکي دي او کوم کسان، چې توليدات لري؛ يو مجلس مو جوړ کړ ډېر په مينه او ډېر په انډيوالۍ الحمدالله هغه کوم کسان، چې وارد کوونکي دي له هغوی څخه مو ډېر په احترامانه خواهش وکړ، چې زمونږ دا ۱۵ قلمه دوايي دلته توليد کيږي؛ که له خارجه يې واردات وشي، دوي ته صدمه او ضربه رسيږي.
د خواړو او درملو ملي ادارې رییس داکتر عبدالباري عمر ویلي؛ هغه کسان، چې د وارداتو په برخه کې کار کوي له هغو څخه زما دا هيله ده، چې: محترمو دوستانو! کوښښ دا وکړئ، چې هسې یې کار قانوني دی؛ نور دې هم اصولو ته ځان برابر کړي. هغه دوستان، چې کارونه یې غير اصولي دي؛ يو- يونيم کال مونږ وخت ورکړ؛ ډېره زياته حوصله مو ورسره کړې تاسې هم نور داسې مکوې راځئ د هېمواد اصول راسره ومنئ!
دغه راز له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل شول، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره جهاد پیل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خيرالله خيرخواه وایي: د اسلامي امارت مجاهدينو پخپله سرښندنه خپل هېواد د خپل ځان پر غوښو آزاد کړ؛ دوی د بودجې والا نهدي، هغه تعليم يافته ندي، چې د خپل ملت د ناجوړۍ او د خپل ملت د نورو مشکلاتو جبران وکړاي شي؛ ځکه اميرالمومنين ويلي، چې دا کسان اقتصادي عسکر دي دا یقينا د دې انقلاب کاملېدل دوی ته پاتې دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وایي؛ واقعاً افغنستان د دواو او معالجې په برخه کې محتاج دي. زمونږ مريض له ډېر سخت کړاو سره مخ وي؛ بهرنيو هېوادونوته پر لارې ضايع کيږي، دوا يې مصرفيږي بې اثره وي او پرلاره وفات کيږي.
ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې «سونا فارما» ملي کارخونه به په یوه شفت یا ۸ ساعتونو کې ۵ اعشاریه ۶ میلیون تابلیت، دوه میلیون کپسول او ۶۰ زره بوتله شربت تولید کړي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د “سونا فارما” کارخونې ونډهوال ٧١ سوداګر او شرکتونه دي او نور ٥٠ ميليون دالره به يې د غني کولو لپاره ولګول شي.
ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې د «سونا فارما» درمل به د ټول هېواد پر کچه د درملو یوه بیه ولري، چې پر درملو لیکل شوي دي.
ملي سوداګرو هم له دولت څخه د دې کار پر وړاندې د يو لړ خنډونو د لرې کولو هيله وکړه .
د سوداګرې او پانګونې خونې مرستيال محمد يونس مومند وایي: افغانستان هم سیمهییزې او هم نړیوالې سوداګرۍ ته اړتيا لري. مونږ له سوداګرۍ پرته نشو کولی، چې له دنيا سره کار و بار ونکړو او حمايوي صنعت په دې خاطر وي، چې په برق کې کمک راسره وکړي، په محصولاتو کې بايد راسره مرسته وکړي. درېيمه مساله دا، چې افغانستان ته زېری ورکوم: افغانستان به د جنوبي آسيا او مرکزي آسيا نښلېدا پر يو ډېر پراخ ترانزيتي مرکز بدل شي. مونږ او تاسې به جنوبي آسيا او مرکزي آسيا سره وصلوو.
د يادونې ده، چې په کندهار کې د خصوصي پانګوونو په لړ کې د درملو د توليد د فابريکې تر څنګ څه موده مخکې د مومند نړېوال روغتون هم فعال شو، چې دا مهال د بهرنيو او کورنيو داکترانو او پرمختللیو طبي تجهيزاتو له درلودلو سره فعاليت کوي.
روغتيا
روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټيبیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.
د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هنديالاصله سوداګر «ویکرام پونیا» لهخوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.
فارماسینتز اوسمهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.
په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو پیل کړ
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوهیم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
دا کمپاین به د می له اتهلسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوهویشتمې روان وي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
