ساینس او ټیکنالوژي
ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړه
د راپورونو له مخې؛ ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړې او دا پېښه ناببره رامنځته شوې او له کبله یې له ځمکې سره انتن د ۲ درجو په واټن کې څرګند شوی دی.
وویجر -۲ په ۱۹۷۷ ز. کال کې خلا ته وتوغول شو او اوس له ځمکې څخه ۱۹ اعشاریه ۹ میلیارد کیلومتره واټن لري. اوس د ناسا د ناسمې تېروتنې له کبله دا فضایي بېړۍ د دې وس نهلري، چې سپارښتنې ترلاسه او معلوماتو راولیږدوي.
ناسا ویلي، چې د وویجر -۲ او د دې ټولنې د فضایي شبکې (دي اس ان) د ځمکنیو انتنونو ترمنځ اړیکه قطع شوې او نوره دا ناشونې ده، چې ( دی اس ان ) ته معلومات ولېږدوي او فضايي بېړۍ هم نشي کولی له ځمکني مرکزه قومانده ترلاسه کړي.
ټاکل شوې ده، چې وویجر -۲ به یو څنډیز څرخ ترسره کړي، چې د اړیکو نښلېدا ورسره شونې شي او ناسا په دې هیله ده، چې تر هغه وخته پورې به دا فضایي بېړۍ پخپل پخواني حال پاتې شي.
په ۱۹۹۸ ز. کال کې ناسا د وویجر -۲ ځینې نااړین وسایل په دې تمه وتړل، چې د انرژۍ لګښت به وسپموي؛ خو تمه ده، چې فضایي بېړۍ به لږترلږه تر ۲۰۲۵ پورې کار وکړي. په دې شرط، چې په راتلونکیو میاشتو کې ورسره اړیکې بیا ونښلیږي.
وویجر -۲ له څلورو سیارو مشتري، زحل، نیپتون او یورانوس څخه لیدنه کړې او یوازنۍ فضايي بېړۍ ده، چې له نیپتون او یورانس څخه یې تر دې دمه لیدنه کړې ده.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
تازه خبرونه3 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه17 hours ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه2 days ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
نړۍ22 hours ago
انټوني بلینکن اوکراین ته رسېدلی