Connect with us

تازه خبرونه

لویدیځ په افغانستان کې له وسله‌والو ډلو سره اړیکې ډېرې کړي – روسیه

خپور شوی

د

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امنیتي ګواښ په اړه د اندېښنې تر څنګ دا ادعا هم کړې، چې لویدیځو هېوادونو په افغانستان کې له وسله‌والو ډلو سره تعامل ته زور ورکړی دی.

د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، شویګو د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۲۴ ) د مسکو د نړیوالل امنیت په یوولسم کنفرانس کې ویلي، چې نړیوال ترهګرې ټولنې په افغانستان کې نفوذ لري او لویدیځ هېوادونه په فعاله توګه له بې پښتو وسله‌والو ډلو سره اړیکې ډېرې کړې دي.

هغه وایي: په منځنۍ اسیا کې د CSTO (د ګډ امنیت تړون ټولنې ) د متحدینو امنیت د روسیې د دفاعي بنسټونو د کار لپاره یو مهم لومړیتوب دی. نن د سیمې لپاره اصلي ننګونې او ګواښونه د افغانستان له دننه څخه رامنځته کیږي، چې په کې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت له ړنګیدو وروسته د نړیوالو تروریستي ډلو نفوذ مخ پر ډېرېدو شوی دی.

د روسیې دفاع وزیر له وسله‌والو ډلو سره د لویدیځو هېوادونو د تعامل په برخه کې ویلي: د هغوی د اقداماتو هدف څرګند دی؛ له یوې خوا زمونږ د همکارانو په سرحدي سیمو کې د جګړې ډګر جوړېږي او له بلې خوا د [مصنوعي جوړې شوې] جګړې د بې پرې کولو لپاره پوځي مرستې کېږي. په داسې حال کې، چې د ملکي او دولتي خلکو پر ګټو او ثبات سترګې پټیږي.

د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې اسلامي امارت په ځلونو د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه به بل هېواد ته ګواښونه رامنځته نه‌شي.

تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

Published

on

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نه‌دی.”

هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نه‌دی شوی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!