Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې چاودنې ۱۱ کسان ووژل

خپور شوی

د

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د یکشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې، چې پخوا تويتر و؛ څرګنده کړې، د پاکستان په شمال لويديځ کې د وسله‌والو له بريده يوولس کارګران وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په شمالي ایالت کې امنیتي او پولیس چارواکو ويلي؛ پر لاس د جوړ شوي بم چاودنې د وزیرستان د یوې ودانیزې پروژې د کارګرانو د لېږدولو یو موټر پر نښه کړی.

 د شمالي وزیرستان د کمشنرۍ مرستیال ریحان خټک رویترز ته ویلي؛ هغوی د پوځ په یوه پوسته، چې د جوړېدو په حال کې ده؛ کار کاوه … چې پر لېږدېدونکي موټر یې بم چاودنه وکړه.

سمدستي کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه‌ده اخيستې.

په پاکستان کې له تېر کال راپدیخوا، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او حکومت تر منځ اوربند مات شو؛ د اورپکو لخوا پر حکومتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

د داعش په ګډون نورو ډلو هم د ځینو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې، چې یوه بېلګه یې تېره میاشت په خیبر پښتونخوا کې د یوې مذهبي ډلې پر سیاسي ناستې چاودنې ۴۵ کسان وژلي وه.

سیمه ییز خبرونه

امریکا د ایران له وسلو برابروونکو سره د تړاو له کبله ۱۳ کسان او بنسټونه تحریم کړل

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

Published

on

د امریکا حکومت د سې‌شنبې پر ورځ د ۱۳ هغو کسانو او بنسټونو پر وړاندې د نویو بندیزونو اعلان کړی، چې ایران ته د وسلو او اړینو پرزو په برابرولو کې ښکېل ول.

د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ویلي، په دغو بندیزونو کې هغه کسان او بنسټونه شامل دي چې په روسیه، چین، هانګ کانګ، پاکستان او ایران کې فعالیت لري.

دا بندیزونه د ډونالډ ترمپ د ادارې د هغې هڅې په لړ کې لګېدلي، چې پر ایران اقتصادي فشار زیات کړي او دې هېواد ته د وسلو د برابرولو بهیر محدود کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، واشنګټن به د هغو کسانو پر نښه کول او منزوي کول روان وساتي، چې د ایران د پوځي اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کوي. د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي، د دغو بندیزونو موخه د ایران د وسلو د پروګرامونو د بیا رغولو وړتیا کمول او د وسلو له برابرولو سره د همکارۍ لګښت زیاتول دي.

په هغو اشخاصو او ادارو کې، چې بندیزونه پرې لګول شوي؛ د ایران د دفاع وزارت او په بیجینګ کې د وسله والو ځواکونو د ملاتړ استازی، په ایران کې د کاوشکام آسیا د څېړنې او پراختیا ګروپ، په هانګ کانګ کې د ای سي موجو ټکنالوژۍ استازی او همدارنګه په پاکستان کې د دفاعي شرکت کیویلیر ګروپ رییس واصف پاشا تجمل شامل دي.

همدارنګه د “A.S. Yakovlev” پر نوم د الوتکو ډیزاین دفتر او د روسیې د بار وړلو شرکت “MG-Flot LLC”، د ایران هوايي شرکت “Saha Airlines” او څو نور اشخاص او ادارې د امریکا د بندیزونو په نوي نوملړ کې شامل شوي دي.

د مشورتي شرکت اوبسیډین ریسک اډوائزرز رییس بریټ ایرکسن ویلي، چې دا اقدام ممکن په هرمز تنګي کې د توغندیو او ډرونونو کارولو لپاره د ایران پر وړتیا محدود اغېز ولري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

Published

on

امریکايي او ایراني چارواکو د دوشنبې پر ورځ د اووه میاشتني جنګ د پای ته رسولو لپاره د نویو هڅو په لړ کې له منځګړو سره بېل بېل غږېدلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي راتلونکو خبرو تمرکز به د ایران پر اووه ورځني تعدیل شوي وړاندیز وي؛ هغه طرحه، چې تهران تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وړاندې کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند او په هرمزتنګي کې د بېړۍ‌چلونې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه د خپلو شرطونو په تړاو د امریکا ځواب ته سترګې پر لار دی.

نوموړي ټینګار کړی، که واشنګټن د سوله‌ییزې حللارې په لټه کې وي؛ ایران خپل وړاندیز وړاندې کړی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تائید کړې، چې امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ له منځګړو سره خبرې کړې دي.

ټرمپ له دې مخکې ویلي وه؛ تمه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ روانې وي.

د ایران په وړاندیز کې د نښتو درول، د ځینو بندیزونو او د تېلو اړوند محدودیتونو لرې کول، د ایران د شتمنیو ازادول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل شامل دي.

تهران ویلي، د دغې اړینې بحري لارې بیا پرانیستل به د شرطونو له پوره کېدا سره تړاو ولري؛ خو د دواړو لوریو دریځونه اوس هم سره توپیر لري او د نویو ډیپلوماټیکو هڅو پایله تر اوسه روښانه نه‌ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هند او نیپال کې د سېلابونو او ځمکښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شول

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

Published

on

د هند او نیپال په ځینو سیمو کې سختو بارانونو او توپانونو سېلابونه او ځمکښویېدنې رامنځته کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي.

هندي چارواکو ويلي، د اوټار پرډېش په ایالت کې ۵۶ کسان مړه شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او له زر ډېر کورونه زیانمن شوي دي. مرستندویه ځواکونه په سېلاب‌ځپلیو سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو مرستو د وېش پر عملیاتو بوخت دي.

په نیپال کې هم چارواکو د ۱۴ کسانو د مړینې او د ۱۱ نورو له ورکېدا خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد چارواکو له ۷۷ ولسوالیو څخه په ۴۹ ولسوالیو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د ګنګ، ګنډک، کوسي او باګمټي په ګډون د څو لویو سیندونو د اوبو کچې لوړېدا هم د سېلابونو د پراخېدا اندېښنې زیاتې کړې دي.

د نیپال په ځینو سیمو کې د برښنا لېږدولو مزو او نوري فایبر ته د زیان رسېدا له کبله برښنا او مخابراتي اړیکې هم ګډې وډې شوې دي. همدارنګه، په یوه بله پېښه کې د مانانګ ولسوالۍ د هیملونګ همال د اصلي کمپ تر څېرمه د واورې ښویېدنې له رامنځته کېدا وروسته ۱۰ ځايي کارګر ورک شوي دي.

د هند او نیپال چارواکي د سېلابونو او ځمکښویېدنو له کبله د اوښتو زیانونو د ارزونې او د مرستو رسولو عملیات روان ساتلي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!