تازه خبرونه
د ظاهر شاه مرسدس بنس د امریکا په موټر نندارتون کې تر ټولو لوړه جایزه وګټله
د امریکا پبل بیچ کانکورز دالیګانس نندارتون څرګنده کړې، چې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مرسدس بنس د سږني کال د پخوانیو موټرو په نندارتون کې تر ټولو لوړه جایزه وګټله.
دې نندارتون د یکشنبې پر ورځ (د اسد پر ۲۹ ) په خپره کړې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په نړۍ کې د ۱۹۳۷ ز. کال مرسدس بنس ۵۴۰ – K سپیشل رود ستار موټر یوازې درې بېلګې پاتې دي.
د موټر ځانګړې مجلې کارسکوپس په خپل راپور کې ویلي، چې دا موټر د ۱۹۳۷ ز. کال په سپتمبر کې د افغانستان د پخواني پاچا لاس ته ورغی او بیا هغه دغه موټر پر ۱۹۵۰ ز. کال خپل بریتانیایي میشتي زوم ته ډالۍ کړ.
د دغه راپور پر بنسټ په ۱۹۵۳ ز. کال کې د ظاهر شاه مرسدس بنس یوه امریکايي کلکسیونر واخیست، چې له هغه وروسته پېنځه ځلې پېر او پلور ته وړاندې شوی دی.
د دې موټر اوسنی څښتن یو امریکایي کلکسیونر جیم پترسن دی، چې تېر کال یې په ۹.۹ میلیون دالرو اخیستی دی.
پبل بیچ کانکورز دالیګانس د پخوانیو موټرو نندارتون دی، چې په ځانګړي توګه له نړیوالې جګړې څخه د مخکې پېر موټر راټولوي او له ۱۹۵۰ ز. کال راپدیخوا هر کال په کالیفورنیا کې ترسره کیږي.
محمد ظاهر شاه د ۱۹۳۳ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ د افغانستان ټولواک و.
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه5 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ5 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
-
نړۍ1 day agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
