Connect with us

تازه خبرونه

د افغان ښځو او ماشومانو حقونه د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په اجندا کې راغلل

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو موضوع د دغه سازمان د عمومي ناستې په اجندا کې ونیوله، چې ټاکل شوې نن سې شنبه ( د وږي ۲۸ / د سپتمبر ۱۹ ) په نیویارک کې پیل شي.

اسوشیتید پریس د دوشنبې پر ورځ د دغې لیکنې د خپرولو ترڅنګ یادونه کړې، چې افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې د نجونو او ښځو پر تعلیم یې محدودیتونه لګولي دي.

په دې بندیز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي راغلي دي؛ خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د شریعت په چوکاټ کې د تعلیم په ګډون د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، چې له یو میلیون ډېرې نجونې له دې بندیزه اغېزمنې شوې او داسې اټکل هم شته، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې پېنځه میلیون نجونې د اسانتیاوو د نشتوالي او نورو دلایلو له کبله له زده‌کړو بې برخې وې.

د اسوشیتد پرس د څرګندونو له مخې؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو تر ټولو ستر خنډ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، چې پر ښوونې او روزنې د بندیزونو یو څرګند اغېز د زده‌کړو د لیوالو څانګوالو او روغتیاپالانو د روزنې نه‌شتوالی دی.

روزا اوتونبایوا اسوشیتید پرس ته په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: که راتلونکې او روانې سناریو ته وګورو، چې هیڅ بدلون په کې نه راځي؛ ښځینه داکترانې، قابله ګانې، نسایي څانګوالې یا نرسان به له کوم ځای څخه راځي؟ د جنسیت له پلوه په بشپړه توګه په بېله شوې ټولنه کې افغان ښځې څنګه کولی شي، چې تر ټولو بنسټیز روغتیايي خدمتونه تر لاسه کړي. په داسې حال کې، چې د درملنې لپاره ښځینه څانګواله نه‌وي.

ویل کیږي، چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې مخکې د ( اسلامي امارت ) بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره هم کتلي دي.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړه‌لیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.

Published

on

قطر د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د غونډې پر مهال، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د سولې بهیر د پرمخ بېولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړه‌لیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید له ډېرې همغږۍ سره له رغنده خبرو ملاتړ وکړي او د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

الخلیفي ویلي: قطر له ۲۰۱۳ز.کال راپدېخوا، چې د افغانستان د سولې لپاره د دوحې بهیر پیل شو؛ تل د خبرو او مخنیوي ډیپلوماسۍ پر بنسټ له سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، قطر په تېرو کلونو کې د افغان لوریو ترمنځ د خبرو د څو پړاوونه کوربه‌توب کړي دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې د بهیر کوربه هم پاتې شوی دی؛ د ۲۰۲۳ز.کال د مې، د ۲۰۲۴ز. کال د فبرورۍ او جولای د میاشتو پرمهال یې په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډې جوړې کړې دي.

دغه راز یې د جون او جولای په میاشتو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د درېیمې او د خصوصي سکټور د کاري ډلې د دوه‌یمې غونډې جوړېدا ته نغوته کړې او څرګندوي، چې قطر د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې جوړېدا ته هم سترګې پر لاره دی.

الخلیفي ټینګار کړی، چې د دوحې بهیر دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري او د لاسته راوړنو ساتل او د نړیوالې ټولنې له‌خوا د افغانستان په اړه د پاملرنې دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک له مخې ډېر مهم دی.

قطر ویلي، چې د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ به په افغانستان کې خپلو بشري او پراختیايي فعالیتونو ته هم دوام ورکړي.

د قطري چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د قطر د پراختیا صندوق، د قطر خیریه ټولنې، «له هر څه پورته زده‌کړې» بنسټ او د قطر سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي، چې د ښځو، نجونو او ځوانانو زده‌کړه او د کار زمینه ورته برابرول یې له لومړیتوبونو څخه دي.

الخلیفي په پای کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د اسلامي همکاریو ټولنې په چوکاټ کې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د بېړنیو بشري اړتیاوو د حل او د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د هڅولو لپاره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!