تازه خبرونه
اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې چارې ځنډول کیږي – عبدالسلام حنفي
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي؛ اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې چارې چټکې نه تر سره کیږي او خلک پر اوونیو او میاشتو انتظار باسي، چې په دولتي ادارو کې خپل کار پای ته ورسوي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، شهیدانو او معلولینو وزارت او برښنا شرکت ترمنځ د اداري پړواوونو ساده کولو په موخه تفاهم لیک لاسلیک شو.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي، چې اوس هم په یو شمېر دولتي ادارو کې کاغذ پراني شته او دولتي کارکوونکي د خلکو کارونه په سمه توګه نه ترسره کوي.
عبدالسلام حنفي وايي؛ اسلامي امارت برښنايي حکومتدارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې دولتي ادارې سره ونښلوي او کارونه چټک ترسره او د فساد مخه ونیول شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال دا هم ويلي، چې د بل هر بنسټ پر پرتله د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې د پروسې ساده کول اړین دي؛ ځکه زیانمن کسان همدې ادارې ته مراجعه کوي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکی وایي، چې د قوشتېپې ملي کانال د دوهیم فاز کار هم پیلیږي؛ ځکه، چې د لومړي فاز کار مخ پر بشپړېدو دی.
عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د خلکو خدمت او د هېواد پرمختګ ته ژمن دی.
دغه راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رییس عبدالحنان عارف الله ویلي: په دولتي ادارو کې د متخصصو او مسلکي کسانو د جذبولو په لټه کې دي او غواړي، چې چارې مسلکي کسانو ته وسپارل شي.
د برشنا شرکت سوداګریز رییس عبدالرحمن رحماني وايي، چې تر اوسه یې له زورواکو څخه ۱۱۸ میلیون افغانۍ پور راټول کړی دی.
ویل کیږي، چې په روان کال کې د شهيدانو لپاره ١٣،٥ ميليارد افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده. د معلولینو او یتیمانو په ډله کې ټول معلولین او د شهیدانو کورنۍ شاملې دي او په دې برخه کې یې هیڅ ډول توپیر نهدی کړی.
تازه خبرونه
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
«غیرشرعي» غوښتنې نهمنو- د اسلامي امارت رهبر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.
هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.
تازه خبرونه
ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګهوالو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمهییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.
عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.
هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمهییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه3 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی3 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
څار5 days agoڅار: د پېنځمې کلیزې لپاره د اسلامي امارت چمتووالی
