Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده – محمد خالد حنفي

خپور شوی

د

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي ويلي، چې د اوسنې نظام ملاتړ او ساتنه پر ټولو فرض عین ده.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسوولینو ويلي، چې له اوسني نظام سره د همکارۍ او ملاتړ لپاره باید ټول خپلي  هڅې پرا خي کړي.

دوی له محتسبینو وغوښتل، چې د خپلو چارو په تنظیم او پرمخ وړلو کې  له ولس سره له  نږدې همکاري وکړي.

محمد خالد حنفي وایي: له اوسني نظام  څخه ملاتړ او له دې نظام سره همکاري کول پر ټولو فرض عین دی. د نړۍ پرمخ دې ته ورته بل اسلامي او شرعي نظام شتون نه‌لري.

د کورنی  چارو وزارت مسوولین هم  د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له مسوو لینو او محتسبینو غوښتنه کوي، چې له ولس سره پر نرمه ژبه همکاري وکړي، چې د امربالمعروف او د ولس ترمنځ  رامنځته شوی واټن له منځه لرې شي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي: د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له محتسبینو څخه زما غوښتنه داده، چې د ولس او دوی ترمنځ واټن ختم کړي او ولس پخپله د امر بالمعروف لپاره تیار کړي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په هرات کې د رامنځته شوې زلزلې د قربانیانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او له شتمنو هېوادوالو څخه يي ورسره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

سراج الدین حقاني وایي: زمونږ په هېواد کې د طبیعي پېښو له کبله خلک زیات زانمن کیږي. تېر کال د پکتیا او اوس د هرات پېښې د یادولو دي. هیله لرم، چې شتمن مو له زیامنو سره همکارۍ پراخې کړي، چې ستونزو ته یې منظمه رسیده ګي وشي.

په دې غوانډه کې د کابل ولایت د ګذرونو د وکیلانو عمومي رییس ببرک ساپي هم له اسلامي امارت څخه د کابل د خلکو پر ملاتړ سربېره د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د ولس پر مخ خپل ورونه پرا نیستي وساتي.

نوموړی وایي: مونږپره ټول توان له اسلامي امارت څخه ملاتړ کوو او کړی مو هم دی او له دوی څخه هم هیله لرو، چې د ولس پر وړانډې خپل ورونه پرانیزي.

دا غونډه، چې په کې د کابل ولایت د ټولو ولسوالیواو د ګذر وکیلانو ګډون کړی و؛ د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړه کړې وه، چې د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ روحیه پیاوړې شي.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!