تازه خبرونه
د افغانانو د چټکې ستنېدا لپاره نوې لارې پرانیستل شوې – پاکستان
د پاکستان د لنډمهالي حکومت مسوولینو څرګنده کړی، چې د دوشنبې پر ورځ یې د بې اسنادو افغانانو د چټکې ستنېدا لپاره درې نوې لارې پرانیستې دي.
د رویترز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي ویلي، چې د چمن پر لویې لارې سربېره درې نوې لارې هم جوړې شوې دي.
هغه زياته کړې، چې د کډوالو د ستنولو له کبله د چمن پر لويه لار ډېره ګڼه ګوڼه وه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر په لومړیو کې د نوې تګلارې له اعلان راپدیخوا څه باندې ۲۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه وتلي دي.
د نومبر پر لومړۍ نېټه د داوطلبانه وتلو لپاره د ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته اسلامآباد په ټول پاکستان کې د مهاجرینو د راټولولو او ایستلو عملیات پیل کړي دي.
پاکستان تر دې دمه د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د ډلو او لویدیځو سفارتونو هغه غوښتنې رد کړي، چې د افغانانو نیول، ځورول او شړل دې ودروي او یا دې پرې له سره غور وکړي.
کابل هم له اسلامآباده غوښتي، چې افغان وګړیو ته د وتلو لپاره پوره وخت ورکړي.
د مهاجرو د ایستلو بهیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو کچه راټیټه کړې؛ اسلامآباد ادعا کوي، چې وسلهوال د افغانستان خاوره پر دوی د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره کاروي؛ خو اسلامي امارت ويلي، چې د پاکستان امنیت د هغو خپله کورنۍ ستونزه ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان او ناروې چارواکو پر افغانستان او سیمیهیزې امنیتي همکارۍ خبرې وکړې
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف ویلي؛ د ازبکستان او ناروې د چارواکو دوهورځنۍ غونډه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره شوه، چې په کې د سیمې امنیت، په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان ونډه او د اقتصادي اړیکو پراختیا وارزول شوه.
وهابوف په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه د ناروې د شخړو د اواري مرکز لهخوا جوړه شوې وه او له افغانستان سره پر عملي تعامل، خبرو، امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییز پیوستون راوڅرخېدله.
د ازبکستان په پلاوي کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف، په ناروې کې د ازبکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د نړیوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړیوالو پرمختللیو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او جولان وهابوف ګډون درلود.
وهابوف څرګنده کړې؛ په دې غونډه کې یې د سولې ټینګښت او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو په برخه کې د ازبکستان تجربې وړاندې کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې تلپاتی ثبات یوازې د سیمهییزې همپالنې پر بهیرونو د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی.
هغه دا غونډه د نورو خبرو لپاره هیلهبښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا بهیر به په منظم ډول روان وي.
تازه خبرونه
د افغانستان له بشري مرستو څخه باید اقتصادي بیارغونې او خصوصي سکټور ودې ته پام راواړول شي
مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دوحه کې یې د افغانستان د ځانګړې همغږۍ ډلې غونډې ته څرګنده کړې، چې د باثباته راتلونکي د رامنځته کولو لپاره باید له بشري مرستو څخه د اقتصادي بیارغونې او د خصوصي سکټور د پراختیا ملاتړ ته پام راواړول شي.
مریم بنت علي المسند زیاته کړې؛ ما د نړیوالې همکارۍ پر پیاوړتیا او د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت او د دوامدارې اقتصادي بیارغونې لپاره د زمینې برابرولو پر موخه د هڅو پر همغږۍ ټینګار هم ټینګار کړی دی.
المسند ویلي، قطر له تېرې یوې لسیزې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو لپاره نږدې ۱۵۰ میلیون ډالر لګولي او د لګولو ژمنه یې کړې ده، چې روغتیا، زدهکړو او بېړنیو مرستو ته ځانګړې شوي دي.
هغې خبرداری ورکړ، چې سختې بشري اړتیاوې او اقتصادي ستونزې اوس هم افغان کورنۍ اغېزمنوي. دغه راز د خلکو بېرته ستنېدل او بېځایه کېدل پر عامه خدمتونو او د خلکو پر معیشت اضافي فشارونه اچوي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د خوړو خوندیتوب، روغتیا، تغذیې، زدهکړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې اوس هم بېړنیو مرستو ته اړتیا شته.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې همکارۍ وزیرې ټینګار وکړ، چې مرستې باید له روڼتیا، حساب ورکولو او بشري اصولو سره سمې ووېشل شي او زیانګالو ډلو؛ ښځو او ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
هغې زیاته کړې، چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو پر مشرۍ وټاکل شي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي.
المسند له ۲۰۱۳ز. کال راپدېخوا د افغانستان په اړه د دوحې د سولې بهیر له پیل سره د خبرو اترو په آسانتیا کې د قطر رول ته نغوته وکړه او د افغان کډوالو لپاره د حللارو سټراټیژۍ او د افغانستان د بشري مرستو صندوق په څېر نوښتونو کې یې د دغه هېواد ملاتړ مهم وباله.
هغې ویلي، د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې بهیر د سیاسي تعامل او عملي همکارۍ لپاره زمینه برابروي.
هغې ویلي، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او د خصوصي سکټور پراختیا هغه برخې دي، چې نړیوالې هڅې په کې ملموسې پایلې لرلی شي.
المسند له ګډونوالو وغوښتل، چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتي، روښانه لومړیتوبونه وټاکي او له افغانانو سره خپلې ژمنې تازه کړي. هغې ټینګار کړی، چې تخنیکي همکاري باید د پراخو سیاسي هڅو بشپړوونکې وي.
تازه خبرونه
په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو ارزونه؛ یوازې دوه روغتونونو لومړۍ درجه خپله کړه
د دغه وزارت مسوولانو د سېشنبې پر ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د دغې ارزونې پایلې اعلان کړې او څرګندوي، چې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر د روغتیايي خدمتونو د معیارونو د ښه کولو، د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا، روڼتیا د زیاتولو او د درملنې د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنو ته د رسېدنې لپاه پیل شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو د ارزونې پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې دوه روغتونونو «الف»، نهو «ب» او ۳۹ نورو د «ج» درجه ترلاسه کړې ده.
د دغه وزارت مسوولانو د سېشنبې پر ورځ په کابل کې یوې غونډې ته د دغې ارزونې پایلې اعلان کړې او څرګندوي، چې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر د روغتیايي خدمتونو د معیارونو د ښه کولو، د خصوصي روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا، روڼتیا د زیاتولو او د درملنې د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنو ته د رسېدنې لپاه پیل شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، دغه پروګرام په خصوصي روغتیايي سکټور کې د بدلونونو راوستلو او د روغتونونو هڅولو لپاره طرحه شوی، چې د خپلو خدمتونو د کیفیت په ښه کولو کې له یو بل سره سیالي وکړي.
هغه زیاته کړې، چې له دې ارزونې وروسته به د روغتیايي خدمتونو بیې هم وټاکل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا ګام به روڼتیا زیاته او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه اندېښنې کمې کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د روغتونونو د درجهبندۍ بهیر د خصوصي روغتونونو د درملنې د لوړو لګښتونو په اړه د خلکو د شکایتونو په ځواب کې پیل شوی دی.
د نوموړي پر وینا، روغتونونه د خپلو امکاناتو او وړاندې کېدونکو خدمتونو له مخې ارزول شوي او درجهبندي شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني ویلي، د هر روغتون درجه د هغه اوسنی وضعیت ښيي.
هغه زیاته کړې؛ د لوړې درجې لرونکي روغتونونه باید خپل معیارونه وساتي او هغه روغتونونه، چې ټیټې درجې یې ترلاسه کړې دي باید د ټاکل شویو معیارونو د پوره کولو لپاره هڅې وکړي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي، د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو، د درملنې د لګښتونو د تنظیم او د خصوصي روغتیايي مرکزونو د حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره به د روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر روان وي.
هغوی له روغتونونو وغوښتل، چې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي او ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو کیفیت او لاسرسی ښه کړي.
-
سوداگري3 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري2 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تازه خبرونه3 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
تازه خبرونه3 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
تحول4 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
-
نړۍ2 days agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
نړۍ3 days agoپه فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
