تازه خبرونه
ملګري ملتونه د افغانستان له څوکۍ د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي – سهیل شاهین
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي، ملګري ملتونه د نړیوالو اصولو خلاف او د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ په دې ټولنه کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نه سپاري.
له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ غوښتنه کوي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د موقت حکومت پر وړاندې د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ د نړیوالو اصولو خلاف عمل کوي او په دې ټولنه کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته نهورکوي.
هغه ویلي، چې ملګري ملتونه دا څوکۍ د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار په توګه کاروي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو دغه هڅه د دې نړیوال ټولنې بېپریتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
سهیل شاهین دغه راز د امریکا له لوري د دوحې له تړون څخه د سرغړونو د پېښو په اړه ویلي، د دغه تړون د یوې مادې له مخې باید امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته د دغه هېواد په بیارغونه کې فعاله ونډه اخیستې وای؛ خو داسې نهدي شوي او تر اوسه یې په دې اړه کوم اقدام نهدی کړی.
له بلې خوا د ازبکستان ولسمشر افغانستان د منځنۍ آسیا یوه نه بېلېدونکې برخه وبلله او په آذربایجان کې یې د سپیکا یا د منځنۍ آسیا د هېوادونو د اقتصاد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي پروګرام په غونډه کې ټینګار وکړ، چې په دغه هېواد کې ثبات د سیمې لپاره مهم دی.
هغه ویلي، چې په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د اوسني حکومت له ګډون پرته له دې غونډو مثبته پایله ترلاسه کېدی نهشي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف څرګنده کړې، چې افغانستان د منځنۍ آسیا د نه بېلېدونکې برخې په توګه د سیمې په ثبات مهم رول لري او دا هېواد نهشي کولی افغانستان یوازې پریږدي.
هغه وایي: که څه هم افغانستان د منځنۍ آسیا یوه نه بېلېدونکې برخه او د سیمې د ثبات لپاره مهم دی؛ خو د ځینو دلایلو له مخې به نننۍ غونډه د دغه هېواد د استازیو له حضور پرته ترسره شي. زه خپلو همکارانو ته درناوی لرم او د سپیکا له مشرتابه غواړم، چې له افغانستان سره اړیکې او همکارۍ روانې وساتي. مونږ نهشو کولی، چې دا هېواد ستونزو ته یوازې پرېږدو.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې تل د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او توکمیزو لږکیو د حقونو د خوندیتوب، د یوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو، له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو او د نشهیي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې خپل غږ پورته کړی؛ خو اسلامي امارت څرګندوي، چې د نړیوال مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

