Connect with us

نړۍ

امریکا په غزه کې د امنیت شورا د اوربند غوښتنې ته منفي رای ورکړه

خپور شوی

د

واشنګټن په غزه کې د حماس او اسرائیلو په روانه جګړه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سمدستي اوربند غوښتنه ویټو کړه.

د جمعې پر ورځ جګړه نوروه هم پراخه او د فلسطینیانو د مرګ او ژوبلې کچه ورسره لوړه شوه؛ اسرائیلو د حماس ډلې پر وړاندې د دوه میاشتنۍ جګړې په پراخ پړاو کې له شمال څخه سویل ته اړوند سیمې پوره وځپلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د روان بشري ناورین د غندلو ترڅنګ ویلي، چې په غزه کې هیڅ ځای د ملکي خلکو لپاره خوندي پاتې نه‌دی. په داسې حال کې، چې څو ساعته مخکې امریکا د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې پر لوی اکثریت په غزه کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه وشوه.

دې رایې واشنګتن په دیپلوماتیکه توګه په ۱۵ کسیزه شورا کې ګوښه کړ؛ د یارلس غړو د عربي متحده اماراتو لخوا وړاندې شوي پرېکړه لیک ته مثبته رای ورکړه او بریتانیا ځان له له رای اچونې لرې وساته.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ شورا ته وویل: مونږ د دې پرېکړه لیک ملاتړ نه‌کوو؛ ځکه دوی د هغه اوربند غوښتنه کوي، چې د بلې جګړې تخم کري.

امریکا او اسرائیل د اوربند مخالفت کوي او وايي؛ دا به یوازې حماس ته ګټه ورسوي. حماس د اکتوبر پر اوومه د پولې په اوږدو کې پر اسرائیلو وژونکی برید وکړ او اسرائیلو یې په ځواب کې د دوی د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

واشنګټن د دې پر ځای، چې د جګړې د اووه ورځني اوربند په څېر له دمې ملاتړ وکړي، چې حماس یې ځینې یرغمل خوشې کړل او د بشري مرستو بهیر په کې پیل شو؛ خپله منفي رای ورکوي. رامنځته شوی اوربند د دسمبر پر لومړۍ نېټه مات شوی او جګړې په غزه کې زور اخیستی دی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور شورا ته وویل؛ د رای اچونې معنا دا ده، چې د میلیونونو فلسطینیانو ژوند وژغورل شي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشیق د امریکا ویټو ناانساني یاده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ګیلاد ایردان په یوه خبرپاڼه کې ویلي: اوربند به یوازې د ټولو یرغمل شویو پر راستنېدو او د حماس پر له منځه وړلو شونی وي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!