Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په اړه د نظر اختلاف لري – ریچارډ بینیټ

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ پرون (یکشنبه د لیندۍ ۱۹) د دوحې په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو او واحد لیدلوری لري؛ خو د ښځو د زده‌کړو په برخه کې وېشل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر د ښځو له زده‌کړو د ملاتړ پر تور له دندې ګوښه شو.

ریچارډ بینیټ د ګوښه شوي چارواکي نوم وانه‌خیست؛ خو له دې مخکې د لوړو زده‌کړو په وزارت کې ندا‌محمد ندیم او عبدالباقي حقاني چارسمبالي وه.

عبدالباقي حقاني د ١٤٠٠ لمریز لېږدیز کال د وږي پر ٢١ ويلي وه، چې نجونې د زده‌کړې حق لري؛ خو بايد بېل شي او په غير‌مختلط  ټولګيو کې زده‌کړې وکړي.

بینیټ د یک‌شنبې پر ورځ د دوحې په غونډه کې خبرې کړي، چې یوه موضوع یې د افغان نجونو زده‌کړې وې.

نوموړي په همدې غونډه کې د اسلامي امارت د یاد اختلاف په اړه څرګنده کړې: د طالبانو (اسلامي امارت) یووالی د دوی د ځواکمنۍ ښکارندویي کوي؛ ځکه دوی یووالی بنسټیز ګڼي، خو د زده‌کړې په برخه کې دوی یاد یووالی نه‌لري. مونږ دا توپیر د دوی په ځینو څرګندونو کې لیدلی دی.

نوموړي د لوړو زده‌کړو له پخواني وزير سره خپلې ليدنې ته په نغوته (اشاره ) کې څرګند کړی؛ دې چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په بېلو او جلا ټولګيو کې د زده‌کړو د زمينې په اړه خبرې کولې.

بینیټ ویلي؛ مونږ د ښځو او نجونو د زده‌کړې په اړه پراخې تخنیکي خبرې کړي؛ هغه نه‌دي ویلي، چې نجونې باید پوهنتون ته لاړې نه‌شي. هغه ویل، چې څنګه نجونو او میرمنو ته په جلا ځای کې زده‌کړه ورکړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د راپور ورکوونکي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې شو.

بینیټ ویلي: شونې ده دلیل یې داوي، چې کندهار؛ د زده‌کړو په اړه، د هغه نظر ډېر پراخ او پرمختللی وموند.

دغه راز د افغانستان د ښځو چارو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم په دې ناسته کې ویلي، چې د ښځو په اړه د اسلامي امارت سیاستونه دیني او اقتصادي بنسټ نه‌لري.

د افغانستان د ښځو چارو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو د تعلیم، کار، سفر او سیاسي ګډون په حق کې پر لګول شویو محدودیتونو د نیوکې ترڅنګ وايي؛ دغه محدودیتونه هیڅ اقتصادي بنسټ نه‌لري او د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې په افغانستان کې د ښځو د بېکارۍ له کبله یو میلیارد ډالر عاید کم شوي او د ښځو د کار او زده‌کړو بندیز پر کورنیو ویجاړونکي اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: زه فکر نه کوم، چې دا اقتصادي بنسټ لري، البته، چې نه‌یې لري؛ ځکه مونږ او ملګرو ملتونو ارزیابي کړې، چې افغانستان له یو میلیارد ډالرو ډېر عاید له لاسه ورکړی او دا په حقیقت کې افغانستان ویجاړوي.

میرمن رینا امیري له دې خبرې سره پر ټینګار، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز دیني بنسټ هم نه‌لري ویلي؛ د نړۍ ۵۷ هېوادونو د اسلامي ټولنې په غونډه کې ویلي، چې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز له اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی.

هغې ويلي: زه فکر نه کوم، چې دا له مذهب سره کوم تړاو لري. زه له دې مخکې په جده کې د ښځو د اسلامي همکارۍ ټولنې په کنفرانس کې وم، چې ۵۷ هېوادونو په کې ګډون کړی و او څرګنده شوه، چې دا د اسلام د سپېڅلي دین خلاف دی او دا سیاست دی.

اسلامي امارت وايي، چې د ښځو حقوق او بشري حقوق د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او په داخلي چارو کې بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه‌ورکوي.

په دې غونډه کې، چې د ګډې راتلونکې د جوړولو تر سرلیک لاندې په دوحه کې جوړه شوې وه، افغان مدني فعالانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې او د افغان نجونو او ښځو د تعلیم پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.

هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونه‌شي او هڅې چټکې نه‌کړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»

ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.

د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.

ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کم‌عمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.

دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.

د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.

ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

Published

on

 

کابل ښاروالۍ ويلي؛ د پلازمېنې د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د دې ښار ناحیې شي.

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

بارکزی وایي:« کابل ښار یوازې په عمودي ډول نه پراخېږي، بلکې افقي پراختیا یې هم ډېره ښه شوې او د ګوګل نخشې له لارې لیدل کېدی شي. کابل ۲۲ ناحیې لري او په پام کې ده، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ هم ورسره یوځای شي.»

کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې طرحې د پلي کېدا د وخت په اړه څه نه‌دی ویلي.

بګرامي د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومټره لرې موقعیت لري.

چارآسیاب هم د ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز څخه د سويلي ولایتونو پر لور یوه اصلي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!