Connect with us

تازه خبرونه

له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې د عملي چارو د غځولو په ګډون د سوداګریزو همکاریو ډاډ څرګند شو

خپور شوی

د

تېر ماښام په هرات ولايت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاوو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د نل‌لیکې پرغځولو، په تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې‌پټلۍ سټېشن پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټ او د نورالجهاد برښنا سب‌سټېشن وړتیا لوړولو هراړخیزې خبرې اترې وکړې.

امیرخان متقي ویلي، د ټاپي ګازو نل‌لیکه افغانستان ته رارسېدلې او څو متره هېواد ته رادننه شوې هم ده.

هغه زياته کړه: د دواړو خواوو تخنيکي ټيمونه ټاکل شوي چې څنګه هلته اسانتياوې زياتې کړي او څه ډول له هرات سره تورغونډۍ ونښلوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دغو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي، د اوسپنې‌پټلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري او د هرات والي نور احمد اسلام‌جار د ترکمنستان له اړوند چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

نوموړي څرګنده کړې؛ په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکمن سیال او پلاوي ته له هرکلي وروسته ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې له پای او نوي حکومت له جوړېدو وروسته اوس د دې فرصت رامنځته شوی، چې د ټاپي ستره پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو پر ګډو هڅو عملي پیل شي.

امیر خان متقي د افغانستان له لوري د چمتووالي په اړه پوره ډاډ څرګند کړی او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو د پیل لپاره د افغانستان اړوند ارګانونو خپلې ټولې چارې بشپړې کړې دي او په تمه یوو، چې عملي کار پرې پیل شي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هم ټینګار کړی او هیله من دی، چې په تورغنډۍ بندر کې د مالونو انتقالات هم څلیريشت ساعته شي.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي پروژې پر اهمیت رڼا اچولې او ټینګار کوي، چې د افغانستان په خاوره کې د نل‌ليکې د کیندنو کار عملي پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د خبرو پر مهال چمتووالی وښود، چې ډېر ژر به په عشق‌آباد کې د افغان توکو یو نندارتون جوړ شي.

د حافظ ضیا احمد د څرګندونو له مخې؛ د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر پخپل وار په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هراړخیزې خبرې وکړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف له خپلې خوا هم د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خپل چمتووالی څرګند کړ.

رشید مُرٙدوف ویلي؛ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته او پلې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې غواړي، چې له افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه شي.

مُرَدوف په عشق‌آباد کې د افغان توکو د نندارتون په اړه هم خپل تیاری څرګند کړ.

ویل کیږي، چې د خبرو په پای کې امیر خان متقي خپل ترکمن سيال ته ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به پر بېلابېلو  کچو او برخو کې بحث او کار روان وساتو، چې د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځته شوو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته شي.

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ترهګریز ګواښ په پام کې ونیول شي – چین

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

Published

on

چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګنده کړې، چې په افغانستان کې ترهګریز ګواښ اوس هم د پام وړ دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.

د چین استازي سان لي د چارشنبې پر ورځ د ترهګریزو فعالیتونو له کبله د نړیوالې سولې او امنیت د ګواښونو په اړه د شورا اړوند ناستې ته ویلي، چې داعش، القاعده او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته ورته ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت کوي او دې هېواد او سیمې ته “پرله‌پسې ګواښونه” رامنځته کوي.

سان لي د افغانستان په یوه چینايي رسټورانټ کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته نغوته(اشاره) کړې، چې په پایله کې یې اووه کسان ووژل شول او داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست.

نوموړي دا هم ویلي؛ دا پېښه د دې ډلې له پرله‌پسې عملیاتي وړتیاوو یادونه کوي.

هغه د افغانستان له حکومت غوښتي؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته دې «ډېر ارزښت» چې افغانستان یو ځل بیا د افراطي شبکو پر مرکز بدل نشي.

هغه زیاته کړې؛ چین د سیمه‌ییزو همکاریو له هڅو ملاتړ کوي. په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، چې د شانګهای همکاریو ټولنې له لارې د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او له افغانستان سره د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وشي.

دغه راز د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد هم خپلې ځانګړې اندېښنې څرګندې کړې او وایي، چې د افغانستان واکمن چارواکي اوس هم تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش- خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته «آزاد چاپېریال» برابر کړی دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډلې نه یوازې پاکستان، بلکې ټوله سیمه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا استازي، مایک والټز ویلي، چې داعش- خراسان اوس هم په افغانستان کې یو پرله‌پسې ګواښ دی.

هغه د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د سیمې هېوادونو پر ځلونو په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت دا اندېښنې رد کړي او تل یې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!