Connect with us

تازه خبرونه

د یوناما مشرې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۲)

ٍپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ استازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې  د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغان ښځو د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او څرګندوي: ​ که څه هم اسلامي امارت وايي،  چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو کار روان دی؛ خو وخت تېریږي او د نجونو یو نسل له زده‌کړو وروسته پاتې کیږي.

روزا اوتونبایوا وایي: د ښوونځیو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. نړیواله ټولنه غواړي، چې د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم او زده‌کړې بندیز لغو کړي. مونږ د بېلابېلو عمرونو ټولو ښځو او نجونو ته تعلیم غواړو. که څه هم د دغه هېواد واکمن وايي، چې دوی د شرایطو برابرولو هڅه کوي؛ خو وخت تېریږي او یو نسل له تعلیمه لرې پاتې کیږي.

په امنیت شورا کې د امریکا استازي مرستیال رابرټ ووډ د طالبانو له حکومت سره د امریکا تعامل د ښځو پر وړاندې د تګلارې پر بدلون مشروط ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مرستیال رابرټ ووډ وایي: تر هغې، چې ښځو ته د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند ته لاسرسی نه‌وي برابر شوی؛ امریکا به له طالبانو سره عادي اړیکې په پام کې ونه‌نیسي.

اسلامي امارت وايي، چې د ښځو حقونه خوندي شوي او د نجونو د تعلیم او زده‌کړو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د نقض ادعاوې ردوي او وايي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي او د زده‌کړو لپاره د طرحې پر جوړولو کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو زمینه برابره شي؛ ځکه، چې پر زده‌کړو د بندیز پرېکړه د دفاع وړ نه‌ده

تازه خبرونه

د شانګهای همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۳)

د شانګهای د همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت او په دغه هېواد کې د تروریزم او مخدره توکو له ګواښونو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې د تروریستي ګواښونو او په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره د مرستې په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان د رسنیو د راپور پر بنسټ، د شانګهای همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د دې ټولنې د راتلونکې غونډې په اړه، چې ټاکل شوې د روان کال د جولای په میاشت کې جوړ شی، بحث او خبرې وکړې.

د دې ټولنې د نوي عمومي منشي لپاره د نوماندانو څېړل او د منځني ختیځ مسایل د دغې غونډې د نورو موضوعاتو په توګه اعلان شوي دي.

دغه راز دوی په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت، د «ترهګرۍ» ګواښونو او نشه‎يي توکو سره د مبارزې په اړه هم سلا مشورې کړې دي.

د دې غونډې مشري د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلو کوي؛ چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای همکاریو ټولنې غړي دي.

دغه ټولنه افغانستان، منګولیا، بیلاروس، عراق او سریلانکا ته د څارونکیو په توګه بلنه ورکوي؛ خو دا مهال د اسلامي امارت استازي دغې غونډې ته ندي بلل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د دې ټولنې د غړیو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې سیمه‌ییزې ټولنې د غړیو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ وباله او له اسلامي امارت یې وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې  خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

اسلامي امارت تل ویلي، چې په هېواد کې امنیت خوندي دی او د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ د کوم هېواد پر ضد نه کارول کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په استانه کې د شانګهای د همکاریو ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې د تاجکستان بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهرالدین سره وکتل. د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د لوړې کچې د خبرو اترو په برخه کې پخپلو ژمنو ټينګار وکړ. دوی همداراز د دواړو هېوادونو او سیمې د متقابلو ګټو لپاره د کاسا زر پروژې او د سیمه‌ییز ادغام او ارتباطاتو د نورو پروژو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ته د ترکیې د هوايي شرکت الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د څرګندونو له مخې؛ له څه باندې درې کلن ځنډ وروسته نن سهار سې شنبه د غبرګولي لومړۍ د ترکیش هوايي شرکت الوتکه کابل ته راورسېده.

په هغو مراسمو کې، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او ادراي مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد، د هوايي ډګرونو لوی رییس الحاج عبدالستار غروال، د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود ویل شوي، چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کیږي.

د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزی ویلي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.

دوی وایي؛ که د نړیوالو هوايي شرکتونو له‌خوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.

ویل کیږي، چې د یاد هوايي شرکت د الوتنو له پیلېدا سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر پر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې هم پراختیا ومومي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل ښار کې د کمانډو ځواکونو مرکز پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۳)

 د کابل په ګارنیزون کې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د ملي اسلامي اردو د ځانګړیو ځواکونو (کمانډو) د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو.

دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې زیاته کړې، چې د دې وزارت اړوند چارواکو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره په نورو ولايتونو کې هم د ورته مرکز له پرانستلو خبر ورکړی دی.

ویل کیږي، چې ځانګړي ځواکونه پر عصري او پرمختللیو وسلو سمبال او مسلکي روزنه یې لیدلې، چې په هر ډول شرایطو کې به خپله دنده ترسره کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!