Connect with us

لوبی

له سریلانکا او ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ سیالیو نېټه اعلان شوه

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ د سریلانکا او ایرلنډ پر وړاندې د دغه هېواد د سیالیو نېټه په ډاګه کړه.

افغان لوبډله به لومړی د سلواغې له دیارلسمې څخه د کب تر دوه‌یمې / فبرورۍ له ۲دوه‌یې تر یوویشتمې سریلانکا ته د ټیسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره سفر وکړي او بیا به د کب له نهمې تر اته‌ویشتمې / د فبرورۍ له اته‌ویشتمې د مارچ تر اتلسمې په عربي متحده اماراتو کې د ایرلنډ کوربه وي.

د سریلانکا پر وړاندې دغه سیالۍ د سلواغې له ۱۳ څخه تر اووه‌لسمې / د فبرورۍ له دوه‌یمې ترشپږمې د کولمبو په سینهالي کرکټ سپورټي کلب لوبغالي کې له ټیسټ سره پیلیږي.

ټیسټ لوبه، چې له درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې سره د فبرورۍ پر نهمه، یوولسمه او څوارلسمه نېټه د کولمبو په پریماداسا نړیوال کرکټ لوبغالي کې پلان شوي؛ ترسره کړي او ورپسې به درې ۲۰ اوریزې لوبې د فبرورۍ پر اووه‌لسمه، نولسمه او یوویشتمه د ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. دایره به شی.

له سریلانکا څخه به افغان لوبډله عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي او هلته به د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه د مارچ تر اتلسمې نېټې پورې د یوې ټسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د ترسره کېدو کوربتوب هم وکړي.

د افغانستان او ایرلینډ پر کوربتوب به د فبرورۍ له اته‌ویشتمې د مارچ تر درېیمې د ابوظبي په زاید کرکټ لوبغالي کې د ټسټ لوبو لړۍ پیل شي. له دې وروسته به درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د مارچ پر اوومه، نهمه او دولسمه او درې نړیوالې شل اوریزې لوبې به د مارچ پر پېنځلسمه، اووه‌لسمه او اتلسمه د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د سریلانکا د کرکټ له چارواکو سره ګټورې خبرې د دې لامل شوې، چې د درې یو ورځنۍ لوبو په ګډون په کې درې شل اوریزې او یوه ټسټ لوبه هم شامله شي.

هغه ویلي: د دغو درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو شاملول د یوه بشپړ او هر اړخیز سفر د تضمین لپاره یو مهم ګام دی، چې نه یوازې د افغانستان کرکټ لپاره به ښه زمینه برابر کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. په سریلانکا کې له سریلانکا سره لوبېدل تل ستونزمن وي؛ خو دا یوه داسې ننګونه‌ ده، چې افغان اتلان یې اسانه منلی شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي؛ دا د افغانستان لوبډلې لپاره په راتلونکیو څو میاشتو کې یو په زړه پورې پړاو دی، چې د جون په میاشت کې به نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

له سریلانکا او ایرلنډ سره د سیالیو نېټه د هند پر وړاندې د افغانستان د ۲۰ اوریزو سیالیو له پیل څخه څو ورځې مخکې اعلان شوه.

لومړۍ شل اوریزه لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي پر یوویشتمه / د جنورۍ پر یوولسمه د موهالي په پنجاب کرکټ ټولنې لوبغالي کې ترسره کیږي، دوه‌یمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه په اندور کې او وروستۍ لوبه به د جنورۍ پر اووهلسمه د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.

آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو د نشرولو ځانګړی حق ترلاسه کړی او په افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي، چې د هند پر وړاندې درې واړه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون څخه وګوري.

لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د مازیګر پېنځه بجې پیل شي؛ نو په دې هیله، چې له مونږ سره پاتې شئ!

لوبی

افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

Published

on

د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربه‌توب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوه‌یم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.

Continue Reading

لوبی

د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

Published

on

نن(چارشنبه د غویي دوه‌یمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.

دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو خپروي

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا  ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.

دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.

په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.

د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.

د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون له‌خوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.

سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.

تنظیم کوونکي وايي، چې دوه‌یم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!