تازه خبرونه
له ناامنیو سره ـ سره په پاکستان کې پارلماني او ایالتي ټاکنې پیل شوې
نن( پنجشنبه د سلواغې ۱۹ / د فبرورۍ اتمه ) د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې پر ځايي وخت د سهار پر اته نیمو بجو د خلکو او د کورنیو او بهرنیو څارونکیو پر پراخ حضور د رایې اچونې بهیر پیل شو، چې د ماښام تر پېنځه بجو به روان وي.
د ۲۰۲۲ ز. کال په اپرېل کې پارلمان عمران خان بېواکه کړ، چې ورسره امنیتي وضعیت له ناڅرګند برخلیک سره مخ شو. اوس هڅه داده، چې د دغه حالت د پای ته رسلو لپاره ټاکنې کیږي. تمه داده، چې پاکستان به ورسره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناخوالو ووځی او د یو بل منتخب حکومت لرونکی شي.
په دې ټاکنو کې به له نږدې ۲۴۱ اعشاریه ۵ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیون خلک د رای اچولو حق ولري، چې ۶۹ میلیون (۵۴سلنه) نرینه او ۵۹ میلیون (۴۶ سلنه) ښځې وي.
د پارلمان د رای پاڼې زنګ شين او د ايالتي شوراګانو هغه سپين دي.
د مرکزي حکومت مشري د پارلمان لخوا د پېنځه کلونو لپاره ټاکل شوی لومړی وزیر کوي.
د پاکستان پارلمان ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۷۲ یې عمومي، ۶۰ ښځو او ۱۰ مذهبي لږکیو ته ځانګړې شوې دي.
سږ کال دغو څوکیو ته ۵۱۲۱ کسان نوماند دي.
په پاکستان کې ۱۶۷ غټ او واړه سیاسي ګوندونه راجستر دي.
پاکستان کې وروستۍ ټولټاکنې د ۲۰۱۸ کال په جولای کې ترسره شوې وې، چې د عمران خان تحریک انصاف پاکستان ګوند پکې د پارلمان لپاره له نورو ډېرې څوکۍ ګټلې وې او له څو وړو ګوندونو سره یې ایتلافي حکومت جوړ کړ.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان ګوند ته دا ځل په ټاکنو کې د ګډون اجازه نهده ورکړې شوې؛ نو غړي یې له بېلابېلو انتخاباتي حوزو څخه په خپلواک ډول ټاکنو ته ولاړ دي.
د سږنیو ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره سلګونه زره ځواکونه ګومارل شوي دي.
د پوځ ٢٧٠ زره عسکر د څه دپاسه ١٥٠ زرو پوليسو، سرحدي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو په ګډون به نن د اسلامآباد په ګډون د ټول پاکستان په ښارونو کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې ټاکنې ترسره کړي.
د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون مشر پرون ویلي، چې دغه کمیسیون د پاکستان په ټولو سیمو کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چوتووالی نیولی دی.
د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه وروستي راپورونه ښیي، چې په نننیو ټاکنو کې د رای اچونې ځینې مرکزونه پخپل ټاکلي وخت پرانستل شوي نهدي او اړوند بهیر له ځنډ سره پیل شوی دی. یو شمېر رسنیو د دغه ځنډ لامل امنیتي او نورې ستونزې یادې کړې دي.
تازه خبرونه
نړیوالې ټولنې د بدیل معیشت په برخه کې له بزګرانو سره اړینې مرستې نهدي کړي- امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي، نړیوالې ټولنې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاستهراوړنو د ملاتړ لپاره له بزګرانو سره د بدیل معیشت په برخه کې اړینې مرستې نهدي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه موضوع د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ټوماس فریلیسن سره د امیرخان متقي په لیدنه کې وړاندې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
فریلیسن د امنیت د ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت لاستهراوړنې ستایلې او څرګندوي، چې د افغانستان د امنیت ټینګښت او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ یوه برخه ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اروپايي ټولنه به هڅه وکړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
تازه خبرونه
افغانستان ته د امریکا بېرته ستنېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي – روسیه
د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کړی دی.
د روسیې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو بیا جوړېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کړی دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې د داسې یوې پوځي اډې جوړول به د سیمې ټولو هېوادونو ته مستقیم ګواښ وي.
نوموړي زیاته کړې، چې له کابل سره د روسیې د امنیتي خبرو اترو یوه موخه افغانستان ته د سیمې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي تاسیساتو د بېرته ستنېدا مخنیوی هم دی.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي له افغانستان سره همکاري څو اړخیزه او د روسیې د ملي ګټو په چوکاټ کې بللې ده.
د الکساندر ونیدیکتوف د څرګندونو له مخې؛ دغه همکاري د امنیت د ټینګښت او په اورآسیا کې د سولهییز او باثباته چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ارزښت لري.
هغه زیاته کړې، چې روسیه یوازنی هېواد نهدی، چې د افغانستان له اوسنیو مشرانو سره اړیکې لري، بلکې د سیمې نږدې ټول هېوادونه له کابل سره مستقیمې اړیکې لري.
ونیدیکتوف ویلي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې هم د دې ټولنې د تماس پخوانۍ ډلې له لارې له افغانستان سره د همکارۍ د بیا پیل موضوع څېړي.
نوموړي ویلي، د مسکو او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو چارو وزارتونو، دولتي ادارو او سوداګریزو کړیو له لارې پراخېږي.
هغه وایي، چې دواړو لوریو له دې مخکې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره ګډه کاري ډله هم جوړه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د حقوقي چوکاټ د پیاوړتیا هڅې روانې دي.
ونیدیکتوف ټینګار کړی، چې له کابل سره اقتصادي همکاري د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د سیمهییزو پروژو د پلي کولو لپاره هم ارزښت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو له شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.
تازه خبرونه
اسلامي همکاریو ټولنې پر زړه د سوريو ماشومانو عملیاتي لګښتونه ومنل- نورجلال جلالي
د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ويلي، د اسلامي همکاریو ټولنې له پلاوي سره یې د افغانستان د روغتیايي نظام د اړتیاوو، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
په دې لیدنه کې جلالي د ولسوالیو پر کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیا په برخه کې له اسلامي هېوادونو سره د هوکړهلیکونو د لاسلیک لپاره د زمینې برابرولو غوښتنې او وړاندیزونه یاد پلاوي ته وړاندې کړي دي.
دغه راز نوموړي د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې، روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د زړه پر سوري ناروغۍ د اخته ماشومانو د جراحي عملیاتو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي په یادو برخو کې د پرلهپسې همکارۍ ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې هڅه به وکړي د روغتیا په برخو کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکاریو زمینه برابره کړي.
د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي مرستیال سفیر طارق علي بخیت ویلي، چې د زړه له ستونزو سره د مخ یو شمېر ماشومانو د جراحي عملیاتو لګښتونه به پر غاړه واخلي.
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی3 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
تازه خبرونه1 day agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
تازه خبرونه1 day agoاروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
-
سوداگري2 days agoافغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
