Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ به په امریکا کې ګنګل پاتې کیږي – جو بایډن

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر جوبایډن د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې اتلسمه) ویلي؛ په افغانستان کې د بشري ناورین او له هغه څخه د رامنځته شوي ګواښ په اړه د ۱۴۰۶۴ نمبر اجرائیوي فرمان د ۲۰۲۴ ز. کال د فبرورۍ له ۱۱ نېټې وروسته هم د اجرا وړ وي.

دا فرمان د ۲۰۲۲ د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه خپور شوی و او د افغانستان بانک ګنګل شوې شتمنۍ رانغاړي.

د امریکا د بېړنیو برخو د  قانون له مخې، دا ډول فرمانونه د وخت پر تېرېدو په‌خپله لغوه کېږي؛ خو که ولسمشر یې له یو کال تېرېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د فدرال په جریدې کې د تطبیق دوام خپور کړي او کانګرس ته یې په اړه معلومات ورکړي، بیا نه لغو کېږي.

جوبایډن ویلی دي، چې د افغانستان د ځانګړیو شتمنیو ساتل د دغو بېړنیو حالاتو او د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ لپاره ډېر مهم دي. د امریکا مالي تاسیسات د افغانستان بانک دا شتمنۍ ساتي.

 

دا په داسې حال ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ په کابل کې د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ نوښت غونډې ته یو ځل بیا له امریکا څخه وغوښتل، چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني آزاده کړي.

د سپینۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې معیشتي حمایت، اوبو، روغتیا، حفظ الصحې، سرپنا او د غذايي مصونیت په برخو کې د افغانانو بېړنۍ اړتیا او همدغه راز بشري بحران او د اقتصادي سقوط احتمال هغه غیر عادي ګواښونه دي، چې د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې ته یې فوق العاده ګواښ متوجه کړی دی.

بایډن ویلي دي‌، چې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د کورنیو په ګډون بېلا بېل اړخونه د افغانستان بانک پر دغو شتمنیو حقوقي ادعاوې لري او یا یې د حقوقي‌ ادعا د کولو لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ نېته په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، امریکا د افغانستان بانک څه باندې ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې، چې د طالبانو( اسلامي امارت) لاسونو ته ورنه‌شي.

له دغو شتمنیو څخه یې اووه میلیارد د فدرال په زیرمو کې ساتل کیږي، چې بیا یې ۳.۵ میلیارد په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته ولېږدولې.

جوبایډن په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د فبرورۍ پر ۱۱ نېته د ګنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارد ډالرو کارولو ته اجازه ورکړه او پاتې برخه یې په امریکا کې ګنګل ده.

تېرکال په امریکا کې یوې محکمې پرېکړه وکړ، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیانو د کورنیو غړي د دغو ګنګل شویو شتمنیو مستحق نه‌دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!