تازه خبرونه
په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله د مطالعې کچه ټیټه ده- ستانکزی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي؛ د هېواد پراختیا او پرمختګ له مطالعې سره تړلی؛ خو په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله د مطالعې کچه ډېره ټیټه ده.
شېرمحمد عباس ستانکزي د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې پر مهال څرګنده کړې: په افغانستان کې د نورو هېوادونو پر پرتله ډېر کم خلک مطاله کوي. ښايي ځينې خلک په دې باور وي، چې دلته ستونزې ډېرې وې، جګړه وه، اقتصاد کمزوری و، خلک د ډوډۍ په لټه کې دي او مطالعې او لوست ته وخت نهلري؛ خو دا ستونزې په نورو هېوادونو کې هم شته. که په نورو هېوادونو کې جګړه نهوي، لږ تر لږه فقر او بېوسي شته دی.
د شېرمحمد ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ اوس په هېواد کې امنیت خوندي دی او ملوکالوایفي نشته. ځوانان باید د اسلامي نظام تر سیوري لاندې زدهکړې وکړي؛ ځکه له مطالعې پرته بریا ترلاسه کېدی نهشي.
د اسلامي امارت دغه چارواکي د هېواد په پراختیا او پرمختګ کې د ځوانانو رول مهم وباله او زیاتوي؛ ځوانان باید د مطالعې او څېړنې له لارې پر ځانبسیا شي.
ستانکزي ویلي: که ځوانان له کتاب لوستلو او کتابونو سره مینه پیدا کړي؛ ان شاالله ډېر ژر به ټولنه له ستونزو څخه خلاصه شي. مونږ افغانان د جګړې په ډګر کې ماشاءالله نظیر نهلرو؛ مونږ ډېر پرمختګونه لرو؛ دا ویاړ او عزت بل څوک نهلري. مونږ هڅه کوو، چې نړۍ ته ووایو؛ د اسلامي امارت له جوړیدو سره په افغانستان کې سوله او امنیت راغلی. نوره جګړه او ملوکالطوایفي نهشته؛ چور او چپاول نهشته؛ دا یو اسلامي او شرعي نظام دی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا هم ویلي، چې اوسمهال ډېر کتابونه له نورو هېوادونو واردېږي او د هېواد علمي او څېړنیز بنسټونه او لیکوالان باید هڅه وکړي، چې کتابونه پخپله ولولي او ځوانانو ته یې ورسوي.
د یادونې ده، چې په کابل کې د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال د چاپ شويو کتابونو د مخکتنې پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بيهقي خپروندیې ټولنې او د نشراتو مرستیالۍ جوړ کړی و.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

